اوښ ډوله چرچرک

Rhaphidophoridae
اوښ ډوله چرچرکان
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکې ژوې
څېرمه شاخه شپږ پښې لرونکی ژوي
کلاس خوځندکې
څېرمه کلاس وزر لرونکی خوځندکې
طايفه سيخ وزري خوځندکې
څېرمه طايفه اېنسیفېرا
کورنۍ اوښ ډوله چرچرک

اوښ ډوله چرچرکان (علمي نوم: Rhaphidophoridae) د اېنسیفېرا یوه لویه کورنۍ ده چې يو شمیر خوځندکې لکه غار وېټا، غڼه ډوله چرچرک او غار چرچرک لري. ټوله کورنۍ ۵۵۰ ډوله ژوي لري چې په ۸۰ جنسو ويشل کېږي. اوښ ډوله چرچرکان په ځانگړي ډول په هندوستان، اسټرېليا ختیځي آسیا کې ژوند کوي.

توصيف سمول

اوښ ډوله چرچرکان په ځانگړي ډول په ځنگلونو کې په تيارو غارونو یا سیمو کې ژوند کوي. خو د انسانانو په کورونو کې هم ژوند کولاي سي. نوموړي ژوي اوږدي پښې ، انتینونه او شاکوپي بدن لري. اوښ ډوله چرچرکان هېڅ وزرونه نه لري او څو ډوله ځانگړي آواز يا ږغ جوړولاي سي.