افغان بېسيم
افغان بېسيم په افغانستان کې يو مخابراتي اپراتور دی چې په دې هېواد کې د پراخو اينټرنټي او نښلېديزو چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره يې لومړنی ځای خپل کړی. افغان بېسيم لومړنی مخابراتي شرکت دى چې په هېواد کې يې د ګرځنده ټلیفون خدمتونه دود کړل. دا شرکت توانېدلى د افغانستان په سلو کې ۸۵٪ برخو ته خپل خدمتونو پراخ کړي.
عمومي مالومات | |
---|---|
هېواد |
بنسټګر |
---|
وېبپاڼه |
---|
په دې شرکت کې شاوخوا ۸۰۰۰ [۱] تنو ته په مستقيمه توګه د کار زمينه برابره شوې او زرګونه نور په غير مستقيم ډول په دې شرکت کې کار کوي. دا شرکت په مايکروويف او GPRS سيستمونو سمبال دى، د موبايل له لارې خلکو ته د چټک اينټرنټ اسانتيا هم لري.
رامېنځته کېدل
افغان بيسيم، د بيسيم له لارې د افغانستان د نښلونې له پاره د ګرځنده ټلېفون د خدماتو لومړنى شركت دى. دا شرکت د احسان الله بیات په مشرۍ په کال ۲۰۰۲ کې په کار پیل وکړ.
د جګړې څخه وروسته افغانستان د بيا رغونې له ستونزمنې چارې سره لاس په ګريوان شو چې پدې لړ كې د مخابراتي سكتور بيا رغونه په لومړي سر كې وه. افغان بيسيم چې د نړيوال ټلېفون سيسټم شركت (TSI) لخوا جوړ او د پام وړ پرمختګ ور په برخه شو، تر ټولو زيات دې ته لېوال وه چې د هېواد په بيارغونه كې تر ټولو زياته فعاله ونډه واخلي. نن ورځ دا شركت د پرمختګ هغو پړاونو ته آسانتیاوې رسوي چې د خپل كار په پيل كې يې په پام كې نیولي وو.
چوپړتیاوې او پراختيا
افغانستان بېسيم تقريباً ټول افغانستان تر پوښښ لاندې راولي.
چوپړتیاوې:
- نښلېديزې چوپړتیاوې
- چټک اينټرنټ
- سوپر وای فای
- او نور
سرچینې
- ↑ https://web.archive.org/web/20170601192117/http://spectrum.ieee.org/tech-talk/telecom/wireless/afghan-wireless-launches-first-4g-lte-network-in-afghanistan