د 1917 کال د جاسوسۍ قانون
د 1917 کال د جاسوسۍ قانون، د متحده ايالاتو يو فدرالي قانون دی، چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې د متحده ايالاتو له ګډون ډېر ژر وروسته، د 1917ز کال د جون په 15 نېټه نافذ شوی دی. د کلونو په اوږدو کې دې قانون ګڼ تعديلات منځ ته راوړل شوي دي. اصلاً دې قانون ته د متحده ايالاتو د دستورالعمل (جګړه او ملي دفاع) په 50 عنوان کې ځای ورکړل شوی و؛ خو اوس د 18 عنوان (جرم او جنايي کړنلاره) لاندې رامنځ ته شوی دی. په ځانګړي ډول، د متحده ايالاتو 18 دستور العمل، 37 څپرکی (د متحده ايالاتو 18 دستور العمل، 792 برخه او د هغې په تعقيب).
د دې قانون موخه په پوځي عملياتو او جلب او جذب کې د لاسوهنې منع کول و، تر څو په پوځ کې د سرکښۍ (نافرمانۍ) مخه ونيسي، او د جګړې پر مهال د متحده ايالاتو د دوښمنانو د ملاتړ مخنيوی وکړي. په 1919ز کال کې، د متحده ايالاتو سترې محکمې د متحده ايالاتو په وړاندې د Schenck په قضيه کې پرېکړه وکړه چې دا قانون د هغو خلکو د بيان له ازادۍ سرغړونه نه ده، چې د دې قانون د مادو تر مخې تورن شوي وي. له هماغه مهال راهيسې د دې قانون له قانونيت، د بیان له ازادۍ سره د هغې له اړيکې، او د دې قانون د ژبې له معنا سره بيا بيا مخالفت ښودل شوی دی.
په هغو افرادو کې چې د دې قانون تر مخې په جرمونو تورن بلل شوي وو، د اتريش د امريکايي ټولنپال کانګريس غړی او د ورځپاڼې مدير «ويکټر ايل برجر»، د کارګرو مشر او د امريکا د ټولنپال ګوند پنځه ځلې نوماند «يوجين وي ډيبس»، انارشيست «ایما ګولډمين» او «اليګزانډر برک مين»، د «Watch Tower Bible & Tract Society» (يو مذهبي ګوند دی) پخوانی رئیس «جوزف فرانکلن رودرفورډ»، کمونستان «جوليس» او «ايتهل روزنبرګ»، د پنټاګان د پټو اسنادو خپرونکی «ډانيال ايلسبرګ»، د کيبل ګيټ د رازونو افشا کونکی «چيلسي ميننګ»، د ويکي ليک بنسټ ايښودونکی «جولين اسانج»، د دفاعي استخباراتو ادارې کارکونکی «هنري کايل فريس»، د ملي امنيت ادارې (NSA) قراردادي د رازونو خپرونکی «ايډورډ سنوډن»، او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ شامل دي. د «رودر فورډ» محاکمه د استئناف پر بنسټ لغوه کړای شوې وه. که څه هم د دې قانون تر ټولو ډېرې لانجمنې برخې، د تعديلاتو یوه ټولګه چې عموماً د 1918 کال د فتنې قانون بلل کېږي، د 1920ز کال د ديسمبر په 13 نېټه منسوخې شوې وې، بیا هم د جاسوسۍ اصلي قانون ثابت پاتې کړای شوی و. د 1921 او 1923 کلونو تر منځ، ولسمشرانو هر يو «واردن هارډنګ» او «کيلون کولج» ټول هغه کسان خوشې کړل چې د فتنې او جاسوسۍ د قوانينو تر مخې محکوم شوي وو.[۱][۲][۳]
تصويب
سمولد 1917ز کال د جاسوسۍ قانون او له دوښمن سره د سوداګرۍ قانون، په 1917ز کال کې لومړۍ نړيوالې جګړې ته د متحده ايالاتو له ننوتلو ډېر ژر وروسته تصويب کړای شول. دا قانون د 1911ز کال د دفاعي رازونو د قانون پر اساس جوړ شوی و، په ځانګړي ډول له دې تصوراتو سره چې له يو چا څخه معلومات تر لاسه کول يا يو داسې چا ته د "ملي دفاع"اړوند معلومات ورکول چې دا شخص د دې معلوماتو د تر لاسه کولو "حق نه لري". د جاسوسۍ قانون د 1911 د قانون په پرتله ډېرې سختې سزاوې تحميل کړې، چې د مرګ سزا هم پکې شامله وه.
