الکساندر هرتسن

الکساندر ایوانوویچ هرتسن (په روسي ژبه: Алекса́ндр Ива́нович Ге́рцен، الکساندر ایوانویچ ګرتس؛ ۶ اپرېل ۱۸۱۲ – ۲۱ جنوري ۱۸۷۰ زکال) روسي لیکوال او متفکر و چې د «روسي سیوسیالیزم پلار» په توګه پېژندل کېږي؛ همدارنګه د کرنیز پوپولېزم له اصلي پلارانو شمېرل کېږي (د نارودنیکانو، انقلابي سوسیالېستانو، ترودویکانو او د امریکايي کرنیز پوپولیست ګوند له ایډیالوژیکو اجدادو څخه و). هغه په خپلو لیکنو کې چې ډېری یې په لندن کې د تبعید پر مهال لیکلې، هڅه یې کړې، څو د روسیې په حالت اغېز وکړي چې له امله یې په ۱۸۶۱ زکال کې په روسیه کې د تر ټولو مهمو لیبرال اصلاحاتو لپاره سیاسي فضا رامنځته شوه. هغه خپل مهم ټولنیز رمان څوک ملامت دي؟ (۱۸۴۵- ۴۶ زکال) کې خپور کړ. د هغه خپل ژوند لیک، زما تېر مهال او افکار (۱۸۵۲ – ۱۸۷۰ زکال کې لیکل شوی) د روسيې په ادبیاتو کې د اوټوبیوګرافي ژانر یو له پام وړ بېلګو ګڼل کېږي.[۱۷]

الکساندر هرتسن
(روسي: Александр Иванович Герцен د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الکساندر هرتسن
الکساندر هرتسن

د شخص معلومات
زیږون نوم (روسي: Александр Иванович Герцен د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۵ مارچ ۱۸۱۲[۱][۲]
مسکو [۳][۴][۵]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 9 جنوري 1870 (58 کاله)[۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس [۴][۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت روسي سترواکي
سويس   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف [۱۰]
ليکوال [۱۰][۱۱]
خبريال
سياستوال
ښوونکی   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي [۱۲][۱۳][۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه [۱۵][۱۶]
سياست [۱۵][۱۶]
ادبيات [۱۵][۱۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
الکساندر هرتسن
الکساندر هرتسن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ژوند سمول

هرتسن (یا ګرتسن) د ایوان یاکولف په نامه د یوه بډایه روسي ځمکې لرونکې او له شتوګارت څخه د یوې ځوانې یهودي الاصلې پروتستانت نجلۍ هنریت ویلهمینا لوئیزا هاګ زوی و؛ دوی دواړو واده نه و کړی. یاکولف هغه ته هرزن (په جرمني ژبه هرز) تخلص وټاکه ځکه هغه د ده «د زړه ماشوم و». [۱۸][۱۹]

هغه د سرګئی لوویچ لوویتسکي لومړنی د تره زوی و، چې د روسیې د انځور اخیستنې پلار او د اروپا د انځور اخیستنې له پام وړ مخکښانو، مخترعینو او مبتکرینو بلل کېږي. په ۱۸۶۰ زکال کې لوویتسکي؛ هرزن د یوه مشهور انځور په مرسته هغه تلپاتی کړ.

هرزن په روسیه باندې د ناپیلیون له برید او د مسکو له لنډ مهالي اشغال څخه ډېر لږ وړاندې وزېږېد. پلار یې له ناپیلیون سره له شخصي مرکې وروسته په سن پترزبورګ کې روسي سترواک ته د فرانسویانو د لیک د لېږدولو په منلو سره له مسکو څخه د وتو اجازه ومونده. کورنۍ یې تر روسي کرښو د هغه ملتیا وکړه. [۲۰]

یو کال وروسته، کورنۍ یې بېرته مسکو ته راوګرځېده او تر هغه مهاله چې هرزن د مسکو په پوهنتون کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې، همالته پاتې شول. په ۱۸۳۴ زکال کې، هرزن او د هغه نږدې ملګری نیکولای اوګارف په هغو مراسمو کې د ګډون له امله چې تزار ته په کې د سوکولوفسکي ادبیات لوستل کېدل ونیول شو او محاکمه شو. هغه مجرم و پېژندل شو او په ۱۸۳۵ زکال کې د ختیځې اروپا په شمال کې ویاتکا یا اوسنی کیروف ته تبعید شو. نوموړی تر ۱۸۳۷ زکال پورې همالته پاتې شو، تر هغه مهاله چې د تزار زوی لوی دوک الکساندر ( هغه چې وروسته تزار دویم الکساندر شو) له شاعر ژوکوفسکي سره له دغه ښاره لیدنه وکړه او د هغه له طرفه یې مداخله وکړه. هرزن اجازه ترلاسه کړه، څو ویاتکا د ولادیمیر په قصد پرېږدي او هلته د ښار د رسمي مجلې مدیر مسئول وټاکل شو. په ۱۸۳۷ زکال کې هغه د خپلې عمه لور نتالیا زاخرینا سره په پټه واده وکړ. [۲۱][۲۲]

