ایوفیمیا هاینز

مارتا ایوفیمیا لُفتون هاینز (۱۱ سپتمبر ۱۹۸۰ – ۲۵ جولای ۱۹۸۰ ز کال) امریکايي ریاضي پوهه او ښوونکې وه. هغه لومړنۍ افریقايي الاصله امریکايي وه چې د دوکتورا علمي درجه یې ترلاسه کړه، هغې خپله دوکتورا په ۱۹۴۳ ز کال کې د امریکا له کاتولیک پوهنتون څخه ترلاسه کړه.

ایوفیمیا هاینز
ایوفیمیا هاینز
ایوفیمیا هاینز

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
واشنګټن ډي سي   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 25 مې 1980 (90 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
واشنګټن ډي سي [۱]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل افريقايي امريکنۍ [۲][۳]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
د کړنې څانګه شمېرپوهنه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ

ژوند

سمول

ایوفیمیا لُفتون د غاښونو د ډاکټر او مالي سلاکار، ویلیام اس. لفتنون او د وړکتون د ښوونکې ولاوینیا دې لفتون یوازنۍ اولاد و. هغې په ۱۹۰۷ ز کال کې د ام.سټریټ په عالي ښوونځي کې د ښوونځي د دورې د پای وینا وکړه او په ۱۹۰۹ ز کال کې یې د رنګین پوستو له نورمال ښوونځي (Normal School for Colored Girls) څخه چې اوس مهال د کلمبیا د منطقې د پوهنتون په نوم یادېږي په عالي درجه د ښوونې او روزنې په برخه کې دیپلوم ترلاسه کړ. له هغې وروسته نوموړې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۹۱۴ ز کال کې یې د ریاضي په اصلي څانګه (او ارواه پوهنې په فرعي څانګه کې) له سمیت کالج څخه لیسانس ترلاسه کړ. هغې په ۱۹۱۷ ز کال کې له آپو هاینز سره چې ښوونکی و واده وکړ. په ۱۹۳۰ ز کال کې یې له شیکاګو پوهنتون څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې ماسټري واخیسته او په ۱۹۴۳ ز کال کې یې د امریکا له کاتولیک پوهنتون څخه خپله دوکتورا ترلاسه او د لون لاندري تر نظر لاندې یې، د مشخصو متقارنه تناظرونو په ګډون د خپلواکو شرایطو لرونکو ټولګو (The Determination of Sets of Independent Conditions Characterizing Certain Special Cases of Symmetric Correspondences.)تر عنوان لاندې خپله رساله بشپړه کړه.[۴]

هاینز "په پراخ ډول د کلمبیا سیمې د ښوونې او روزنې له سیستم سره مرسته وکړه". هغې د ۴۷ کلونو لپاره د واشنګټن ډي سي په دولتي ښوونځیو کې درس ورکړ او په ۱۹۶۶ ز کال لومړنۍ هغه ښځه وه چې د ډي سي د ښوونې او روزنې د پلاوي مشري یې پر غاړه واخیسته، نوموړې تر ۱۹۶۷ ز کال پورې په دغه څوکۍ خدمت وکړ. هغې په دغه مهال چې د ډي سي د ښوونې او روزنې د پلاوي مشري یې پر غاړه لرله په کلکه یې د وړتیاوو له مخې د زده کوونکو د جلا کولو د سیستم په شتون نیوکې وکړې، هغې استدلال کاوه چې د دغه سیستم له مخې په ځانګړو ډلو کې د افریقايي – امریکايي زده کوونکو ځای پر ځای کول هغوی د کالج دورې ته په سمه توګه نشي چمتو کولای. دغه چارې په ۱۹۶۷ ز کال کې د هان سن پر واړندې د هاب سن د قضیې د ثبت لامل وګرځېدې او په پایله کې په ډي سي کې د زده کوونکو د ډل بندۍ سیستم پای ته ورسېد. هغې په ګاریسون او ګارفیلډ ښوونځیو کې د لومړي صنف زده کوونکو او په ارمسترنګ عالي ښوونځي کې یې د ریاضي درس ورکړ. هغې په دنبار عالي ښوونځي کې د ریاضي درس ورکړ او د دغه ښوونځي د ریاضي ډیپارټمنټ مشري یې پر غاړه لرله. هاینز د کلمبیا سیمې په پوهنتون کې (University of the District of Columbia) د ریاضي ښوونکې/فروفیسوره وه، هلته یې د ریاضي او سوداګریزو زده کړو د پوهنځۍ بنسټ کېښود او د هغو ریاست یې پر غاړه درلود. دغه پوهنتون د افریقايي- امریکايي ښوونکو د روزنې لپاره ځانګړی شوی و.[۵]