ولسمشر «وډرو ولسن» د 1915ز کال د ديسمبر په اومه نېټه د کانګريس ګډې غونډې ته په خپله وينا کې له کانګريس څخه د قانون جوړولو غوښتنه وکړه:[۴]
د متحده ايالاتو داسې اتباع شته، زه شرمېږم چې دا ومنم، چې د نورو بيرغونو لاندې زېږېدلي دي، خو زموږ د تابعيت د سخاوتمندانه قوانينو تر مخې هغوی ته د امريکا د بشپړې ازادۍ او فرصت تر مخې هرکلی ويل شوی دی، چا چې زموږ د ملي ژوند په رګونو کې د خيانت زهر خپاره کړي دي؛ چا چې زموږ د حکومت د واک او ښه نوم د بدنامولو هڅه کړې ده، زموږ د صنعتونو د ويجاړولو کوښښ يې کړې دی، په هر هغه ځای کې کوم چې دوی د خپلو غچ اخيستونکو موخو لپاره په هغې برید کول او زموږ د سياست د بهرنيو دسيسو لپاره د استعمال کولو په موخه اغېزناک بللي دي...زه له تاسوغوښتنه کوم چې داسې قوانين ژر تر ژره تصويب کړئ، او په داسې کولو سره د دې احساس وکړئ چې زه له تاسو هيله لرم چې د ملت د وياړ او عزت د خوندي کولو څخه کم هېڅ ونه کړئ. د هيلې، خيانت او ګډوډۍ د داسې مخلوق ځپل پکار دي. دوی ډېر نه دي، خو سخت خطرناک دي، او زموږ د ځواک لاسونه بايد دوی سمدستي بند کړي. دوی د املاکو د ويجاړولو لپاره دسيسې جوړې کړې دي، د حکومت د بې پري توب پر ضد يې سازشونه کړي دي، هغوی د حکومت د هرې پټې معاملې د لټون هڅه کړې ده، تر څو زموږ د هغو ګټو خدمت وکړي چې زموږ لپاره پردۍ دي. دا شونې ده چې د دا ډول شيانو سره په اغېزناک ډول چلند وشي. زه د هغو شرايطو وړانديز کولو اړتيا نه وينم، په کومو سره چې له هغوی سره مقابله کېدای شي.
کانګريس په کرار مخ په وړاندې ولاړ. ان له هغې وروسته هم چې متحده ايالاتو له المان سره ديپلوماتيکې اړيکې پرې کړې، کله چې د سنا مجلس د 1917ز کال د فبرورۍ په شلمه نېټه يوه نسخه تصويب کړه، نو دې مجلس د کانګريس د هغه مهال د شته ناستې له پای ته رسېدو مخکې هغې ته رايه ورنه کړه. د 1917ز کال د اپريل په مياشت کې د جګړې له اعلان وروسته، دواړو مجلسونو د «ولسن» د ادارې د مسودو د نسخو په اړه بحث وکړ، په کومو کې چې د رسنيو سانسور کول هم شامل و. دې مادې مخالفت پیدا کړ، نيوکه کونکو تور پورې کړ چې دې 'له مخکې څخه د بنديز" سيستم جوړ کړی او ولسمشر ته يې غېر محدود واکونه ورکړي دي. د اونيو وقفه يي بحثونو څخه وروسته، د سنا مجلس له 39 څخه د 38 رايو په ورکولو سره، د يوې رايې په توپير د سانسور ماده لېرې کړه. «ولسن» بيا هم د دې پر اړتيا ټينګار وکړ: "پر رسنیو د سانسور د واک استعمال کولو اختيار د ولسي خونديتابه لپاره ډېر اړين دی"، خو د 1917ز کال د جون په پنځلسمه نېټه يې د سانسور کولو د مادو پرته، له هغې وروسته قانون لاسليک کړ، چې په همدې ورځ کانګريس دا قانون تصويب کړ.[۵][۶][۷][۸][۹]
