انور خلیل خوجه
انور خلیل خوجه (/ˈhɒdʒə/ HOJ-ə په آلبانیایي کې: [ɛnˈvɛɾ ˈhɔdʒa]؛ زوکړه د ۱۹۰۸م کال د اکټوبر ۱۶مه – مړینه د ۱۹۸۵م کال د اپرېل ۱۱مه) یو آلبانیایی کمونیسټ سیاستوال وو. هغه له ۱۹۴۱م کال څخه تر ۱۹۸۵م کاله د مرګ تر وخته د آلبانیا د کار ګوند لومړی منشي وو. همدارنګه هغه د آلبانیا د کار ګوند د دفتر غړی، د آلبانیا ډیموکراټیکې جبهې مشر او د وسلهوالو ځواکونو عمومي قومندان وو چې له ۱۹۴۴م کال څخه د هغه مړینې پورې تر ۱۹۸۵م کاله پورې یې په هېواد حکومت وکړ. هغه د ۱۹۴۴ تر ۱۹۵۴م کاله پورې د آلبانیا دوه ویشتم لومړی وزیر وو او په بېلابېلو وختونو کې د آلبانیا د خلکو سوسیالیسټ جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د دفاع وزیر وو.[۳][۴]
انور خلیل خوجه | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | تیرانا [۲] |
هديره | تیرانا |
عملي ژوند | |
تعلیم | پاریس پوهنتون |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | البانيايي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
مؤثر | کارل مارکس ، ولادمير ايليچ لېنين ، جوزف سټالين |
خوځښت | اتيزم |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د هسپانيې کورنۍ جګړه ، دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
سمول |
خوجه په ۱۹۰۸م کال کې په جیروکاسټر کې وزېږېد او په ۱۹۳۶م کال کې د ښوونځي ښوونکی شو. په آلبانیا باندې د ایټالیا له برید وروسته، په ۱۹۴۱م کال کې په شوروي اتحاد کې د آلبانیا کار ګوند په تاسیس سره هغوی سره یوځای شو. هغه د ۱۹۴۳م کال په مارچ کې په ۳۴ کلنۍ کې هغه د لومړي منشي په توګه وټاکل شو. د هېواد د آزادېدو څخه دوه کاله وروسته، د پاچا زوګ سلطنت په رسمي توګه لغوه شوه او خوجه د آلبانیا سمبولیک دولت د مشر په توګه واک ته ورسېد.
هغه د خپل ۴۱ کلن حکومت په اوږدو کې، هغه هېواد چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ویجاړ شوی وو، بېرته ورغاوه، د آلبانیا لومړنۍ رېل پټلۍ یې جوړه کړه، د لویانو د باسوادۍ کچه یې له ۵ سلنو څخه ۹۰ سلنو ته ډېره کړه، وباوې یې له منځه یوړې، هېواد ته یې برېښنا راوسته او البانیا یې د زراعتي خپلواکي خوا ته هدایت کړه. هغه همدارنګه مذهب، له هېواد بهر ته سفر او خصوصي مالکیت غیرقانوني اعلان کړل، د آلبانیا ټول مذهبي امکانات یې یا بند کړل یا یې د سیکولري ګټو لپاره وکارول. د هغه په رژیم کې، زرګونه مخالفان اعدام شول او په لسګونو زرو نور کسان د اجباري کار په کمپونو کې زنداني شول.[۵][۶]
د خوجه د دولت ځانګړنه دا وه چې د ۱۹۷۰مې لسیزې له منځ/وروستیو وروسته، د تعدیل ضد په مارکسیزم – لینینیزم، یعنې اسټالینیزم ولاړ وو. په ۱۹۷۶-۱۹۷۸ دوره کې له مائوئیزم څخه د هغه د جلا کېدو وروسته، په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر مائوئیسټي ګوندونو خپل ځانونه هوکسیسټان اعلان کړل. د ګوندونو نړیوال کنفرانس او د مارکسیسټ – لینینسټ سازمانونه (وحدت او مبارزه) د دې ګوندونو ترټولو پېژندل شوي ټولګې دي.
