استاد اولمير
استاد اولمير (زېږېدنه: ۱۳۱۲ لمريز - مړينه: د غويي ۱۴، ۱۳۶۱) د افغانستان يو نامتو سندرغاړی وه. نوموړی د پېښور د سولې په کلي کې د سيد احمد خان په کور کې زېږېدلی و. دده د سندرو مينه وال نه يواځې په افغانستان کې دي بلکه د افغانستان نه دباندې په کوزه او بره پښتونخوا کې هم ډېر دي.
استاد اولمير | |
---|---|
شاليد | |
زېږون نوم | استاد اولمير |
زېږېدنه | December 0, 1312 کابل, افغانستان |
مړينه | February 14, 1361 (عمر ۴۹) سالنگ, افغانستان |
دندې | سندرغاړی |
د موسيقۍ آلات | تبله, باجه |
د فعاليت کالونه | 1322– 1361 |
زده کړې
استاد اولمير د سيد احمد خان زوی ، په ۱۳۱۲ لمريز (۱۹۳۳ زېږديز) کال کې د پېښور د سولۍ په کلي کې زېږېدلی و. لومړنۍ زده کړې ېې تر څلورم ټولگي په خپل کلي کې وکړې او بيا د پېښور صدر په فرنټيئر نومي ښوونځي کې شامل شو او تر لسم ټولگي پورې ېې دغلته زده کړه وکړه. له کوچنيوالي څخه ېې له موسيقۍ سره په ځانگړې توگه له فلمي سندرو سره ډېره مينه لرله. همدې ذوق او له سازوسرودونو سره زياتې مينې هغه په لس کلنۍ کې د سيمې له مشهور هنرمند استاد جعفرخان سره شاگرد کړ. پوره شپږ کاله ېې له هغه سره د موسيقي په زده کړه تېر کړل.
د سندربولۍ ډگرشخصي او هنري ژوند
مور ېې په کوچنيوالي کې مړه وه، د ښوونځي زده کوونکی و چې پلار ېې هم مړ شو، نو له تره سره ېې استوگنه غوره کړه تره ېې د اولمير د هنر ډېر قدر او درناوی کاوه، د سبز علي خان شاگرد ېې کړ. نوموړي چې د اولمير غوره او پياوړی هنري استعداد وليد ، له ځان سره ېې لاهور ته بوت او هلته ېې دده په غږ ځينې سندرې ريکارډ کړې ، کله چې څه موده وروسته بېرته پېښور ته راغی نو له استاد سبز علي خان سره ېې په گډه خپله دا لومړنۍ سندره د پېښور له راډيو څخه خپره کړه. ( زړگی مې شو ټوټې ټوټې ) دې کار ېې ټوله کورنۍ ورڅخه خپه او خوابدې کړله . اوخپلوانو جلا او خوارۍ بدمرغۍ ورته مخه شوه. څه موده ېې د مشهور ولسي شاعرگلستان سره تېره کړه ، له هغه څخه به ېې سندرې او بدلې زده کولې . د طوند په خواريو او بدمرغيو کې لالهانده اولمير په ۱۳۲۹ لمريز (۱۹۵۰م زېږديز) کال د تيرا د سيمې له قومي مشرانو سره د افغانستان د خپلواکۍ په جشن کې د گډون لپاره کابل ته راغی . د هغه وخت د قبايلو رياست نوموړی ملي شاعر ملنگ جان ته ، چې د غه مهال په کابل راډيو کې د پښتو موسيقۍ مهتمم و، وروپېژاند. څه موده ېې له راډيو سره گډکار ته دوام ورکړ ، خو بيا ېې د ځينو معاذيرو له کبله اړيکې وشلېدلې. په ۱۳۳۵ م لمريز کال ېې د ارواښاد استاد نبي گل په مرسته بيا له کابل راډيو سره اړيکې ونيولې او د ژوند تر پايه ېې په دې برخه کې خپلو هنري هلوځلو ته دوام ورکړاو د پېښتو د موسيقي د ودې او پرمختيا په بهير کې ېې ډېره