اېم. آر. جیمز

بریتانوی عالم او لیکوال

مونتاګ روډز جیمز (په انګلیسي: Montague Rhodes James؛ زوکړ: د ۱۸۶۲ زکال د اګست لومړۍ – مړینه: د ۱۹۳۶ زکال د جون ۱۲ مه) انګلیسي لیکوال، د منځنیو پېړیو د اړوندو مواردو څېړونکی او سربېره پر دې د کمبرېج د کېنګ کالج (۱۹۰۵-۱۹۰۱۸) او ایټون کالج (۱۹۱۸-۱۹۳۶ زکال) ښوونکی و. نوموړی له ۱۹۱۳ زکال څخه تر ۱۹۱۵ زکال پورې د کمبرېج پوهنتون مرستیال و.

اېم. آر. جیمز
Montague Rhodes James (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Dover (mul) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱ اگسټ ۱۸۶۲[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۲ جون ۱۹۳۶[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Eton (en) ژباړل[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ژانر
ژانر
غړی د
Society of Antiquaries of London (en) ژباړل
British Academy (en) ژباړل
Medieval Academy of America (en) ژباړل[۸] (۱۹۲۶ – )
Roxburghe Club (en) ژباړل[۹] (۱۹۰۹ – ۱۹۳۶)
Bibliographical Society (en) ژباړل (۱۹۱۹ – ۱۹۳۶) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
جایزې

د منځنیو پېړیو د څېړونکې او عالم په توګه د جیمز چارې تر اوسه پورې پام وړ دي، خو نوموړي د اروايي کیسو (ghost stories) د لیکنې له امله شهرت موندلی چې یو شمېر کسان یې دغه کیسې له غوره ژانرونو څخه بولي. جیمز د نوې پېړۍ لپاره له پخوانیو رسمي ګوتیک کلیشو څخه په مخ اړولو د معاصرو واقعي تنظیماتو څخه په ګټنې د ارواه ګانو کیسې توضیح کړې دي. له دې سره د هغه د کیسو اتلان او توطئې د لرغونو علایقو له انعکاس سره اړیکه لري. پر دې بنسټ نوموړی د «اروايي کیسو د لرغون پالونکي» مبتکر په توګه ګڼل کېږي. [۱۱][۱۲]

لومړنی ژوند

سمول

جیمز د انګلنډ د کنټ ایالت د ګوډنسټون، ډوور سیمې په یوه مذهبي کورنۍ کې وزېږېد، په داسې حال کې چې والدین یې آلدبورګ او سافولک ته اړوند و. پلار یې هربرت جمیز انګلیکان روحاني و او مور یې ماري امیلي (کورنی نوم یې هورتون و) د سمندریز ځواک د یوه افسر لور وه. نوموړي د سیډني او هربرت (مستعار نوم یې «بېر» و) په نومونو دوه مشران وروڼه او د ګرېس په نامه یوه مشره خور لرله. سیډني جیمز وروسته د ډاډلي آرشیدکان شو. له درې کلنۍ څخه (۱۸۶۵ زکال) تر ۱۹۰۹ زکال کال پورې د سافولک د ګریټ لیورمییر په ریکټوري کې واوسېد، په داسې حال کې چې دغه ځای د هغه همیشنی استوګنځای نه و. دغه ځای له وړاندې څکه د سافولک د بل مخکښ لرغون پوه توماس مارتین پالګریو (۱۶۹۶- ۱۷۷۱ زکال) استوګنځای و. د جیمز د ارواه ګانو ډېری کیسې په سافولک کې جوړې شوي چې «Oh, Whistle, and I'll Come to You, My Lad» (فیکلسټو)، «A Warning to the Curious» (الدربورګ)، « Rats» او « A Vignette» (ګریټ لیورمییر) په کې شاملېږي. [۱۳]

د ۱۸۷۳ زکال په سپټمبر میاشت کې نوموړی د لندن د لویدیځ ایسټ شین سیمې ټمپل ګروو ښوونځي ته لاړ چې دغه ښوونځی دغه مهال د مخکښو زده کوونکو لپاره تر ټولو مخکې مقدماتي ښوونځی و. نوموړي د ۱۸۷۶ زکال له سپټمبر میاشتې څخه د ۱۸۸۲ زکال تر اګست میاشتې پورې په ایتون کالج کې زده کړې وکړې، چېرې چې نوموړي ادعا کړې په ۱۸۷۹ زکال کې یې د باروخ کتاب د هغو له اصلي عبري متن څخه ژباړلی. نوموړی د کلونو لپاره، په پیل کې د لیسانس زده کړو د زده کړیال (۱۸۸۲- ۱۸۸۵ زکال) او وروسته د ښوونکي په توګه د کمبرېج په کېنګ کالج کې پاتې شو، چېرې چې نوموړي د پیټ کلب غړیتوب هم درلود. پوهنتون د هغه د ګڼ شمېر افسانو لپاره تنظیمات برابرول. د منځنیو پېړیو له موضوعاتو سربېره جیمز تر ډېره اروپا ته سفر کاوه چې په ۱۸۸۴ زکال کې فرانسې ته له چیلسمور څخه په درې څرخه باندې د هغه یو په یاد پاتې کېدونی سفر شاملېږي؛ نوموړي هلته کلاسیک ولوستل او په بریا سره یې د خپل دغه سفر کیسه د اریستوفان ډرامو په لړۍ کې د مارغانو (The Birds) تر نامه لاندې نندارې پر مټ چې هوبرټ پري یې موسیقي جوړه کړې وه، بیان کړه. د یوه لوبغاړي/اکټور په توګه د نوموړي وړتیا هغه مهال څرګنده شوه چې هغه د ارواه ګانو خپلې نوې کیسې د کریسمیس پر مهال خپلو ملګرو ته ولوستې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

