اوم جان پالایولوګوس

اوم جان پالایولوګوس (په یوناني: Ἰωάννης Παλαιολόγος، رومي بڼه یې: Iōánnēs Palaiológos؛ له ۱۳۷۰ کال څخه د ۱۴۰۸ کال د سپټمبر تر ۲۲) له ۱۳۹۰ کال د اپرېل له ۱۴ د سپټمبر تر ۱۷ پورې د پنځو میاشتو لپاره د بیزانس سترواک و. ځینې سرچینې وایي چې اوم جان ځینې وختونه د انډرونیکوس (Ἀνδρόνικος) نوم کارولی، چې ښایي د خپل پلار، څلورم اندرونیکوس پالایولوګوس یاد ته د درناوي لپاره و، خو نوموړي د خپل زیږون تر نوم لاندې واکمني وکړه.

اوم جان پالایولوګوس
(یوناني: Ιωάννης Ζ' Παλαιολόγος د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اوم جان پالایولوګوس
اوم جان پالایولوګوس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳۷۰[۱][۲][۳][۴]
قسطنطنیه   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 22 سپټمبر 1408 (37–38 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کورنۍ پالایولوګوس   د (P53) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
د کړنې څانګه حکومت [۵]
سياست [۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

څلورم اندرونیکوس د سترواک پنځم جان پالایولوګوس (۱۳۴۱ – ۱۳۹۱) لومړی زوی و او له همدې امله د تخت وارث و. په ۱۳۱۷۳ کال کې څلورم اندرونیکوس له ناکام بغاوت وروسته زنداني شو او په نیمه بڼه ړوند شو، چې ښایې ورته سزا اوم جان ته ورکړل شوې وي، چې هغه وخت یوازې دری کلن و. څلورم اندرونیکوس په ۱۳۷۶ کال کې وتښتېد او په بریالیتوب سره یې قسطنطنیه ونیوله او تر ۱۳۷۹ کال پورې یې سترواکي وکړه. اوم جان په دې وخت کې د مرستیال سترواک په توګه دنده ترسره کوله، چې ښایي په ۱۳۷۷ کال کې دې دندې ته ټاکل شوی و. کله چې په ۱۳۷۹ کال کې د خپل ورور دوهم مانویل پالایولوګوس او د خپل پلار پنځم جان له خو ګوښه شو،  څلورم اندرونیکوس هېڅکله هم له خپلې ادعاو تېر نه شو. په ۱۳۸۱ کال کې د نورو شخړو د مخنیوي لپاره هوکړه وشوه چې څلورم اندرونیکوس د پنځم جان ځای ناستی شي، چې اوم جان یې د تخت په لیکه کې دوهم نمبر ته راوست.  

په ۱۸۳۵ کال کې د څلورم اندرونیکوس په مړینې سره، اوم جان د هغه ځای په میراث کې ترلاسه کړ. د پخوانۍ هوکړې سره سره، د پنځم جان له لوري مانویل د غوره ځایناستي په توګه لیدل کېده. اوم جان د پنځم جان په وړاندې بغاوت وکړ او په ۱۳۹۰ کال کې یې په بریالیتوب سره قسطنطنیه ونیوله. یوازې پنځه میاشتې وروسته، مانویل د عثمانیانو او د اتل ملمه پالو (Knights Hospitaller) په مرسته د خپل وراره په ګوښه کولو بریالی شو. مانویل په ۱۳۹۱ کال کې د پنځم جان له مړینې وروسته د هغه ځای ناستی شو. اوم جان چې تر اوسه یې د متحدینو ځواکمنه شبکه درلوده، د مشروع سترواک په توګه هېڅکله له خپلې ادعا تیر نه شو او د نوموړي او د هغه د تره ترمنځ ترینګلې اړیکې څو ځله سترواکي کورنۍ جګړې ته نږدې کړه. که څه هم دوی یوازې د مانویل له لوري تر یوې محدودې کچي ویاړ درلود، د دریځ او د ځایناستۍ د کرښې په اړه د دواړو ترمنځ زیاتې هوکړې د شخړو د مخنیوي لپاره وشوې، او تصدیق شوه چې اوم جان به د مرستیال سترواک په توګه پاتې شوی او د هغه په ​​مرګ به د مانویل ځای ناستی شي.

