انډرومېډا (Andromeda) کهکشان هر ژوندي انسان ته دېرش ارواگانې ور رسېږي. څنگه؟ له آدمه تر دې دمه کابو سل ملیارډه انسانانو د ځمکې پر مخ ژوند کړی دی. که د مړیو شمېر پر ژوندیو ووېشو نو هر انسان ته به دېرش ارواگانې ورسېږي. عجبه خو لا دا ده چې د اسمانلار (Milky Way) په نامه زموږ ستورټلېځ (کهکشان) تر ۴۰۰ ملیارډه پورې ستوري لري. یانې، د هر مړي او ژوندي انسان لپاره زموږ په کهکشان کې لږ‌ترلږه څلور ستوری ځلېږي. خو په دې کې هر ستوری یو لمر دی، او هر یو یې زموږ تر دې نږدې او کوشني لمر څو ځله ځلاند او سوځاند دی. او کېدای شي چې زیاتره ستوري یې خپلې سیارې هم ولري. نو د دې خبرې مانا دا شوه چې په اسمان کې ډېر ځای شته؛ او په ډاډ سره ویلای شو چې هر انسان لږترلږه د ځمکې هومره خپل څلور شخصي دوزخونه یا جنتونه درلودای شي.

خیر! زموږ گاونډی کهشکان بیا انډرومېډا (Andromeda) نومېږي. انډرومېډا له ځمکې څخه کابو دوه نیم ملیون نوري کاله واټن لري. داسې ویل کېږي چې دا کهکشان کابو ۱۰۰۰ ملیارډه ستوري لري --- یانې، زموږ تر کهکشان تر دوه واره لا زیات ستوري لري. عجیبه خبره خو دا ده چې انډرومېډا کهکشان ۱۴ پېژندل شوي سپوږمکیانې (satellites) لري. سپوږمکیانې؟ هو. کټ مټ لکه زموږ ځمکه چې یوه طبیعي سپوږمکۍ (سپوږمۍ) لري --- انډرومېډا کهکشان هم ۱۴ پېژندل شوي سپوږمکیانې لري چې پر را څرخي. دې ته د ستورپوهنې په اصطلاح کې (satellite galaxy) وايي. دا سپوږمکیانې په اصل کې کوشني کهکشانونه دي چې په ستورپوهنه کې یې (dwarf galaxies) هم بولي. انډرومېډا له ځمکې څخه په لغړو سترگو هم لیدل کېدای شي --- خو ارمان چې موږ یې له دې ځايه په ستوري خطا کوو. غم مه کوئ! زموږ اسمانلار کهکشان هم نهه پېژندل شوي سپوږمکیانې لري.

تړلې لیکنې سمول

سرچینې سمول