انډری سيخاروف

انډری سيخاروف
(روسي: Андрей Дмитриевич Сахаров د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انډری سيخاروف
انډری سيخاروف

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ مې ۱۹۲۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مسکو[۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 14 ډيسمبر 1989 (68 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۹][۱۰][۱۱][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو[۱۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (۱۹۲۲–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل روسی[۱۳]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فزيک پوه[۱۲]
د بشري حقوقو فعال[۱۲]
اټومي ساينسپوه[۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي[۱۴][۱۲][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه پنځپوهنه[۱۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر میخایل ګورباچف  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انډری ډیمیټرویچ سيخاروف (۱۹۲۱ مۍ ۲۱ – ۱۹۸۹ دیسمبر ۱۴) یو شوروي اتومي فزیکپوه، مخالف، د نوبل جایزې ګټونکی او د اتومي بې وسلې کولو، سولې او بشري حقوقو فعال و. [۱۶]

هغه د شوروي د RDS-37  د طراح په توګه شهرت پيدا کړ چې د شوروي اتحاد د «ترمو هستوي» وسلو د پرمختګ لپاره یو شفري نوم دی. سيخاروف وروسته په شوروي اتحاد کې د مدني ازادیو او د مدني اصلاحاتو مدافع شو، د کوم له امله چې هغه د دولتي تعقيب سره مخ شو؛ د دې هڅو په پايله کې نوموړي ته په ۱۹۷۵ز کال کې د نوبل جايزه ورکړل شوه. د سيخاروف جایزه، کومه چې هر کال د اروپایی پارلمان له خوا بشري حقوقو او ازادۍ ته ژمنو خلکو او شرکتونو ته ورکول کیږی، د هغه په ویاړ نومول شوې. [۱۷]

ژوند ليک سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

سيخاروف د ۱۹۲۱ز کال د مۍ د میاشې په يو ويشتمه نیټه په «ماسکاو» کې زیږیدلی دی. د هغه پلار «ډمیټري ایوانویچ سيخاروف» و چې د فزیک پروفیسور او د پیانو یو شوقي غږوونکی و. د هغه پلار د «مسکاو» ایالت دويم پوهنتون کې تدریس کاوه. د انډري نیکه «ایوان» په روسي سترواکۍ کې يو پېژندل شوی وکيل و چا چې د ټولنیز پوهاوي او بشري اصولو (د اعدام د سزا له منځه وړلو په ګډون) ته درناوی کاوه ، کوم څه چې وروسته د هغه پر لمسي اغیز وکړ. د سيخاروف مور «یکاترینا الیکسیونا سوفیانو» وه چې د پوځ د یو جنرال «الیکسي سیمیناویچ سوفیانو» لور وه. د سيخاروف مور او پلار او د پلار له خوا نیا، «ماریا پیټروانا»، د هغه په شخصيت جوړولو کې ستره ونډه درلوده. د هغه مور او نیا کلیسا ته تلونکې مېرمنې وې؛ پلار يې په دين باور نه درلود. کله چې «انډري» شاوخوا ديارلس کلن و، په دې پوه شو چې هغه هېڅ باور نه لري. په هر حال، سره له دې چې يو ملحد و، هغه په یو «لارښونکي اصل» باور درلود چې له فزیکي قانون څخه ماوراء څه دي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

زده کړه او مسلک سمول

سيخاروف په ۱۹۳۸ز کال کې د ماسکو ايالتي پوهنتون د فزیک څانګه کې داخل شو. د سترې هېوادپالې جګړې (دويمه نړیواله جګړه) په اوږدو کې په ۱۹۴۱ز  کال کې له تبعيد وروسته، هغه په عشق اباد کې فارغ شو چې د نن ورځې ترکمنستان اړونده سيمه ده. نوموړي وروسته په «یولیانوسکا» کې د لابراتوار په کار وګمارل شو. په ۱۹۴۳ز کال کې، هغه له «کلافدیا الیکسیونا ویخریوا» سره واده وکړ، له چا سره چې هغه دوه لورګانې او یو زوی رالوی کړل. «کلافدیا» وروسته په ۱۹۶۹ز کال کې مړه شوه. هغه په ۱۹۴۵ز کال کې د «FIAN» (د ساینس د شوروي اکاډمۍ فزیکي انستیتوت) کې د زدکړو لپاره ماسکو ته ستون شو. هغه په ۱۹۴۷ز کې خپله دوکتورا تر لاسه کړه. [۲۴][۲۵]

د ترموهستوي وسايلو جوړول سمول

له دويې نړیوالې جګړې وروسته، هغه د کائناتي وړانګو څیړنه وکړه. د ۱۹۴۸ز کال په نيمايي هغه د «ایګورکرچاتوف» او «ایګور ټام» تر سرپرستۍ لاندې د شوروي اتومی بم پروژه کې برخه واخیسته. په ۱۹۴۸ز کې په FIAN  کې د سيخاروف د څيړنې ډلې په اګست-سیپتمبر ۱۹۴۸ کې دویم اند وړاندې کړ.[۲۶]