په ۱۳۹۴ کال کې عثماني سلطان اول بایزید قسطنطنیه کلابنده کړه. په ۱۳۹۹ کال مانویل ښار پرېښود ترڅو د نظامي مرستې په لټه کې د لوېدیځې اروپا په اوږدو کې سفر وکړي او اوم جان ته یې دنده وسپارله چې په قسطنطنیه کې د چارسمبالي په توګه دنده ترسره کړي او له دفاع څارنه وکړي. د عثمانیانو سره توطئې له تورونو سربېره، اوم جان د مانویل د دری نیم کلن سفر په اوږدو کې په وفادارۍ سره ښار وساته او بایزید ته یې له تسلېدو ډډه وکړه. قسطنطنیې ته ګواښ په ۱۴۰۲ کال کې د انقرې په جګړه کې د تیموریانو په وړاندې د بایزید په ماتې سره پای ته ورسېد. د دې جګړې په پایله کې، اوم جان د بایزید د یو زوی سلیمان

چلبی سره د هوکړې په اړه خبرې وکړې، چې ډاډ ترلاسه شو چې د تیسالونیکا مهم ښار، چې په ۱۳۸۷ کال کې د مانویل د کړنو له امله عثمانیانو ته له لاسه ورکړل شوی، بېرته سترواکۍ ته وسپارل شو. د اوم جان د وفادار خدمت سربېره، کله چې مانویل په ۱۴۰۳ کال راستون شو، هغه یې په سپکاوي لرې کړ او دوی دواړه یو ځل بیا دښمنان شول. دا شخړه لنډه وه، ځکه چې دوی څو میاشتې وروسته پخلا شول او یو نوی تړون رامنځ ته شو چې په هغه کې اوم جان ته اجازه ورکړل شوه چې د تیسالونیکا چارې په لاس کې واخلي او د بشپړ شاهي لقب یې ترلاسه کړ. له ۱۴۰۳ څخه په ۱۴۰۸ کال کې د هغه تر مړینې پورې، اوم جان په دې توګه په تیسالونیکا کې د "ټول تیسالي سترواک" په توګه له خپل جلا شاهي دربار سره حکومت وکړ. تیسالونیانو نوموړي ته د یو وړ واکمن په سترګه کتل او د سیمه ایزې کلیسا په چارو کې د هغه کار او د ښار دفاعي جوړښتونو ته وده، هغه ته مثبت وړیاړ ورپه برخه کړ.  

ژوندلیک سمول

شالید او لومړی ژوند سمول

اوم جان پالایولوګوس په ۱۳۷۰ کال کې د څلورم اندرونیکوس پالایولوګوس او د بلغاریا د کراتسا یوازینی زوی په توګه نړۍ ته سترګې پرانیستې. کرتاسا د بلغاریا د سترواک ایوان الکساندر لور وه. څلورم اندرونیکوس د سترواک پنځم جان پالایولوګوس (۱۳۴۱ – ۱۳۹۱) لومړی زوی و او په دې توګه د بیزانسی تخت قانوني وارث و. [۶][۷][۸][۹]

