الکساندر برکمن

الکساندر برکمن (۲۱ نومبر ۱۸۷۰ – ۲۸ جون ۱۹۳۶ زکال) روسي الاصله امریکايي انارشیست او لیکوال و. نوموړی د شلمې پېړۍ په پیل کې د انارشیستي خوځښت مخکښ غړی و چې هم یې د خپلو سیاسي کړنو او هم خپلو لیکنو له امله شهرت موندلی و.

الکساندر برکمن
(روسي: Александр Осипович Беркман د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الکساندر برکمن

د شخص معلومات
زیږون نوم (روسي: Овсей Осипович Беркман د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۱ نومبر ۱۸۷۰[۱]
مړینه 28 جون 1936 (66 کاله)[۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د روسيې سترواکي
د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد
د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری اېما ګولډمن  د (P451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه
روسي
انگليسي[۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
الکساندر برکمن

برکمن د روسیې دسترواکۍ د ویلینا سیمې (اوس مهال د لیتوانیا، ویلنوس سیمه) په یوه یهودي کورنۍ کې وزېږېد او په ۱۸۸۸ زکال کې متحده ایالاتو ته کډوال شو. هغه په نیویارک ښار کې ژوند وکړ او همالته له انارشیست خوځښت سره مل شو. هغه یو مهال په انارشیستې ایما ګولډمن مین و او بیا د هغې تلپاتی ملګری شو. په ۱۸۹۲ زکال کې، هغه د اعمالو له مخې د تبلیغ په موخه د هومستډ اعتصاب پر مهال د سوداګر هنري کلي فریک د ترور هڅه وکړه، خو بریالی نه شو او د هماغه له امله یې ۱۴ کاله په بند کې تېر کړل. له زندان څخه د هغه تجربه له بند څخه د یوه انارشیست د خاطراتو (Prison Memoirs of an Anarchist) په نوم د هغه لومړنی کتاب و.

له بند څخه له خوشي کېدو وروسته، برکمن د مورنۍ خاورې (Mother Earth) په نوم د ګولډمن د انارشیستي مجلې د مدیر مسئول په توګه کار وکړ او بیا یې وروسته د چاودنې (The Blast) په نوم خپله مجله تاسیس کړه. په ۱۹۱۷ زکال کې برکمن او ګولډمن دواړه د تازه وضع شوي پرېکړه لیک پر وړاندې د توطئې په تور په دوه کاله بند محکوم شول. له بند څخه له خوشي کېدو وروسته – له سلګونو نورو کسانو سره – روسیې ته تبعید شول. برکمن او ګولډمن په پیل کې د هغه هېواد له بلشویکي انقلاب څخه ملاتړ وکړ، خو ډېر ژر پښېمانه شول او د واک د ترلاسه کولو او نورو انقلابیونو د ځپلو په موخه یې د شوروي له خوا له ترور څخه د ګټنې پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ. هغوی د ۱۹۲۱ زکال په وروستیو کې شوروي اتحاد پرېښود او او په ۱۹۲۵ زکال کې یې د خپلو تجربو کتاب د بلشویکي اسطورې (The Bolshevik Myth) تر نامه لاندې خپور کړ.

هغه مهال چې په فرانسه کې هستوګن و، برکمن له انارشیستي خوځښت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړ او د انارشیستي کلاسیک اصولو د ښوولو په موخه یې فعالیت کاوه: اوس او وروسته: د کمونیستي انارشیزم د الفبا (Now and After: The ABC of Communist Anarchism) په نامه یې  کتاب ولیکه. برکمن د ناوړه روغتیايي حالت لرلو له امله په ۱۹۳۶ زکال کې ځان وواژه.