د ژوند لومړي کلونه
سمولخوجه د آلبانیا سویل په جیروکاسټر کې (په هغه وخت کې د عثماني امپراتورۍ یوه برخه وه) وزېږېد، د خلیل خوجه، د جامو توسکي مسلمان سوداګر چې په پراخ ډول یې په ټوله اروپا او متحده ایالتونو کې سفر وکړ، او د چوچي د خور، ګیلیهان (جیلو) خوجه، زوی وو. د هغه تخلص Hoxha په ترکي کې hoca (تلفظ یې hodja) د «استاد» یا «ښوونکي» په معنا ده او په آلبانیا کې ترټولو ډېر دود شوی نوم دی. دا نوم د خواجه له نوم څخه اخیستل شوی چې یو وخت په آلبانیایي ژبه کې په ځانګړې توګه کارول کېده او یوه مسلمان مولا ته اشاره لري، ځکه چې ویل کېږي د هغه ځینې پلرني نیکونه په لوړ ګومان د مسلمانو مولویانو (علماوو) غړي وو. پلار یې په ډېر ویاړ هغه باندې د نامتو عثماني نظامي افسر او د ځوانو ترکانو غړي، انور پاشا، نوم کېښود.[۷]
د خوجه کورنۍ د دروپول کلي څخه سرچینه اخیستې او د بکتاشیانو قبیلې پورې تړلي وو. په ۱۹۱۶م کال کې پلار یې هغه راوړ چې د زال تکې د سلیم بابا څخه د خیر دعا واخلي.[۸][۹]
له ابتداییه زدهکړو وروسته، هغه خپلو زدهکړو ته د لیریا ښارګوټي په ښوونځي کې دوام ورکړ. هغه خپلې زدهکړې په ۱۹۲۳م کال کې د جیروکاسټر په ښوونځي کې پیل کړې. د اکرم لیبوهوا له مداخلې وروسته د ښوونځي له تړل کېدو وروسته، خوجه په کورچه کې، تر ۱۹۳۰م کاله د آلبانیا ملي لیسې فرانسوي ژبې کې، د خپلو زدهکړو دوام لپاره دولتي بورسیه ترلاسه کړه.[۱۰][۱۱]
په ۱۹۳۰م کال کې، خوجه په دولتي بورسیه کې د طبیعي علومو پوهنځي کې د زده کړو لپاره د فرانسې مونټپیلیر پوهنتون ته لاړ، خو د بې پروایۍ له کبله یې د آلبانیا دولتي بورسیه له لاسه ورکړه. هغه وروسته پاریس ته لاړ او هلته یې د زوګیسټ ضد مهاجرینو ته ځان د بحري عمري اوښي په توګه معرفي کړ.[۱۲]
له ۱۹۳۵ تر ۱۹۳۶م کاله په بروکسل کې د آلبانیا په قونسولګرۍ کې د منشي په توګه په کار وګومارل شو. آلبانیا ته له بېرته راتګ وروسته، د تیرانا لوبغالي کې د قراردادي ښوونکي په توګه په کار بوخت شو. خوجه له ۱۹۳۷ تر ۱۹۳۹ کاله د کورچا لیسه کې د فرانسوي ژبې او اخلاق په تدریس بوخت وو او همدارنګه د ښوونځي د کتابتون سرپرست په توګه یې خدمت وکړ.[۱۳]
د ۱۹۳۹م کال د اپرېل په ۷مه، آلبانیا باندې د فاشیسټې ایټالیا لخوا برید وشو. ایټالویانو د شفکت ورلاچي تر مشرۍ لاندې د آلباني سلطنت په نوم یو لاس پوڅی دولت (۱۹۳۹-۱۹۴۳) تاسیس کړ. د ۱۹۳۹م کال په پای کې، هغه د جیروکاسټرا لوبغالي ته ولېږدول شو، خو ډېر ژر تیرانا ته بېرته راغی. د هغه نږدې ملګری، اسات دیشنیکا، چې خوجه یې ابراهیم بیچاکچیو، د دیشنیکا د ترور زوی، ته معرفي کړ له هغه سره مرسته وکړه. خوجه د بیچاکچیو د تنباکو فابریکه «فلورا» کې په کار پیل وکړ او یو څه موده وروسته دیشنیکا په همدې نوم یوه مغازه پرانیستله او هوجه بیا هلته کار پیل کړ. هغه د کورچا د کمونیسټي ډلې خواخوږی وو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
ګوندي ژوند
سمولد ۱۹۴۱م کال د نومبر په ۸مه، د آلبانیا کمونیسټ ګوند (چې وروسته په ۱۹۴۸م کال کې یې نوم د آلبانیا کار ګوند ته بدل شو) تاسیس شو. خوجه د «کورچا ډلې» څخه د یوګوسلاویا دوه استازو لخوا د مرکزي موقعتې کمیټې اووه غړو کې د مسلمانانو استازي په توګه وټاکل شو. د آلبانیا کمونیست ګونډ لومړنۍ مشورتي ناسته د ۱۹۴۲م کال د اپرېل له ۸مې تر ۱۱مې په تیرانا کې ترسره شوه چې د ۱۹۴۲م کال د اپرېل په ۸مه په خپله خوجه اصلي رپوټ وړاندې کړ.[۱۸][۱۹]
د ۱۹۴۲م کال په جولای کې، خوجه د «آلبانیایي بزګرو باندې غږ» ولیکه چې د آلبانیا کمونیسټ ګوند په نوم صادر شو. دا غږ په آلبانیا کې د فاشیستانو په ضد د جګړې ملاتړ جذبولو لپاره وو. بزګران وهڅول شول ترڅو خپلې غلې ذخیره کړي او دولت ته د مالیاتو له ورکړې او د څارویو د محصول ورکړې څخه ډډه وکړي. په پېزه کې د ۱۹۴۲م کال د سپټمبر له کنفرانس وروسته، ملي آزادۍ خوځښت، پرته له دې چې آیډیولوژي او طبقه بندي ته پام وکړي، د فاشیسټ ضد آلبانیایانو د متحد کولو په موخه تاسیس شو.[۲۰][۲۱][۲۲]