په ۱۸۳۹ زکال کې هغه آزاد شو او په ۱۸۴۰ زکال کې مسکو ته وګرځېد او هلته یې له ادبي منتقد ویساریون بلینسکي سره ولیدل، هغه چې په کلکه ترې اغېزمن و. له رارسېدو سره سم، نوموړی په سن پترزبوګ کې د کورنیو چارو د وزارت د وزیر الکساندر ستروګانف د منشي په توګه وټاکل شو، خو وروسته له هغه چې د یو پولیس افسر د مړینې له امله یې شکایت وکړ نووګرد ته ولېږل شو او تر ۱۸۴۲ زکال پورې هلته ایالتي سلاکار و. په ۱۸۴۶ زکال کې یې پلار ومړ او په زیاته کچه ارث ورته پاتې شو.

په ۱۸۴۷ زکال کې، هرزن له خپلې مېرمنې، مور او بچیانو سره ایټالیا ته کډوال شول، څو بیا روسیې ته را وه نه ګرځي. په ایټالیا کې د ۱۸۴۸ زکال د انقلاب څخه په خبرېدو پاریس او بیا سویس ته لاړ. هغه د ۱۸۴۸ زکال له انقلابونو ملاتړ وکړ، خو داروپا د سوسیالیستي خوځښتونو له ماتې وروسته په شدت سره ناخوښه شو. هرزن د سیاسي لیکوال په توګه شهرت وموند. د کډوالۍ له امله یې په روسیه کې شمتنۍ کنګل شوې، خو بارون روچلید چې کورنۍ یې ورسره سوداګریزې اړیکې لرلې د دغې پانګې د آزادولو په برخه کې ورسره مرسته او یوازې تش په نامه هغه روچلید ته انتقال شوه. [۲۲]

هرزن له خپلې مېرمنې نتالیا څلور ماشومان لرل. د هرزن مور او یو زوی یې په ۱۸۵۱ زکال کې د بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې له منځه لاړل. د هغه ښځې له جرمني شاعر ګئورګ هرویګ سره نامشروع اړیکه پیدا کړه او په ۱۸۵۲ زکال کې د تبرکلوز د ناروغۍ له امله مړه شوه. همدغه کال هرزن جینیوا د لندن په مقصد پرېښود او هلته د ګڼو کلونو لپاره پاتې شو. هغه د خپلې لوڼو د د روزنې په موخه Malwida von Meysenbug استخدام کړه. هغه د آزدې روسیې له مطبوعاتو سره چې په ۱۸۵۳ زکال کې یې بنسټ کېښودل شو، هڅه وکړه د روسیې په اوضاع اغېز وکړي او د روسي بزګرانو وضعیت ښه شي، هغه موضوع چې د ده اصلي آیډیال وه.[۲۳][۲۲][۲۴]

په ۱۸۵۶ زکال د هغه پخوانی ملګری نیکولای اوګارف له ده سره په لندن کې یوځای شو. دوی په ګډه سره په روسي اخبار کولکول (زنګ) کې کار وکړ. ډېر ژر هرزن د اوګارف له مېرمنې، ناتالیا توچکووا له مېرمنې سره چې د  جګړې د اتل جنرال توچکوف لور وه عاشقانه اړیکه پیدا کړه. توچوکوا د هرزن درې نور ماشومان هم دنیا ته راوړل. اوګارف ځانته نوې مېرمن پیدا کړه او د هرزن او اوګارف ملګرتیا هماغسې له یوبل سره پاتې شوه.[۲۵]

هرزن د یو څه مودې لپاره په لندن کې د کارګرانو نړیواله ټولنه مدیریت کړه او انقلابي کړیو په ځانګړې توګه له باکونین او مارکس سره یې ښه وپېژندل. په لندن کې د اوسېدنې پر مهال د هرزن نوم د «افشا کولو» له امله د ټولو په خوله و، هغه مهال چې باکونین په تازګۍ لندن ته له سایبریا څخه له تبعیده را تښتېدلی و، وویل چې مارکس هغه د یو روسی عامل په توګه تورونوي؛ په حقیقت کې دوی دواړه په ډېرو ښو شرایطو کې و.[۲۶][۲۷]