د پالایولوګوس کورنۍ چې له ۱۲۵۹/۱۲۶۱ څخه یې واک په لاس کې درلو، زیاتره په خپل منځیو جګړو کې اخته وه او د دې کورنۍ سترواکانو او شهزادګانو زیاتره په خپل منځ کې د همکارۍ توان نه درلود، چې سترواکۍ ته زیان ورسو. په دې وخت کې د بیزانسیانو اصلي دښمن عثماني سترواکۍ وه، چې د څوارلسمې پېړۍ په اوږدو کې يې د پخوانيو سترواکيو پراخې سيمې فتحه کړې وې. پنځم جان حتی د عثماني سلطان اول مراد (۱۳۶۲-۱۳۸۹) سره د یو باج ورکوونکي تابع په توګه د خدمت کولو هوکړه کړې وه.په دې وخت کې د جغرافیایي-سیاسي ناورین تر څنګ، بیزانس او عثماني اشرافیان یو له بل سره نږدې اړیکې درلودې. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په داسې حال کې چې جان په اناتولیا کې د عثماني خلافت په خوځښت کې دنده ترسره کوله، د اول مراد سره د هغه د بعیت د تړون له مخې، اندرونیکوس او د اول مراد زوی، ساوجي بی، په یو وخت کې د خپلو پلرونو په وړاندې پ بغاوتونه همغږي کړل. دواړه شهزادګان په څو میاشتو کې له دې امله مات شول، ونیول شول او زندان ته واچول شول، چې پلرونه یې د بغاوتونو د ماتولو لپاره ځواکونه یوځای کړل. اندرونیکوس او ساوجي له سختې سزا سره مخامخ شول. ساوجي ړوند شو او د اول مراد له لوري یې سر پرې شو. همدارنګه که څه هم سلطان پنجم جان ته امر وکړ چې خپل زوی هم ړوند کړي، د بیزانس سترواک زړه نازړه و، په نیمه بڼه یې دا کار ترسره کړ. اندرونیکوس یوازې په نسبي ډول ړوند شو، ظاهراً یې یوازې یوه سترګې له لاسه ورکړه. ځینې ​​سرچینې وایي چې د اندرونیکوس ماشوم زوی جان، چې وروستی اوم جان شو، په دې وخت کې یوازې درې کلن و او په ورته ډول نیمه ړوند شو. د دې ترڅنګ اندرونیکوس د تخت لپاره د ځایناستۍ حق له لاسه ورکړ، د هغه کوچني ورور، دوهم مانویل پالایولوګوس، د پنځم جان له لوري د وارث په توګه وټاکل شو. [۱۳][۱۱][۱۱][۱۳][۱۶][۱۷][۱۸]

اندرونیکوس چې په قسطنطنیه کې د انیماس په زندان کې له خپلې کورنۍ سره زنداني و، د ۱۳۷۶ کال د جولای په میاشت کې له خپلې مېرمنې او زوی سره یو ځای ګالتا ته وتښتېد، چې د ګولډن هارن بلې غاړې ته د جینوا جمهوریت یوه مستعمره وه او د جینوایانو له لوري یې تود هرکلی وشو. جینوایانو د پنځم جان په پرتله اندرونیکوس غوړه ګڼه، ځکه چې جان په وروستیو کې د ټینډوس ټاپو خپل سیال، د وینس جمهوریت ته ورکړه، او په دې توګه د دوی سوداګریزې ګټې زیانمنې کړې. اندرونیکوس د خپلو سرکشو ګامونو تر څنګ، د بیزانسي ټولنې د یوې لویې برخې ملاتړ هم له ځانه سره ساتلی و او د هماغه کال د اګست په ۱۲ نیټه یې په بریالیتوب سره د جینوایانو او عثمانیانو په ملاتړ قسطنطنیه ونیوله. پنځم جان او مانویل زنداني شول، او اندرونیکوس د سترواک په توګه، مخکې له دې چې هغوی وتښتي او هغه بېرته ګوښه کړي، درې کاله حکومت وکړ. اوم جان د خپل پلار د واکمنۍ پر مهال (د ۱۳۷۶ کال د اګست له ۱۲ – د ۱۳۷۹ کال د جولای تر ۱)، اټکل کېږي چې په ۱۳۷۷ کال کې مرستیال سترواک اعلان شو. اندرونیکوس حتی له ګوښه کیدو وروسته هم هېڅکله د تخت لپاره له خپلې ادعا تېر نه شو او په ګالتا کې اوسېده او په ښکاره ډول یې د پلازمینې د بېرته نیولو د هوډ په ډاکه کاوه.  [۱۷][۱۳][۶][۱۹][۲۰]