ژوندسمول

لومړني کلونهسمول

اووسی اوسیپوویچ برکمن د لیتوانیا په ویلینوس ښار (هغه مهال ویلینا نومېده او د روسیې په سترواکۍ کې د ویلینا ایالت برخه و) وزېږېد. هغه د یوې یهودي لیتوانیايي کورنۍ څلورم او کوچنی زوی و. د هغه پلار اوسیپ برکمن د چرم یو بریالی سوداګر او مور یې، یتا برکمن (کورنی نوم یې ناتانسون و) له یوې بډایې کورنۍ څخه وه. [۶][۷][۸]

په ۱۸۷۷ زکال کې اوسیپ برکمن ته د یوه بریالي سوداګر په توګه دا حق ورکړل شو چې د روسیې په سترواکۍ کې یهودیانو ته له ځانګړې شوې محدودې سیمې کډه کولای شي. د هغه کورنۍ سن پترزبرګ ته کډه وکړه، هغه ښار چې هلته وړاندې د یهودانو ژوند کول منع و.په اووسي یې هلته  د الکساندر روسي نوم کېښود. هغه د کورنۍ او ملګرو ترمنځ په ساشا نوم پېژندل کېده. برکمنان د اوړي په یوه کور کې د خدمت کوونکو په لرلو آرامه ژوند تېراوه. برکمن جمنازیوم ته شامل شو او هلته یې د سن پترز برګ له مخکښو ځوانونو سره یوځای کلاسیکې زده کړې وکړې.[۹]

برکمن په ځوانۍ کې د مخ پر ودې راډیکالیزم تر اغېز لاندې و، چې د روسیې په پلازمېنې کې یې د کارګرانو ترمنځ وده لرله. د سیاسي ترورونو کچه په ۱۸۸۱ زکال کې د بم په چاودنې چې تزار دویم الکساندر په کې ووژل شو، خپل اوج ته ورسېده. په ورته مهال د هغه کورنۍ اندېښمنه وه – د هغوی اندېښنه سمه وه، هماغه ډول چې څرګنده شوه – چې کېدای شي د تزار مړینه به د یهودیانو او نورو لږه کیو ډلو د ځپلو لامل شي، برکمن هم د هماغه مهال د راډیکال نظریاتو له دې ډلې له پوپولیزم او نیهیلیزم سره لېوالتیا پیدا کړه. هغه مهال چې د هغه د خوښې وړ ماما مارک نتانسون د انقلابي چارو له امله په اعدام محکوم شو، ډېر خواشیني شو. [۱۰]

وروسته له هغه چې برکمن تازه ۱۲ کلن شو، پلار یې مړ شو. د هغه کار او کسب باید پلورل شوی وای او کورنۍ یې هم په سن پترزبورګ کې د ژوند کولو حق له لاسه ورکړ. مور یې یتا کورنۍ کونو ته چېرې چې د هغه ورور ناتان ژوند کاوه یووړه. برکمن د ژمناستیک د زده کوونکي په توګه په جمنازیوم کې کلکه ژمنه کړې وه چې خپلو زده کړو ته به دوام ورکوي، خو د وخت په تېرېدوسره هغه د رمان په لوستولو خپل وخت تېرول پیل کړل.  یو له هغو کتابونو څخه چې د ده د پام وړ وګرځېد، د ایوان تورګنیف د پلرونو او زامنو (Fathers and Sons) ناول (۱۸۶۲ زکال) و چې نهیلیسي فلسفي بحث په کې شوی و، خو هغه کتاب چې په رښتیا یې هغه راوپاروه، د نیکولای چرنیشفسکي د ۱۸۶۳ زکال ناول ، څه باید وکړو؟ (What Is to Be Done?) و. برکمن احساس کاوه چې له مخکښ اتل رحمتوف څخه یې الهام اخیستی چې لېوالیتا یې لرله، شخصي خوښۍ او کورنۍ اړیکې د خپلو انقلابي موخو په لار کې قرباني کړي.[۱۱]

ډېر ژر برکمن په ښوونځي کې له هغې ډلې سره مل شو، چې انقلابي ادبیات یې لوستل او د هغو په اړه یې بحث کاوه، هغه ادبیات چې د نوي تزار درېیم الکساند د واکمنۍ پر مهال ممنوع و. هغه به ممنوعه مطالب د نورو زده کوونکو ترمنځ وېشل او یو شمېر راډیکالې لیکنې به یې کولې او له ښوونځي څخه په غلا کړو وسایلو به یې چاپ کولې. هغه د «خدای شتون نه لري» تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کړه چې د «وخته وړاندې بې خدايي، خطرناکو لېوالتیاوو او انقیاد» له امله د تنبیه په ډول په یو کال ټیټ ټولګي کې کېنول شو. [۱۲]

