فلس لرونکی چرچرک
Mogoplistidae فلس لرونکی چرچرک | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخه | بند پښه لرونکې ژوې |
څېرمه شاخه | شپږ پښې لرونکی ژوي |
کلاس | خوځندکې |
څېرمه کلاس | وزر لرونکی خوځندکې |
طايفه | سيخ وزري خوځندکې |
څېرمه طايفه | اېنسیفېرا |
کورنۍ | فلس لرونکی چرچرک |
فلس لرونکی چرچرک (علمي نوم: Mogoplistidae) د سموزروالو حشراتو څخه یوه کورنۍ ده چې ۳۶۴ ډوله ژوي لري او په ۳۰ جنسو ويشل کېږي. نوموړي ژوي په گرمو سيمو کې ژوند کوي.
توصيف
سمولفلس لرونکی چرچرکان شپېيني ژوي دي چې اوږدوالی یې ۴ - ۱۳ میلیمتره دي او نسواري دنگ لري. بدن یې د کوچنيو فلوسو لخوا پوښ شوي دي. د فلس لرونکی چرچرک ښځينه هېڅ وزرونه نه لري. وروستي پښې یې قوي دي او د ټوپ وهلو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. نارينه لکه ټولو سموزروالو حشراتو غوندی د ښځينو د جلبولو (جذب کولو) لپاره ځانگړي ږغ (آواز) جوړوي. که چې هم نوموړي ژوي پر ونو باندي ژوند کوي خو د دي ژوي څو ډوله پر مځکه کې هم ژوند کوي.فلس لرونکی چرچرکان ټول څېز خوړونکی ژوي دي.