د ۱۹۴۳م کال په مارچ کې، د کمونیسټ ګوند لومړني ملي کنفرانس، خوجه په رسمي ډول د لومړي منشي په توګه وټاکه. د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې، په آلبانیا کې د شوروي اتحاد رول ډېر کمرنګی وو. د ۱۹۴۳م کال د جولای په ۱۰مه، آلبانیایي پارتیزانان د قول اردو ګانو، کنډکونو او لواګانو په منظمو واحدونو کې تنظیم شول او د آلبانیا د آزادي پوځ نوم ورکړل شو. دې سازمان د بریټانیا استخباراتي سرویس، SOE څخه نظامي ملاتړ ترلاسه کړ. سپیرو مویسیو د قومندان او خوجه د سیاسي کمیسار په توګه له ټاکل کېدو سره، مرکزي دفتر جوړ شو. یوګوسلاویایي پارتیزانانو ډېر عملي رول درلوده او د بریدونو په پلان کولو او د تدارکاتو په تبادله کې یې مرسته وکړه، خو د هغوی او آلبانیایانو تر منځ اړیکه محدوده وه او لیکونه ډېری وخت ناوخته رسېدل، کله کله به داسې هم کېدل چې پرته له دې چې له یوګوسلاویایي پارتیزانانو سره مشوره وشي ملي ازادي پوځ به وخته یو پلان منلی وو.[۲۳][۲۴]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118553879 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118553879 — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
- ↑ There is uncertainty over Hoxha's true date of birth. Fevziu (2016), p. 10) notes: "No fewer than five different dates are to be found in the Central State Archives [of Albania] alone."
- ↑ 40 Years of Socialist Albania, Dhimiter Picani
- ↑ "Enver Hoxha: Prime Minister of Albania". Encyclopædia Britannica.
- ↑ "İlk ateist devleti kuran diktatör: Enver Halil Hoca". Gzt (in ترکي). 2 October 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 October 2020.
- ↑ "zbulohet-biografia-e-pare-zyrtare-e-enver-hoxhes". panorama (in Albanian). بياځلي په 5 April 2020.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Biography of Baba Rexheb Archived 7 September 2008 at the Wayback Machine.: "[Enver Hoxha was] from the Gjirokastër area and [he] came from [a family] that [was] attached to the Bektashi tradition. In fact, fourteen years before Enver set off for France to study, his father brought him to seek the blessing of Baba Selim. The baba (dervish) was not one to refuse the request of a petitioner and he made a benediction over the boy."
- ↑ Fevziu 2017, p. 22
- ↑ Dervishi 2012, p. 136.
- ↑ Dervishi 2016, p. 188
- ↑ Dervishi 2016, p. 188
- ↑ کينډۍ:Harvard citation no brackets
- ↑ کينډۍ:Harvard citation no brackets
- ↑ Dervishi 2016, p. 189
- ↑ Liri Belishova, interviewed by Elisabeta Ilnica, "E vërteta për Enverin" (The truth about Enver), Panorama newspaper, 13 January 2015.
- ↑ کينډۍ:Harvard citation no brackets.
- ↑ کينډۍ:Harvard citation no brackets,
- ↑ کينډۍ:Harvard citation no brackets.
- ↑ Fischer, Bernd J. (1999). Albania at war, 1939-1945. London: Hurst. pp. 128–29. ISBN 1-85065-531-6. OCLC 42039895.
- ↑ کينډۍ:Harvard citation no brackets.
- ↑ "Of Enver Hoxha And Major Ivanov". The New York Times. 28 April 1985. ISSN 0362-4331. بياځلي په 29 May 2017.
- ↑ Bernd J Fischer. "Resistance in Albania during the Second World War: Partisans, Nationalists and the S.O.E.", East European Quarterly 25 (1991)