د برکمن مور په ۱۸۸۷ زکال کې مړه شوه او د هغه ماما ناتان ناتنسون د هغه مسئول شو. برکمن به ناتانسون ته د نظم ساتلو او له شخړو څخه د مخنیوي لپاره د لېوالتیا له امله سپکاوی کاوه. ناتانسون نه پوهېده چې د برکمن په راډیکال نظریاتو کې له څه سره لېوالتیا ده او اندېښنه یې لرله چې برکمن به د کورنۍ د شرم لامل وګرځي. د همدغه کال په وروستیو کې برکمن، د ښوونځي د ازموینو د پوښتنو په غلا او یو کارګر ته په رشوت ورکولو ونیول شو. هغه یې له ښوونځي ویوست او هغه یې «نیهلېست توطیه کوونکی» وباله.[۱۳]

برکمن پرېکړه وکړه چې متحده ایالاتو ته کډوال شي. هغه مهال چې ورور یې د طبي زده کړو په موخه په ۱۸۸۸ زکال کې جرمني ته ته، برکمن له دغې موکې څخه ګټنه وکړه، له هغه سره یې د لارې ملتیا وکړه او له هغه ځایه نیویارک ښارته لاړ. [۱۴]

نیویارک ښارسمول

برکمن نیویارک ته له رسېدو سره سم چېرې چې هغه هېڅوک نه پېژندل او په انګلیسي یې هم خبرې نه شوې کولای، له هغو ډلو سره په ملتیا چې په ۱۸۸۶ زکال کې یې د های مارکېټ په بم اېښودلو کې د محکوم کسانو د آزادۍ لپاره هڅې کولې، په یو انارشېست واوښت. هغه په متحده ایالاتو کې د آزادۍ د مخکښانو په نامه لومړي یهودي انارشېست ډلې سره یوځای شو. دغه ډله د کارګرانو نړیوالې ټولنې ته چې د های مارکېټ تورن کسان ورته اړوند و، اړونده وه، هغو چې د های مارکیټ کسان یې شهیدان بلل. له دې امله چې د دغې ډلې ډېری غړو د جامو د صنعت په برخه کې کار کاوه، د آزادۍ مخکښانو ډلې د جامو جوړوونکو شرکتونو پر وړاندې په اعتصاب کې ونډه واخیسته او په دغه ښار کې یې د لومړۍ یهودي کارګري اتحادیې جوړېدو ته لار برابره کړه. ډېر وخت یې و نه نیو چې برکمن د دغه سازمان په یو مخکښ کس واوښت.[۱۵]

ډېر ژر برکمن په متحده ایالاتو کې د مخکښ انارشېست یوهان ماسټ تر اغېز لاندې راغی چې د اعمالو له لارې د پروپاګند او تبلیغ پلوی و؛ هغه هڅه یا تاوتریخوالی چې یاغیتوب ته د ټولګو د هڅولو په موخه ترسره کېږي. هغه د ماسټ ورځپاڼې فریهیټ (Freiheit) ټایپ کوونکی شو. [۱۶][۱۷]

سرچينېسمول

  1. پیوستون : 118509624  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118509624 — د نشر نېټه: ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11891444h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66w9r5d — subject named as: Alexander Berkman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11891444h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. Newell, p. v.
  7. Walter, p. vii.
  8. Avrich and Avrich, Sasha and Emma, p. 7.
  9. Avrich and Avrich, Sasha and Emma, p. 8.
  10. Avrich and Avrich, Sasha and Emma, pp. 9–11.
  11. Avrich and Avrich, Sasha and Emma, pp. 11–13.
  12. Avrich and Avrich, Sasha and Emma, pp. 13–14.
  13. Avrich and Avrich, Sasha and Emma, p. 14.
  14. Avrich and Avrich, Sasha and Emma, pp. 18–19.
  15. Avrich and Avrich, Sasha and Emma, pp. 19–20, 23–25.
  16. Pateman, p. iii.
  17. Newell, p. vi.