په ۱۸۶۴ زکال کې، هرزن جنیوا ته راوګرځېد او له یوه مهاله وروسته پاریس ته لاړ او هلته د تبرکلور ناروغۍ له امله په ۱۸۷۰ زکال کې مړ شو. په پیل کې په پاریس کې خاورو ته وسپارل شو خو یوه میاشت وروسته یې مړی نایسي ته ولېږدول شو.[۲۸]

سیاسي ځایګی سمول

هرزن په ۱۸۴۸ زکال کې د ویساریون بلینسکي له مړینې وروسته لویدیځ پلوه نظریات ترویج کړل. هغه د ولټر، شیلر، سن سیمون، پرودون او په ځانګړې توګه د هیګل او فویرباخ تر اغېز لاندې و. هرزن د یو لیبرال په توګه په کار پیل وکړ خو وروسته په مخ پر زیاتېدوني ډول یې سوسیالېزم ومانه. هغه په ۱۸۴۷ زکال کې د تل لپاره روسیه پرېښوده، خو په لندن کې له ۱۸۵۷ زکال څخه تر ۱۸۶۷ زکال پورې د هغه خپرېدونکی اخبار کولوکول په پراخه کچه لوستونکي لرل. هرزن د فرانسې د انقلاب او جرمني آیډیالېزم نظریات سره ترکیب کړل. هغه د بورژوایي او منځنۍ طبقې له ارزښتونو څخه بېزاري څرګندوله او د کروندګرو ترمنځ د اصالت په لټه کې و. هغه د روسي وګړو د ازادېدو په موخه مبارزه وکړه او له ۱۸۶۱ زکال وروسته یې د اساسي حقونو، د ځمکې د ګډ مشترک او د خلکو له خوا د حکومت لپاره غوښتنې زیاتې کړې.[۲۹]

سرچينې سمول

  1. سرليک: Герцен, Александр Иванович — نشرونه لخوا د: Russian Biographical Dictionary, Volume 5
  2. دوتنه: Konstantin Ivanovich Arabazhin — سرليک: Герцен-Искандер, Александр Иванович — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume VIIIа, 1893
  3. پیوستون : 118639218  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ پیوستون : 118639218  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Герцен Александр Иванович — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  5. پیوستون : 118639218  — سرليک: Герцен, Александр Иванович — نشرونه لخوا د: Russian Biographical Dictionary, Volume 5
  6. دوتنه: Konstantin Ivanovich Arabazhin — سرليک: Герцен-Искандер, Александр Иванович — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume VIIIа, 1893 — ارزښت: 9 (21) января 1870 г. † от воспаления легких в Париже, куда незадолго перед тем прибыл по своим семейным делам.
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119047551 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119047551 — دوتنه: William Ralston Shedden-Ralston — سرليک: Hertzen, Alexander — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition — ارزښت: In 1864 he returned to Geneva, and after some time went to Paris, where he died on the 21st of January 1870.
  9. دوتنه: William Ralston Shedden-Ralston — سرليک: Hertzen, Alexander — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition
  10. https://cs.isabart.org/person/35589 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119047551 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk20201077049 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  14. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601764 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk20201077049 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  16. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601764 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  17. (په 2007-02-25 باندې). Rediscovering Alexander Herzen.
  18. 1911 Encyclopædia Britannica, Volume 13 Hertzen, Alexander
  19. Constance Garnett, note in Alexander Herzen, My Past and Thoughts (Berkeley: University of California Press, 1982), 3, n1.
  20. Shedden-Ralston 1911، ص. 402.
  21. Letters from France and Italy, 1847–1851
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ۲۲٫۲ Shedden-Ralston 1911، ص. 403.
  23. E.H. Carr, The Romantic Exiles (Harmondsworth, Penguin Books, 1949) p. 91.
  24. (په 2007-02-25 باندې). Rediscovering Alexander Herzen.
  25. Moss, Walter G. (2002-03-01). Russia in the Age of Alexander II, Tolstoy and Dostoevsky (په انګلیسي ژبه کي). Anthem Press. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780857287632. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Leier, Mark (2006). Bakunin: The Creative Passion. Seven Stories Press. د کتاب پاڼې 180. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58322-894-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Franz Mehring: Karl Marx (Chap.13a)". www.marxists.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Carr, 1933
  29. Vladimir K. Kantor, "The tragedy of Herzen, or seduction by radicalism." Russian Studies in Philosophy 51.3 (2012): 40-57.