اډوین سټانټون

اډوین مک مسټرز سټانټون (د ۱۸۱۴ کال د ډسمبر ۱۹ – د ۱۸۶۹ کال د ډسمبر ۲۴) یو امریکایی وکیل او سیاستوال ؤ چې د امریکا د کورنۍ جګړې په زیاته موده کې یې د لینکن په اداره کې د جګړې وزیر په توګه خدمت وکړ. د سټانټون مدیریت د شمال لویو نظامي سرچینو په تنظیم او د یووالي بریا ته رسولو کې یې مرسته وکړه. که څه هم د یووالي ګڼ شمېر جنرالانو ورباندې نیوکې وکړې، چې هغه یې ډېر محتاط او باریک بین ګڼه. همدارنګه د ابراهام لینکن د قاتل، جان ویلکس بوث لټون او تعقیب یې تنظیم کړ.  [۲]

اډوین سټانټون
اډوین سټانټون
اډوین سټانټون

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند
جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) انګليسي ژبه [۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اډوین سټانټون
اډوین سټانټون

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د لینکن له ترور وروسته، سټانټون د بیارغونې په لومړیو کلونو کې د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر، اندریو جانسن په مشرۍ د جګړې د وزیر په توګه پاتې شو. هغه د پخوانیو کانفډراسیوني ایالتونو په هلکه د جانسن د نرمو سیاستونو مخالفت وکړ. د سټانټون د ګوښه کولو لپاره د جانسن هڅه په نهایت کې د دې لامل شوه، چې جانسن د استازو په جرګه کې د افراطي جمهوريت غوښتونکو له لوري استیضاح شي. سټانټون د جګړې وزارت څخه له تقاعد کېدو وروسته، حقوقو ته بیا راغی. د جانسن د ځای ناستي، اولیس اس. ګرانټ له خوا په ۱۸۶۹ کال کې د سترې محکمې د همکار قاضي په توګه وټاکل شو، خو سټانټون څلور ورځې وروسته له هغه چې سنا مجلس یې ټاکنه تائید کړه، مړ شو.  

کورنۍ او لومړنی ژوند   سمول

اصل او نسب   سمول

د امریکا د انقلاب څخه وړاندې، د سټانټون نیکونه، د سټانټون کورنۍ او میسي کورنۍ ، چې دواړې کویکر وې، د ماساچوسټ څخه یې شمالي کارولینا ته کډې وکړې. په ۱۷۷۴ کال کې، د سټانټون نیکه، بنیامین سټانټون، د ابیګیل میسي سره واده وکړ. بنیامین په ۱۸۰۰ کال کې مړ شو. په هغه کال کې ابیګیل د خپلې کورنۍ له ډېرو غړو سره شمال لوېدیځې خاورې ته لاړه. ډېر ژر اوهایو اتحادیه کې ومنل شوه او میسي ثابته کړه چې د نوي ایالت یوه له لومړنیو پراختیا کونکو څخه ده. هغې له حکومت څخه د اوهایو په مونټ پلیزنټ کې یوه ځمکه وپېره او هلته مېشته شوه. یو زوی یې، ډیویډ، په سټوبینویل کې طبیب شو او د ویرجینیایي بزګر لور، لوسي نارمن سره یې واده وکړ. د دوی واده د اوهایو د کویکر ټولنې له غصې سره مخ شو، ځکه چې لوسي میتودیسټ وه، نه کویکر. دې کار ډیویډ سټانټون اړ کړ چې د کوکر فرقه خوشې کړي.   [۳][۴][۵]

لومړنی ژوند او تعلیم   سمول

اډوین مک مسټرز د ۱۸۱۴ کال د دسمبر په ۱۹ د اوهایو په سټوبینویل کې د ډیویډ او لوسي سټانټون په کورنۍ کې زېږیدلی، او د دوی د څلورو ماشومانو مشر ؤ. د اډوین په لومړنیو رسمي زده کړو کې د سټانټون کورنۍ د استوګنځای شاته یوه خصوصي ښوونځۍ او یوه دیني مدرسه چې د "زړې اکاډمۍ" په نوم یادېده، شاملې وې. کله چې لس کلن ؤ، هغې ښوونځۍ ته ولېږدول شو چې یوه پرزبیتاري پادري په کې تدریس کاوه. اډوین لس کلن ؤ چې د ساه لنډۍ لومړی برید تجربه کړ، یوه داسې ناروغي چې هغه به ټول ژوند ورپسې وي کله کله به لړزې تر حده وه. د ساه لنډۍ له امله یې نه شوی کولی په ډېرو فزیکي فعالیتونو کې برخه واخلي، نو له کتابونو او شعرونو سره یې مینه پیدا کړه. اډوین د میتوډیسټ کلیسا خدمتونو او د یکشنبه مکتب کې یې په منظم ډول برخه اخیسته. سټانټون په دیارلس کلنۍ کې د میتودیسټ کلیسا بشپړ غړی شو.  [۶][۷][۸][۹]

د ډیویډ سټانټون طبابت هغه او کورنۍ ته یې مناسب ژوند برابر کړ. کله چې ډیویډ سټانټون ناڅاپه د ۱۸۲۷ کال په دسمبر کې په خپل استوګنځای کې مړ شو، اډوین او کورنۍ یې بې وزله پاتې شول. د اډوین مور د خپلې استوګنځای په مخکنۍ خونه کې یوه پلورنځۍ پرانیسته او د کتابونو، قرطاسیې او خوراکي توکو سربیره، هغه طبي وسایل چې د مېړه یې څخه پاتې وو، پلورل. ځوان اډوین له ښوونځي څخه وایستل شو او د یوه سیمه ایزه کتاب پلورونکي په پلورنځۍ کې یې کار کاوه.   [۶][۱۰][۱۱]