ارزښتمنه ونډه تر سره کړه. ډېر شاگردان ېې وروزل او په خپل غږ ېې په راډيو کې د ۲۵۰ سندرو په شاوخوا ثبت او خپراوي سره د پښتو موسيقي پانگه ډېره بډايه کړه. د نوموړي دهمدغو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ، پياوړي او څپانده استعداد له امله ؤ چې په ۱۳۵۰م لمريز (۱۹۷۱م زېږديز) کال د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د مسلکي غونډې په ترڅ کې دئ د استاد په درانه لقب ونمانځل او ووياړل شو. برسېره پر دې ېې دوه ځله د لومړۍ درجې د سندرغاړي هنري جايزې اخيستي . او له هېواد څخه بهر ېې په افغاني هنري ډلو کې هندوستان ، د وخت روسيې او چک سلواکيه ته سفرونه کړي دي . د استاد اولمير غزلونو، سندرو، شعرونو او ترانو نوموړى دې ته وهڅاوه چې په کابل کې پاتې شي او هلته يې لږ تر لږه ٢٥٠ سندرې وويلې . هره سندره د افغانانو په زړه کې وتلى ځاى لري.
دندې
د استاد اولمير غزلونو، سندرو، شعرونو او ترانو نوموړى دې ته وهڅاوه چې په کابل کې پاتې شي او هلته يې لږ تر لږه ٢٥٠ سندرې وويلې . هره سندره د افغانانو په زړه کې وتلى ځاى لري.
د استادۍ لقب او جايزې
استاد اولمير چې لا يې د استادۍ لقب نه و تر لاسه کړى خلکو به د استاد په نامه ياداوۀ چې وروسته بيا په ١٣٥٠ کال کې د افغانستان د راډيو تلويزيون او د هيواد د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لخوا د موسيقۍ د استاد لقب ورکړل شو. استاد اولمير په هندوستان ، روسيه ، چکوسلواکيا ، پېښور او کوټه کې هم ډير کنسرتونه ورکړي او د دوستانو محفلونه به يې هميشه په خپلو خوږو سندرو تاودۀ وو. استاد اولمير ډير شاگردان روزلي او بې شميره سندرې يې نورو سندرغاړو ته هم کمپوز کړې دي .
مړينه
استاد اولمير د ژوند تر پايه واده ونه کړ او د ژوند ډېره برخه ېې په يوازېتوب، خوارۍ او لالهاندۍ تېره کړه . په ۱۳۵۹ م لمريز (۱۹۸۰م زېږدېز) کال د وږي (سنبلې) په مياشت کې استاد موټر وواهه ، کيڼ لاس ېې مات شو او څو شپې ورځې ېې په روغتون کې تېرې کړې . همدې رنځونو او کړاؤونو هغه د ژوند په وروستيو کې ډېر وځوراوه. خو له دې سره سره ېې هم خپل هنري ذؤق او مينه د زړه په وينه وپال ـله، او په دې لړ کې ېې د پښتو موسيقي هنر ته د ستاينې وړ خدمتونه وکړل. بالاخره د ۱۳۶۱ م لمريز (۱۹۸۲م زېږديز) کال سره سمون خوري د غوايي د مياشتې په ۱۴ مه نېټه ومړ او په سبا ېې د شاه شهيد د زيارت تر څنگ خاورو ته وسپارل شو.
سرچينې
- د افغانستان مشاهير، ۱-۲-۳ ټوکه، ليکوال سيد محي الدين هاشمي.
- د بي بي سي پښتو وېبپاڼه
- افغانستان پېژندنه، ليکوال اورنگزېب ارشاد
- د آريانا دايرهّ المعارف ( د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د دايرهّ المعارف مرکز خپرېدو لړۍ)(مخ ۷۷۷م) کيڼه خوا لومړۍ موضوع)