احسان الله بیات

افغان سوداګر

احسان الله بیات (د جولای په 15مه په 1963ز کې زېږېدلی) یو افغان امریکایی سوداګر دی چې د بیات ګروپ بنسټګر او د افغانستان يوه لوی خصوصي شرکت افغان بېسيم رییس دی.

احسان بيات
بيات په 2014 کې
بيات په 2014 کې
بيات په 2014 کې

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۵ جولای ۱۹۶۳
غزني، افغانستان
تابعیت امريکا، افغانستان
عملي ژوند
کار/مسلک CEO of Bayat Group
وېبپاڼه
وېبپاڼه رسمي ویب پاڼه

شخصي ژوند او زده کړې

سمول

بيات د غزني ولايت په يوې اطرافي او دښتي سيمه کې زېږېدلی دی چې بيا وروسته کابل ته کډه شوی او هلته يې په استقبال عالي لیسې کې په زده کړو پیل کړی. بيات چې کله وزېږېد مور او پلار يې نوم جاغوري کېښود، خو کله چې نوموړی لوی شو خپل نوم یې په خپله خوښه احسان الله کېښود.

په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې [۱] پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال بیات د نږدې کورنۍ په مرسته نیویارک ته کډوال شو. بیات له 1982 څخه تر 1986 پورې د نیوجرسي ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ (NJIT) کې زده‌ کړي وکړې، او همالته يې د انجینرۍ په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. د NJIT څخه د فراغت وروسته، هغه د سوداګرۍ په برخه کې کار پیل کړ، د بریالي وارداتو / صادراتو او د عمده پلور خوراکي توزیع شرکتونه یې تاسیس کړل.

بیات د پوهنتون له فراغت وروسته د افغانستان سره نږدېوالی وښود او له نږدې شناخته ګانو سره يې اړيکې قوي کړې. تر دې چې په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.

بيات د دومره عمر په تېرېدو په يو پوخ سوداګر بدل شوی وو تر دې‌ چې په اماراتو کې يې لوی تجارتي شرکتونه پرانيستي وو. نوموړی چې کله افغانستان ته راغی ډېر شرکتونه يې جوړ کړل او په افغانستان کې يې سوداګري پيل کړه. همداراز نوموړي د امريکاييانو او حامد کرزي په مالي او تخنيکي مرسته د افغان بېسيم مخابراتي شرکت هم پرانيست چې دا مهال يو له غوره مخابراتي شبکو څخه ګڼل کېږي.

سرچينې

سمول
  1. . 2002-05-12. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)