لوی څارنوال «تامس واټ ګريګوري» د دې قانون د تصويب ملاتړ وکړ، خو دا يې يو جوړجاړی وباله. په ګانګريس کې د ولسمشر سيالانو وړانديز کړی و چې د المان ملاتړو فعاليتونو د څارنې مسئوليت، که هغه جاسوسي وي، يا کوم ډول خيانت، دې له عدليې وزارت څخه د جګړې وزارت ته واړول شي، او د شکمن قانوني نوعيت پوځي محکمې دې جوړې شي. د دې پايله کې جوړېدونکی قانون د دوی د هيلې څخه ډېر زیات جارحانه او د بنديزونکو وضع و، خو دې د جګړې مخالف هېوادوال غلي کړل. د عدليې وزارت افسران، کومو چې د دې قانون لپاره ډېره کمه لېوالتيا درلوده، له دې سره سره، هيله من و چې د دېرو قضيېو پر مخ وړلو پرته به د هغو خلکو په وړاندې د ډېرو دولتي اقداماتو د ولسي غوښتنو په غلې کولو کې مرسته وشي، د چا په اړه چې فکر کېدو پوره هيوادپال نه دي. د رسنيو د سانسور لپاره اجرائيوي څانګې ته واک ورکونکي قانون کې «ولسن» له خبرې محروم کړای شو، خو کانګريس د پوسته خانې له لارې د چاپ شويو موادو د وېش د مخنيوي لپاره ماده شامله کړه.[۱۰][۱۱]
دې دا جرم وباله:
- د متحده ايالاتو د وسله وال پوځ په عملياتو يا برياليتوب کې د لاسوهنې يا د دوښمنانو برياليتوبونو د ترويج کولو په نيت د معلوماتو رسول. د دې سزا يا مرګ و، يا لږ تر لږه د دېرشو کلونو لپاره بند، يا دواړه.
- د متحده ايالاتو د پوځي يا سمندري ځواکونو په فعاليتونو يا برياليتوب کې د لاسوهنې په نيت سره د ناسمو راپورونو يا ناسمو بيانونو ورکول، يا کله چې متحده ايالات په جنګ کې وي، نو د دوښمنانو بريالبتوب ته د شهرت ورکولو لپاره، چې د نا فرمانۍ، خيانت، بغاوت، له دندې انکار د لامل ګرځېدو يا يې د لامل ګرځېدو هڅه کول، يا په قصدي ډول د متحده ايالاتو د جلب او جذب او شاملېدو په خدماتو کې خنډ پیدا کول. د دې سزا زيات نه زیات 10000 امریکايي ډالره جرمانه يا لږ تر لږه شلو کلونو لپاره بند يا دواړه وه.[۱۲]
سرچينې
سمول- ↑ Rogerson, Alan (1969), Millions Now Living Will Never Die, Constable, London, ISBN 0-09-455940-6, full text at [۱]
- ↑ Vaughn, Stephen L. (ed.) (2007), Encyclopedia of American Journalism, Routledge, London, ISBN 0415969506, p. 155.
- ↑ Peterson and Fite, (1957), pp 277-284.
- ↑ Moynihan, Secrecy. 89
- ↑ Moynihan, Secrecy, 90–92
- ↑ Harold Edgar and Benno C. Schmidt Jr., "The Espionage Statutes and the Publication of Defense Information", Columbia Law Review. v. 73. no. 5, May 1973, 950–951
- ↑ Moynihan, Secrecy, 92–95
- ↑ Moynihan, Secrecy, 96
- ↑ "History.com: This Day in History — June 15, 1917: U.S. Congress passes Espionage Act". History.com. Archived from the original on March 13, 2013. نه اخيستل شوی December 29, 2012.
- ↑ Geoffrey R. Stone, Perilous Times: Free Speech in Wartime from the Sedition Act of 1798 to the War on Terrorism (New York: W. W. Norton & Company, 2004), 231–232
- ↑ David M. Kennedy (2004). Over Here: The First World War and American Society. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-517399-4.
- ↑ Ann Hagedorn, Savage Peace: Hope and Fear in America, 1919 (New York: Simon & Schuster, 2007), 29