هارون باچا
هارون پاچا (۲۰ د جولای، ۱۹۷۲ ز. - ) (په انگرېزي: Haroon Pacha) يو نامتو پښتون سندرغاړى دی.
هارون باچا | |
---|---|
زېږون نوم | هارون باچا |
زېږېدنه | July 20, 1972 صوابۍ, خيبر پښتونخوا |
دندې | سندرغاړی |
د موسيقۍ آلات | تبله, باجه |
د فعاليت کالونه | 2004– تر اوسه |
هغه د خيبر-پښتونخوا د صوابۍ په پنج پير کلي کې زېږېدلى دى. دی په صوابۍ کې د يوې دوديزې او روڼ اندې کورنۍ غړی دی . څه موده کېږي چې د ځينو سخت دريځو لخوا کال ۲۰۰۳م زېږدي کې کډوالۍ ته اړشو او لومړی امريکا ته کډوال شو بيا په کال ۲۰۰۸م زېږدي کې اروپا ته د چک هېواد ته کډه وکړه او هلته د ازادۍ راډيو سره په کار بوخت دی .
زده کړې
خپلې لومړنۍ زده کړې يې د پنج پير په دولتي ښوونځي کې پيل کړې، منځنۍ زده کړې يې د لسم ټولگي پورې د پېښور لومړني ۱ـ شمېرې لېسې کې وکړې. بيا يې خپلې لوړې زده کړې د F.S.C او لسانس درجو پورې په کال ۱۹۹۲م زېږدي کې په اډوارډز کالج پېښور کې بشپړې کړې. هغې څخه وروسته يې په ۱۹۹۴م زېږدي کې خپله ماسټري د تولنپوهنې په برخه کې د پېښور پوهنتون کې ترلاسه کړه او هماغه پوهنتون کې اوس خپل په درېمې درجې لوړو زده کړو د ډاکټرۍ په تيزس بوخت دی .
هنري ژوند
هارون باچا هم لکه د نورو افغان ، پښتنو سندرغاړو پشان دوديزه سندريزه پېلامه لري ، په لومړي سر کې يې د دود له مخې کورنۍ لخوا د قرات اجازه ورکړل شوه بيا يې چې د هغه استعداد وليد د سندرو ويلو اجازه بشپړه ورکړه. هارون باچا د هغه وخت د پېښور څانگې ټلويزيون پي ټي وي ته مشهوره لوبگر پروفيسر ضيا القمر ورواسته او د هغه له لومړني سندريزې ټولگې (د رنگونو ماښام ) څخه سندرې ووېلې.. هارون هغه وخت مشهور شو، چې کله په لومړي ځل د لنډيو (ټپو) په يوې بې جوړې نوي طرز (اول به کله- کله غم و...) سندرې پیل وکړ . نوموړي پښتو ټپو ته نوی غږيز طرز او خوند ورکړ . همدارنگه يې لنډۍ په مختلفو کمپوزونو ويلې دي. په دې برخه کې يې نوښت د ولسونو لخوا پښتونخوا ،افغانستان او هند کې ډېر وستايل شو. سندره له پښتو نه هندي ژبې ته پخپل طرز ورننوته او د هندي سندريزې ژبې ځان کې ونغاړله . دغه سندره يې د دوهم سندريز البم (غنچکونه) څخه ده چې په کال ۱۹۹۶م زېږدي کې بشپړ شو. هارون باچا د پیر سره سم سندريزه بدلونونه ازمويلي دي او نه يوازې دا چې ولسي سندرې يې هوبه هو ويلې دي بلکه ځانته يې د غزل په ډگر کې ځانگړی ځېل پنځولی او ولسي بدلې ، چاربيتې ، ټپې ، لنډۍ ، او داسې نورو يې ډېر ځوان سندرغاړي په سندرو راوستلي . نوموړی د پښتو تکړه غزلبول خيال محمد څخه په سندريز ډگر کې اغېزمن شوی او د هندي » اوردو ژبې غزلبولانو لکه استاد غلام علي ، مهدي حسن ، جگجيت سنگ، آشابوسلې ، لتا او داسې نورو مينه وال دی . هارون باچا د شعر په غوراوي کې د پښتو ادب په پخوانيو او اوسينيو نوموتو شاعرانو کې د پښتونخوا له اړخه ډېرو شاعرانو شعرونه په سندرو کې کارولي همدا رنگه د غني خان ، رحمت شاه سايل ، ډاکټر اسرار ، شمس القمراندېش ، صاحب شاه صابر، عزيز منيروال، منير حمزه خان شينواري شعرونه د يادولو وړ دي ، د لوی افغانستان د ادب ځلانده ستورو لکه د خوشال خان خټک ، او رحمان بابا شعرونه يې هم سندريز کړي . د هارون باچا له خولې چې وايي ٫٫سندرو په جوړولو کې ورسره صاحب گل مرسته کړې او ډېر څه يې ورڅخه زده کړي ٬٬.
لاسته راوړنې
نوموړی د خپلواکو ټولنو لخوا هر ځای ډېر ستايل شوی ، خو په ځانگړي توگه يې د پښتونخوا ځايي ټلويزیون څخه په کال ۲۰۰۱ م ز کې د ښو ولسي سندرو ويلو له کبله جايزه ترلاسه کړې . اوسمهال د چک هېواد پلازمېنې پراگ کې ژوند کوي او هلته د سندرو اميل په نوم خپرونه د آزادۍ راډيو څخه وړاندې کوي .
د سندرو ټولگې
- د رنگونو ماښام (مجلسي) (۱۹۹۶ز)
- غنچکونه (۱۹۹۶ز)
- پرخه په لمبو کې (۲۰۰۳ز)
- ياقربان ()
- ولولې ()
- نظرمات ()
- چورلکونه ()
- قدمونه ()
- تماشې ()
- لاله زار ()
- درمان (۲۰۱۲ز)
- نوی مجلسي غزل(۲۰۱۲م.ز)
- نوی مجلسي غزل (۲۰۱۳م.ز)
- ولس جانان کړه (۲۰۱۳م.ز)
سرچينې
هارون باچا ته ځانگړې شوې يادښتپاڼه (http://haroonbacha.blogspot.no/)