اکبر سیال (۱۹۶۳ ز کال د جنوري ۳) د پښتو ژبې يو شاعر دی.

مخينه

اکبر سیال پيژندگلو پر ۱۹۶۳ ز کال د جنوري پر ۳ دریمه د ملکنډ ايجنسۍ په بټ خیله کې زیږیدلی، خو د دوی د پلار نیکه کلی جندول مایار دی. نوموړي په ادبیاتو کې د ماسټرۍ سند اخيستی؛ په اسلام آباد کې د «پښتون کلچرل ایسوسي ایشن» په نوم د پښتو کلتور د پاره د مودو نه زیار باسي او په خیبر ټي وي کې د (پښتو ټکي په ټکي) پروگرام کوربه وي.

داکبر سیال شعرونه يو گڼ شمیر سندغاړو ویلي، چې ورکې هارون باچا، سردار علي ټکر، نغمه، گلزار عالم، بختیار خټک ، سر فراز، نازیه اقبال او گڼ شمیر نور شامل دي.

چاپ شوي اثار

  1. ژوند جانان (شعري ټولگه).
  2. رنگونه (شعري ټولگه).
  3. په جنگ دې اور ولگي (شعري ټولگه).
  4. دا پرهرونه به گنډل غواړي (شعري ټولگه).
  5. اوښکې اوښکې مسکیتوب (شعري ټولگه).
  6. زمونږ په کلي کې شر مه جوړوئ (شعري ټولگه).
  7. په گلدرو دې ورول اورونه (شعري ټولگه).
  8. خوشحال خان خټک د گندهارا تهذیب لوی نوم. (په جاپانۍ ژبه د خوشحال خټک د شعرونو ژباړه). د جاپاني لیکوال حدیتي ایشوزکا په مرسته ژباړلي دي.

سرچينې

  1. https://www.mashaalradio.com/a/24654052.html
  2. https://www.mashaalradio.com/a/25754187.html