د «ډیوټیریم» په شا او خوا کې د طبیعی او ناغني شويو یورانیمو یوه خول زياتولو کولای شول په یورانیم-ډیوټیریم پوله کې د ډيوټيريم غلظت او د دې الې مجموعي توليد زيات کړي، ځکه چې طبیعي یورانیم به د ترمو هستوي غبرګون د برخې په توګه نيوتران او خپله خپل ځان سره جلا کړي. د طبقه لرونکي جلا کېدو-يوځای کېدو-جلا کېدو بم نظريې، سيخاروف اړ کړ چې چې دې ته «سلویکا» یا طبقه لرونکی کيک نوم  ورکړي.[۲۶]

د شوروي اتحاد لومړۍ اټومي وسيله د ۱۹۹۴ز کال د اګسټ د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه وازمایل شو. په ۱۹۵۰ز کال کې «ساروف» ته له تګ وروسته، سخاروف لومړی ميګاټن اندازې لرونکی شوروي هايډروجن بم په جوړول کې مهمه ونډه درلوده، د دې بم په جوړولو کې هغه يوه طرحه وکاروله، کومه چې په روسيه کې د سخاروف د درېیمې نظريې او په متحده ايالاتو کې د « Teller–Ulam design» په نوم پېژندل کېږي. د خپل درېیم اند څخه مخکې، سیخاروف د جلا کېدو او يوځای کېدو سون توکو د طبقو په بدلولو سره د يو «طبقه لرونکي کيک» ازموينه وکړه. پایلې یې ناهيلې کوونکې وې چې له یو عادي جلا کېدونکي بم پرته يې بل څه توليد نه کړل.

په هرحال، داسی بریښیده چې دې طرحې د پر مخ وړلو وړتيا درلوده، ځکه ډیټوریم ډیر دی او یورانیم کم او هغه نه پوهیده چې د متحده ایالاتو طرحه (ډیزاین/جوړښت) څومره پیاوړی و. سیخاروف پوه شو چې په متناسب ډول د يوځای شويو سون توکو د تخته کولو لپاره، څو د سون توکو په لوري د چاودنې لامل وګرځي، بايد يوه اينه وکارول شي، څو وړانګې منعکسې کړي.

کله چې سخاروف خپل یادښتونه لیکل، نو په روسيه کې يې جزئیات په رسمي ډول نه و خپاره شوي، خو د « Teller–Ulam design» کې، د جلا کېدونکي بم څخه وتونکي نرم X-وړانګې د ليتيم د ډيوټيرايډ په استوانه تمرکز درلود، تر څو دا په متناسب ډول تخته کړای شي. دا د وړانګو د داخلي چاودنې په نوم یادیږي. د Teller–Ulam design هم د یوځای کونکې استوانې دننه د دويمې جلا کېدونکې اله لري، څو د يو ځای کېدو د سون توکو له فشار سره مرسته وکړي او نیوټرونونه پيدا کړي، تر څو ځیني لیتیوم په تریتیوم تبدیل کړي چې د ډیټوریم او تریتیوم یو مخلوط تولیدوي. په ۱۹۵۵ز کال کې د RDS-37 په توګه د سیخاروف نظریه د لومړي ځل لپاره وازمایل شوه. د ورته ډیزاین یو لوی توپیر چې سیخاروف په هغې کار کاوه د ۱۹۶۱ز کال د اکتوبر د میاشتې د 50 Mt Tsar Bomba په نوم وه، کومه چې تر اوسه چاودول شوې ترټولو پیاوړی هستوي اله وه.[۲۷][۲۸]

سیخاروف د خپل برخلیک او په متحده ایالاتو کې د «جی. رابرټ اوپینهیمیر» او «ایډورډ ټیلر» تر منځ «هېښونکی ورته والی» ولید. سیخاروف باور درلود چې «د دوه نامتو خلکو په دې غمژنه مقابله» کې، دواړه د درناوي وړ دي، ځکه چې «د دوی هر یو ډاډه و چې هغه په حقه دی او په اخلاقي توګه مکلف و چې د حقیقت په نوم پای ته ورسي».