هغه په ۱۹۵۹ ز کال کې د عامه ښوونځیو له سیسټم څخه تقاعد شوه، خو خپلو چارو ته یې دوام ورکړ او د کلمبیا د سیمې په پوهنتون کې یې د ریاضي پوهنځی تاسیس کړ. هغې کله کله نیم مهال د هاوارد په پوهنتون کې هم درس ورکاوه. هاینز په ګڼ شمېر ټولنیزو چارو کې دخالت درلود. نوموړې په لاندې ټولنیزو برخو کې خدمت کړی: د کاتولیک مېرمنو د آرچیدوشن شورا (کلیسا ته اړونده شورا ده) د لومړۍ مرستیالې په توګه، د فایدز سیمې د کورنو د مشورتي پلاوي مشره، د نړیوالې هوساینې د کمېټې غړې، د هوساینې د ملي شوار په اجرایوي کمېټه، د ډي سي د روغتیا او هوساینې شورا د اجرایو کمېتې غړې او مشره، د متحده خدمتونو د موسسې په ملي او سیمه ییزو کمېټو، د عیسویانو او یهودانو د ملي کنفرانس غړې، په واشنګټن کې په کاتولیک څو نژادي شورا، ښاري ملي اتحادیې، د رنګین پوستو د پرمختګ په ملي کمېټه (NAACP)، د رایو ورکونو ښځو په ټولنه او د امریکايي پوهنتوني ښځو په ټولنه کې. 

ستاینه

سمول

په ۱۹۵۹ ز کال کې درویشتم پاپ جان هغې ته د پاپ د ویاړ مډال (Pro Ecclesia et Pontifice) ورکړ. په ۱۹۹۸ ز کال کې د امریکا د علومو د پراختیايي ټولنې د غړې په توګه وټاکل شوه.[۶]

میراث

سمول

هاینز د ۱۹۸۰ ز کال د جولای په ۲۵ مه په خپل ټاټوبي (زېږېدو ځای) واشنګټن ډي سي کې د زړه د سکتې له امله مړه شوه. نوموړې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د فروفیسرۍ/استادۍ څوکۍ څخه د ملاتړ او د زده کوونکو لپاره د مالي پورونو په موخه یو تراست/مالي صندوق جوړ کړی و چې ۷۰۰ زره ډالر یې کاتولیک پوهنتون ته وروبخښل. د هغې کورنۍ مقالې د کاتولیک پوهنتون په آرشیف کې ساتل کېږي.

په ۲۰۰۴ ز کال کې د اي. ال. هاینز عامه چارتر ښوونځی د هغې په ویاړ د دې په نوم ونومول شو. د امریکا کاتولیک پوهنتون د ایوفیمیا لفتون هاینز جایزه جوړه کوړه، دغه جایزه هغو زده کوونکو ته چې د ریاضي په برخه کې هیله بخښونکي مطالعات او لوړ استعداد ولري ورکول کېږي.

چاپ شوي آثار

سمول
  • ایوفیمیا لُفتون هاینز. له تاریخي پلوه په لومړنیو او ثانوي ریاضیاتو کې د ارزونو پراختیا. شیکاګو پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځی (۱۹۳۰ ز کال).[۷]
  • ایوفیمیا لُفتون هاینز. د مشخصو متقارنه تناظرونو په ګډون د خپلواکو شرایطو لرونکې ټولګې. د امریکا د کاتولیک پوهنتون خپرندوی (۱۹۴۳ ز کال).[۸]

سرچينې

سمول
  1. پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. BlackPast.org ID: https://www.blackpast.org/african-american-history/haynes-martha-euphemia-lofton-1890-1980/
  3. BlackPast.org ID: https://www.blackpast.org/african-american-history/haynes-martha-euphemia-lofton-1890-1980/
  4. Kelly, Susan E (2017). "Euphemia Lofton Haynes: Bringing Education Closer to the 'Goal of Perfection" (PDF). Notices of the American Mathematical Society. 64: 995–1003.
  5. "Euphemia Lofton Haynes, first African American woman mathematician". www.math.buffalo.edu. بياځلي په 2020-06-10.
  6. "Historic Fellows". American Association for the Advancement of Science. بياځلي په 2021-04-18.
  7. Haynes, Euphemia Lofton (1930). The Historical Development of Tests in Elementary and Secondary Mathematics (in انګليسي). University of Chicago, Department of Education, August.
  8. Haynes, Euphemia Lofton (1943). Determination of Sets of Independent Conditions Characterizing Certain Special Cases of Symmetric Correspondences (in انګليسي). Catholic University of America Press.