سټانټون په ۱۸۳۱ کال کې د کالج خپلې زده کړې په اسقفي کلیسا پورې تړلي کینیون کالج کې پیل کړې. سټانټون په کینیون کې د کالج په فلوماتیزي ادبي ټولنې (Philomathesian Literary Society) کې برخه لره. سټانټون د ټولنې په زیاتره کمېټو غړی پاتې شوی او په مراسمو او مناظرو کې یې اکثراً برخه اخیسته. سټانټون اړ شو چې د مالي لګښتونو د نشتوالي له امله د خپل دریم سمستر په پای کې کینیون خوشی کړي. په کینیون کې، د ۱۸۳۲ کال د ابطال کړکېچ (Nullification Crisis) په جریان کې د ولسمشر انډریو جکسن د کړنو څخه د هغه ملاتړ، هغه موضوغ چې د فیلوماتیزیانو تر منځ یې بحث تود ؤ، د دې لامل شوه چې هغه د ډیموکرات ګوند لاړ شي. برسېره پر دې، اسقف پالنې ته د سټانټون اوښتل او د غلامۍ د عمل څخه د هغه بیزاري هلته ټینګ شول. سټانټون د کینیون څخه وروسته په کلمبوس کې د کتاب پلورونکي په توګه کار کاوه. سټانټون هیله درلوده چې په کینیون کې د خپل وروستي کال بشپړولو لپاره کافي پیسې ترلاسه کړي. خو په کتاب پلورنځي کې کم معاش دا نیت له منځه یوړ. هغه ژر تر ژره سټوبینویل ته راستون شو ترڅو د حقوقو زده کړو ته دوام ورکړي.  [۱۲][۱۳]

لومړنی مسلکي ژوند او لومړی واده   سمول

سټانټون وکالت ته د چمتوالي لپاره د ډانیل کولیر تر څارنې لاندې د حقوقو زده کړې وکړې. په ۱۸۳۵ کال کې وکالت ته ومنل شو، او د اوهایو په کاډیز کې یې د یوه مشهور څارنوال، چانسي ډیوي تر مشرۍ لاندې په یوه وتلي حقوقي شرکت کې کار پیل کړ. د شرکت محاکمې کار اکثراً هغه ته رسېد.  [۱۴]

سټانټون ۱۸ کلن ؤ چې په کلمبوس کې د تثلیث اسقفي کلیسا کې ماري ان لامسن سره آشنا شو او دوی ډیر ژر کوژده شول. وروسته له هغه چې په کاډیز کې یې د کور واخیست، سټانټون کلمبوس ته چې هلته یې  نامزاده وه، لاړ. سټانټون او لامسن غوښتل چې په تثلیث اسقفي کې واده وکړي، خو د سټانټون ناروغۍ دا نظر له منځه یوړ. پرځای یې مراسم د  ۱۸۳۶ کال د ډسمبر په ۳۱ د تثلیث اسقفي د رئیس په کور کې ترسره شول. وروسته سټانټون ویرجینیا ته لاړ، چې  هلته یې مور او خویندې وې او هغوی یې بېرته کاډیز ته راستنې کړې او په دې ځای کې به دوی د هغه او میرمنې سره یې ژوند وکړي.   [۱۵][۱۶]

سټانټون د خپل واده وروسته د وکیل او فدرال قاضي، بنیامین تاپان سره شریک شو. د سټناټون خور هم د تاپان له زوی سره واده وکړ. سټانټون په کاډیز کې په سیمه ایزه ټولنه کې وتلی موقعیت درلود. هغه د ښار د غلامۍ ضد ټولنې او د یوې محلي ورځپاڼې، سنټینل (Sentinel) سره کار کاوه ، په دې ورځپاڼه کې هغه مقالې لیکلې او ایډیټ کولې. سټانټون په ۱۸۳۷ کال کې د ډیموکرات ګوند په نوماندانو کې د هریسن کونټي څارنوال وټاکل شو. برسېره پر دې، د سټانټون زیاتېدونکې شتمنۍ هغه ته دا امکان ورکړ چې په واشنګټن کونټي کې یوه لویه توټه ځمکه او په کاډیز کې څو ټوټې واخلي.   [۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2015860014 — د نشر نېټه: ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۳
  2. Sears, Steven. Chancellorsville: Chapter 1: Revolt of the General Washington Post. 1996. Retrieved 26 Dec. 2015.
  3. "The Admission of Ohio as a State". House.gov. United States House of Representatives. د لاسرسي‌نېټه July 15, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gorham 1899، مم. 6–7.
  5. Gorham 1899، م. 6.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Flower 1905، م. 23.
  7. Flower 1905، م. 22, 25.
  8. Thomas او Hyman 1962، م. 6.
  9. Gorham 1899، مم. 7.
  10. Allison 2009، م. 9.
  11. Gorham 1899، م. 8.
  12. Thomas او Hyman 1962، م. 12.
  13. Gorham 1899، مم. 17–18.
  14. Thomas او Hyman 1962، م. 18.
  15. Thomas او Hyman 1962، مم. 19–20.
  16. Thomas او Hyman 1962، م. 14.
  17. Flower 1905، م. 33.
  18. Thomas او Hyman 1962، م. 21.