علمي چارې

سمول

جیمز چې تر ډېره د خپلو اروايي کیسو پر مټ پېژندل کېږي، خو د منځنیو پېړیو د څېړونکي په توګه د هغه چارې حیرانونکې وې او په علمي مجالسو کې ورته ډېر درناوی کېږي. په واقعیت کې د هغه کیسې د نوموړي د لرغونې پوهې او استعداد پربنسټ وې. د هغه له خوا د یوې خطي نسخې کشف لامل وګرځېد څو په ۱۹۰۲ زکال کې د لویدیځ سافولک د باري سنټ اډمونډز صومعې ویجاړې ودانۍ وکنستل شي چې له امله یې ۱۲مې پېړۍ ته د اړوندو څو راهبانو قبرونه کشف شول چې د هماغې دورې وقایع لیکونکي جوسلین ډي براکلونډ یې په اړه څرګندونې کړې وې. نوموړي په ۱۹۱۱ زکال کې د نورویچ د لویې کلیسا په چت کې د جوړو شوو مجسمو مفصله شرحه خپره کړه. په دغه کتاب کې د سي.جي. ډبلیو وینټر له خوا د شمال د ټولو اربابانو نقاشۍ هم شاملې وې. په ۱۹۱۷ زکال کې د پاچا او شهید (king and martyr) تر نامه لاندې د نوموړي له خوا د مسیحي پاکانو اړوند د ختیځ انګلیا د دویم اتلبرت د لاتیني نسخې پر بنسټ چاپ شوې نسخه تر اوسه معتبره پاتې ده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نوموړي د کمبرېج پوهنتون د کتابتون د خطي نسخو نوملړ جوړ کړ. د هغه په نورو علمي آثارو د هنر د آخرزمان (The Apocalypse in Art) په نامه اثر شاملېږي چې د انګلیسي آخر زمان لیکنې یې د کورنیو لاسرسي ته ورسولې. نوموړي همدارنګه د نوي تړون انجیل (New Testament apocrypha) وژباړه چې له بایبلي پوهنغونډ (۱۹۰۳ زکال) سره یې مرسته وکړه. [۲۵]

نوموړي د کمبریج د فیتزوویلیام موزیم د مدیریت پر مهال (۱۸۹۳-۱۹۰۸ زکال) ګڼ شمېر بریاو ته لاسرسی وموند. هغه وتوانېد چې ګڼ شمېر مهمو نقاشیو او خطي نسخو له دې ډلې د تیسین مهمې نقاشي شوې منظرې ته لاسرسی ومومي.

جمیز له ۱۹۱۸ زکال څخه تر ۱۹۳۶ زکال پورې د ایتون کالج ښوونکی و او په ۱۹۳۰ زکال کې د غوره توب نښان ترلاسه کړ. نوموړی په ۱۹۳۶ زکال کې د ۷۳ کلونو په عمر ومړ او د ایتون ښار په هدیره کې خښ کړای شو. [۲۶]

د ادبیاتو او سیاست اړوند لیدلوري

سمول

جیمز د ادبیاتو په برخه کې پیاوړی سنتي لیدلوری درلود. نوموړي د ارواه ګانو له کیسو سربېره د ویلیام شکسپیر د اثارو او د اګاتا کریسټي د پولیسي کیسو له لوستلو خوند اخیست. د نوموړي معاصر ادبیات نه خوښېدل او د آلډوکس هاکسلي، لیټون سټراچي او جیمز جویس (چې ده «شارلتان» باله او د «ژوند او ژبې فاحشه» یې باله) په اثارو یې شدیده نیوکه کوله. نوموړي همدارنګه د لیزبینېزم (ښځینه همجنس ګرايي ) اړوند د یوازیتوب کوهي (The Well of Loneliness) تر نامه لاندې د راډکلیف هال د ۱۹۲۸ زکال په ناول  باندې له ممنوعیت لګولو ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه، «زه باور لرم چې د مېرمن هال کتاب له زیږون څخه د مخنیوي یا کومې بلې ورته موضوع اړوند دی، داسې نه ده؟ د دې موضوع منل راته ستونزمن دي چې دا ښه ناول دی او ځپل یې د ادبیاتو د ضرر لامل ګرځي».[۲۷][۲۸][۲۹]