په قسطنطنیه کې د اندرونیکوس او سترواکانو تر منځ کړکېچ تر ۱۳۸۱ کال پورې تر هغې دوام وکړ، چې یوه هوکړه را منځ ته شوه چې پر بنسټ یې اندرونیکوس او د هغه زوی جان د پنځم جان د سترواکانو په توګه وټاکل شول. د دې ترڅنګ، اندرونیکوس یو ځل بیا د ټیټ پوړي مرستیال سترواک په توګه وپېژندل شو او اجازه ورکړل شوه چې د باسیلیوس (سترواک) لقب ترلاسه کړي او ویې کاروي. په ۱۳۸۲ کال کې اندرونیکوس هم د سیلیمبریا شاوخوا کې د شهزاده په توګه د خاورې چارې ترلاسه کړې.  [۱۹][۹][۱۳]

اندرونیکوس له پنځم جان وړاندې ناروغ او د ۱۳۳۵ کال د جون په ۲۸ مړ شو. اوم جان د سیلمبریا په شاوخوا کې د خپل پلار قلمرو په میراث کې ترلاسه کړ او د ۱۳۸۱ کال له تړون سره سم یې د بایسیلیوس د لقب کارولو حق هم په میراث یوړ، چې د بیزانس سترواکۍ یو ټیټ پوړی مرستیال سترواک شو. هغه د خپل پلار څخه د پنځم جان د قانوني وارث حق په میراث کې درلود. اوم جان د نوي سترواک په توګه له خپل دریځ څخه، د عثماني سترواکۍ، په ځانګړې توګه د اول بایزید له واکمنۍ (۱۳۸۹) څخه، او د جینوایانو ملاتړ ترلاسه کړ. د جینوایانو ملاتړ د پنځم جان له پامه و نه وت. ویل کېږي چې پنځم جان د ۱۳۸۷ او ۱۳۹۱ کلونو ترمنځ په ځینو وختونو کې، جینوایانو ته یې شکایت کړی و چې د ګالتا اوسیدونکي د اوم جان ستاینه کوي اوهغه ته احترام کوي چې ګواکي هغه لوړپوړی سترواک دی او د پنځم جان د مناسب احترام څخه انکار کوي. [۱۶][۹][۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00570282&tree=LEO — subject named as: Ioannes VII Palaiologos — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Leo van de Pas
  2. FAST ID: https://id.worldcat.org/fast/420618 — subject named as: Emperor of the East John VII Palaeologus — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Johannes_7_Palaiologos — subject named as: Johannes 7 Palaiologos — سرليک: Store norske leksikon
  4. CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp00295499 — subject named as: Imperium Byzantinum, Imperator Johannes VII. — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=js2015882952 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Zachariadou 1977، ص. 341.
  7. Zachariadou 1977، ص. 339.
  8. PLP، 21438. Παλαιολόγος, Ἀνδρόνικος IV. [Κομνηνός].
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ Leonte 2012، ص. 46.
  10. Gregory 2010، ص. 370.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Necipoğlu 2009، ص. 119.
  12. Nicol 1992، ص. 2.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ ۱۳٫۳ ۱۳٫۴ Gregory 2010، ص. 371.
  14. Grierson 1999، ص. 3.
  15. Haldon 2005، ص. 176.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ODB، "Andronikos IV Palaiologos" (A. M. Talbot), pp. 95–96.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Mladenov 2003، ص. 189.
  18. Necipoğlu 2009، ص. 120.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Mladenov 2003، ص. 190.
  20. Necipoğlu 2009، صص. 120–121.
  21. Necipoğlu 2009، ص. 131.
  22. Leonte 2012، صص. 46–47.