په داسې حال کې چې سیخاروف له «ټیلر» سره په اتموسفیر کې د هستوي ازموينې او ستراتیژیک دفاعي نوښت په اړوند کل مخالف و، هغه په ​​دې باور و چې امریکایی پوهانو د متحده ایالاتو لپاره د « H-bomb » (ترمو هستوي بم) تر لاسه کولو لپاره د «ټیلر» هوډ سره غیر عادلانه و، ځکه چې  «د امریکایانو له خوا د ترموهستوي وسلو د پراختیا په اړه د لنډمهاله یا دایمي رد ټولو اقداماتو ته به یا د یو هوښیار خیانت په سترګه کتل کېدل، یا د حماقت د څرګندونې په توګه. په دواړو حالتونو کې، غبرګون به یو شان و – له دې لومې ځان وژغوره او په سملاسي ډول د دوښمن له حماقت ګټه پورته کړه».

سیخاروف هیڅکله دا احساس ونه کړ چې د اتومی وسلو په جوړلو سره هغه «پېژندل شوې ګناه» کړې ده،  د «اوپینهیمیر» په اصطلاح کې. هغه وروسته لیکلي دي:

له څلویښتو کلونو وروسته، موږ درېیمه نړیواله جګړه نه درلوده، او د هستوي ترهګرۍ توازن... کیدای شي د هغې په مخ نیوي کې مرسته کړې وي. خو زه په دې بشپړ ډاډه نه یم؛ وروسته بیا، په دې اوږدو کلونو کې، دا پوښتنه هیڅ راپورته شوې نه وه. هغه څه چې اوس ما تر ټولو ډیر ځوروي، د انډول بې ثباتي ، د اوسني وضعیت خورا لوی ګواښ، د وسلو د سیالۍ ویرونکي ضایع کول دي ... موږ هر یو مسؤلیت لرو چې په دې اړه په نړیوالو شرایطو کې په زغم، باور او صداقت سره فکر وکړو، د ایډیالوژیکي توکمپالنې، تعصبي ګټو، یا ملي غرور څخه پاک واوسو. انډری سيخاروف

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Сахаров Андрей Дмитриевич — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119234274 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Andrey-Sakharov — subject named as: Andrey Dmitriyevich Sakharov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8390912 — subject named as: Andrei Dmitrievich Sakharov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/sacharow-andrei-dmitrijewitsch — subject named as: Andrei Dmitrijewitsch Sacharow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0057955.xml — subject named as: Andrej Sakharov — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ https://cs.isabart.org/person/77301 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000012181 — subject named as: Andrej D. Sacharow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Library of Congress authority ID: https://id.loc.gov/authorities/n80038281 — د نشر نېټه: ۲ فبروري ۲۰۲۱ — خپرونکی: Library of Congress
  10. https://www.nobelprize.org/prizes/peace/1975/sakharov/biographical/ — د نشر نېټه: ۱۸ فبروري ۲۰۲۱
  11. https://www.britannica.com/biography/Andrey-Sakharov — د نشر نېټه: ۱۸ فبروري ۲۰۲۱
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ Library of Congress authority ID: https://id.loc.gov/authorities/n80038281 — د نشر نېټه: ۵ جولای ۲۰۲۱ — خپرونکی: Library of Congress
  13. https://warheroes.ru/hero/hero.asp?Hero_id=10476
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119234274 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/115109475
  16. (په 15 January 2014 باندې). Sakharov Human Rights Prize 25th anniversary marked in US. Voice of America
  17. "Andrei Sakharov: Soviet Physics, Nuclear Weapons and Human Rights". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Andrei Sakharov - Facts". Nobel Prize. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Sidney David Drell, Sergeǐ Petrovich Kapitsa, Sakharov Remembered: a tribute by friends and colleagues (1991), p. 4
  20. Bonner, Yelena. Об А.Д. Сахарове (په روسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر November 14, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 2, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Греки в Красноярском крае (Материалы из книги И.Джухи "Греческая операция НКВД") (په روسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في April 8, 2010. د لاسرسي‌نېټه November 2, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gennady Gorelik; Antonina W. Bouis (2005). The World of Andrei Sakharov: A Russian Physicist's Path to Freedom. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 356. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195156201. Apparently Sakharov did not need to delve any deeper into it for a long time, remaining a totally nonmilitant atheist with an open heart. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Sidney D. Drell, George P. Shultz (2015-10-01). Andrei Sakharov: The Conscience of Humanity. Hoover Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780817918965. I am unable to imagine the universe and human life without some guiding principle, without a source of spiritual 'warmth' that is nonmaterial and not bound by physical laws. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Nobel Prize Laureates from MSU". Moscow State University (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Mastin, Luke (2009). "Andrei Sakharov - Important Scientists". The Physics of the Universe. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Zaloga, Steve (17 February 2002). The Kremlin's Nuclear Sword: The Rise and Fall of Russia's Strategic Nuclear Forces 1945–2000. Smithsonian Books. کينډۍ:ISBN.
  27. Sakharov, Andrei (1992). Memoirs. Vintage. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0679735953. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Gorelik, Gennady; Bouis, Antonina (2005). The world of Andrei Sakharov: a Russian physicist's path to freedom. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195156201. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)