هغه مهال چې جیمز په کینګ کالج کې زده کړیال و، د ایتون د ښوونکي په توګه یې د توماس هنري هاکسلي له ټاکنې سره یې د هغه د اګنوستېزم لیدلوري لرلو له امله مخالفت وکړ. نوموړی وروسته خپله د ایتون ښوونکی شو. جیمز په خپل راتلونکي ژوند کې له سیاست سره چندان لیوالتیا نه لرله او د سیاسي مسایلو اړوند به یې ډېرې لږ خبرې کولې. ورته مهال نوموړي د ایرلنډ د خپلواکې ادارې د خوځښت پر خلاف څرګندونې کولې او په خپلو لیکنو کې یې له کمونېزم څخه هم بېزاري څرګنده کړې. د هغه ملګري ارتور کریسټوفر بینسون نوموړی «ارتجاعي» او د «معاصرتوب او پرمختګ» مخالف بللی دی. [۳۰]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۴ مې ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 120156502. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w67m0h9f. Subject named as: M. R. James. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  4. ويل شوي په: Union List of Artist Names. Union List of Artist Names ID: 500320063. خپرېدو نېټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. بياځلي سمون: ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۸. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  5. ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 11383734. بياځلي سمون: ۱ اگسټ ۲۰۲۳. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  6. CONOR.SI ID: 18131299. ويل شوي په: CONOR.SI.
  7. Dictionary of Art Historians ID: jamesm. ويل شوي په: Dictionary of Art Historians. بياځلي سمون: ۲۳ اپرېل ۲۰۲۲. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ سرچينې تړی: https://www.medievalacademy.org/page/CompleteCorrFellow. بياځلي سمون: ۲۸ مارچ ۲۰۲۳.
  9. سرچينې تړی: https://www.roxburgheclub.org.uk/membership/.
  10. سرچينې تړی: https://www.thebritishacademy.ac.uk/fellows/montague-rhodes-james-FBA/. بياځلي سمون: ۱ اگسټ ۲۰۲۳.
  11. "After W.R. James." (1970) The Book Collector 19 no 1 spring: 7-20
  12. Briggs, Julia (1986). "James, M(ontague) R(hodes)". In Sullivan, Jack, ed., The Penguin Encyclopedia of Horror and the Supernatural. New York: Viking Press. ISBN 0-670-80902-0
  13. Cox, Michael (1987). "Introduction". Casting the Runes and Other Ghost Stories by M. R. James. Oxford: Oxford University Press. pp. xi–xxx. ISBN 978-0-19-281719-8
  14. Jones, Darryl (2011). "Introduction". Collected Ghost Stories by M. R. James. Oxford: Oxford University Press. p. xii. ISBN 978-019-956884-0
  15. James, M. R. (1925). Eton and King's. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 13–97. ISBN 978-1-108-03053-3
  16. James, M. R. (1925). Eton and King's. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 41–42. ISBN 978-1-108-03053-3
  17. James, M. R. (1925). Eton and King's. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 106–195. ISBN 978-1-108-03053-3
  18. کينډۍ:Acad
  19. Benson, Edward Frederic (1920). Our Family Affairs, 1867–1896. London, New York, Toronto, and Melbourne: Cassell and Company, Ltd. p. 231.
  20. James, M. R. (1925). Eton and King's. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 151–153. ISBN 978-1-108-03053-3
  21. "Discoveries at Bury St Edmunds". The Times. 9 January 1903. p. 9.
  22. Moshenska, Gabriel (2012). "MR James and the archaeological uncanny". Antiquity. 86 (334): 1192–1201. doi:10.1017/S0003598X00048341. S2CID 160982792.
  23. James, Montague Rhodes (1911). The Sculptured Bosses in the Cloisters of Norwich Cathedral. Norfolk and Norwich Archaeological Society.
  24. James, M. R. (1917). "Two Lives of St. Ethelbert, King and Martyr". The English Historical Review. 32 (126): 214–244. doi:10.1093/ehr/XXXII.CXXVI.214. JSTOR 551656.
  25. James, M.R. (1926). Abbeys. London: The Great Western Railway.
  26. Briggs, Julia (1986). "James, M(ontague) R(hodes)". In Sullivan, Jack, ed., The Penguin Encyclopedia of Horror and the Supernatural. New York: Viking Press. ISBN 0-670-80902-0
  27. Pfaff, Richard William (1980). Montague Rhodes James. London: Scolar Press. p. 401.
  28. Jones, Darryl (2011). "Introduction". Collected Ghost Stories by M. R. James. Oxford: Oxford University Press. p. xii. ISBN 978-019-956884-0
  29. Pfaff, Richard William (1980). Montague Rhodes James. London: Scolar Press. p. 401.
  30. Jones, Darryl (2011). "Introduction". Collected Ghost Stories by M. R. James. Oxford: Oxford University Press. p. xii. ISBN 978-019-956884-0