اتريش هنګري

په منځنۍ اروپا کې د ۱۸۶۷ او ۱۹۱۸ کلونو په اوږدو کې يوه سترواکي
(له اطریش -هنګري نه مخ گرځېدلی)


اطریش -هنګري Austria-Hungary چې ډیری وخت د اطریش -هنګري سترواکۍ یا دوه ګوني سلطنت په نامه یادېده یو مشروطه سلطنت او د ۱۸۶۷ او ۱۹۱۸ زیږدیز کلونو تر منځ یو زبرځواک وه. دا سلطنت آسترو پروشن Austro-Prussian تر جګړې وروسته په ۱۸۶۷ زیږدیز کال کې د اطریش او هنګری د جوړجاړي په ترڅ کې جوړ شو او په لومړۍ نړیوالې جګړې کې ترماتې وروسته ډیر ژر له منځه لاړ. [۱][۲]

اطریش -هنګري د هابسبرګ د مجلس House of Habsburg له خوا اداره کېده او د هابسبرګ په سلطنت کې یې د مشروطه تحول وروستی پړوا جوړ کړ. دا یو ګڼ ملیتي دولت وه او په هغه وخت کې د اروپا له عمده ځواکونو بلل کیده. اطريش -هنګري د جغرافیې له اړخه د روسیې له سترواکۍ وروسته په اروپا کې دویم لوی هېواد  وه چې ۶۲۱،۵۳۸ کیلومتر مربع ( ۲۳۹،۹۷۷ ماېل مربع) پراخوالی  یې درلوده او د روسیې او جرمني سترواکۍ څخه وروسته درېیم د ډیرو وګړو لرونکی هېواد وه. دا سترواکي له امریکا، جرمني او برتانیا څخه وروسته د ماشین آلاتو د جوړولو څلورم ستر هېواد وه.  اطریش - هنګري له امریکا او جرمني سترواکۍ وروسته د کورد برېښنایي لوازمو، د کار د برېښنایي سامان آلاتو او د برېښنا د تولید د ستګاوو لپاره د پرزو جوړولو او صادرولو څلورم سترهېواد شو. [۳][۴][۵]

د دې هېواد د جوړښت هسته هغه دوه ګونی سلطنت  وه چې د سیسلیتانیا Cisleithania یا د  اطریش د پخوانۍ سترواکۍ له شمالي او لویدیځو برخو او د هنګري د شاهي حکومت له رښتیني اتحاد څخه رامنځته شوی وه. د ۱۸۶۷ له سمونونو وروسته اطریش او هنګري په ځواک کې سره یوشان دولتونه وه. دې دواړو دولتونو ګډې بهرنۍ، دفاعي اومالي پالیسۍ پر مخ بیولې خونور ټول حکومتي واکونه د اړونده دولتونو ترمنځ وېشل شوي وه. د یاد اتحاد درېمه برخه دکروشیا- سلاوانیا Kingdom of Croatia-Slavonia شاهي دولت وه. دا د هنګري سلطنت تر واک لاندې خپلواکه سیمه وه چې په ۱۸۶۸ زیږدیز کال کې د کروشیا اوهنگري ترمنځ ترهوکړې وروسته رامنځته شو. له ۱۸۷۸ زیږدیز کال وروسته بوسنیا او هرزه ګونیا د اطریش او هنګري تر ګډ نظامي او ملکي واک لاندې راغلل او ۱۹۰۸ زیږدیز کال کې په بشپړه توګه د اطریش او هنګري یوه برخه شوه چې د نورو ځواکونو ترمنځ د کړکیچ لامل شو. [۶][۷]

په لومړۍ نړېواله جګړه کې اطریش -هنګري یو له مرکزي ځواکونو څخه و چې د ۱۹۱۴ زیږدیز کال د جولای په ۲۸ یې د صربیا شاهي دولت ته د جنګ اعلان وکړ. دا شاهي دولت د نظامي چارواکو له خوا د ویلاګیستي Villa Giusti د اوربند له لاسلیکولو نیټې د ۱۹۱۸  زیږدیز کال نومبر ۳ څخه دمخه په عملي توګه منحل شو.  د هنګري له شاهي حکومت او لومړي اطریش جمهوریت سره د قانوني ځای ناستو په توګه چلند وشواو د سترواکۍ د لویدیځو او سویلي سلواکیانو، چکسلواکیا جمهوریت، د پولند جمهوریت د یوګوسلاویا د شاهي دولت خپلواکي په ترتیب سره او د ځمکني تمامیت په اړوند د رومانیا د شاهی دولت او د ايټالیا د شاهي دولت غوښتنې د سوبمنو ځواکونو له خوا په رسمیت وپېژندل شوې.    

جوړښت سمول

د اطریش - هنګري د ۱۸۶۷ زیږدیز کال  جوړجاړي ( چې په جرمني کې Ausgleich  او په هنګري ژبه کې ورته Kiegyezés ویل کیږي)، د  پخوانۍ اطریشي سترواکۍ ( ۱۸۶۷-  ۱۸۰۴) جوړښت یې د دوه ګوني سترواکۍ د جوړښت له مخې را منځته کړ، دا جوړجاړی هغه مهال پیل شو کله چې د اطریش ځواک او واک هم په ايټالوي نیمه جزیره ( په ۱۸۵۹ز کال کې د ايټالیا د خپلواکۍ ددوهمې په پایله او هم د پخواني جرمن کنفیډریشن ایا لتونو چې په ۱۸۶۶ ز کال کې د اطریش- پروشین جګړې له امله له زوال سره مخ شو، چې بیا وروسته په ۱۸۶۶ ز کال کې له شمالي جرمن کنفډ ریشن سره چې د جرمني ژبې ویونکي حاکم ځواک و د پروشیا ترمشرۍ لاندې د اطریش-پروشین جګړه ونښته، چې له امله ېې اطریشي سترواکي بهر پاتې شوه.   دې روغې د هنګري د شاهي دولت هغه اقتدار بیا را ژوندی کړ چې د هنګري د کال ۱۸۴۸ انقلاب له امله یې له لاسه ورکړی و. [۸][۹]

د اساسي قانون د بدلون نور عوامل د ویانا د واکمنۍ په وړاندې د هنګري خلکو دوامداره نا خوښي اود اطریش په سترواکې کې د نورو ملیتونو او توکمونو زیاتیدونکې ملي بېداري وه . د هنګریانو ناخوښي تر یوې کچې د اطریش له خوا د هغوی د ځپلو اود روسانوله خوا د هنګري د ۱۸۴۹-۱۸۴۸ زیږدیز کلونو لیبرال انقلاب ملاتړ له امله وه.  که څه هم د اطریش له واکمنۍ څخه ناخوښي د ډیرو کلونو په ترڅ کې په هنګرې کې په ډیریدو وه او ډیر نور لاملونه یې هم درلودل.        

د ۱۸۵۰ زیږدیز کال په وروستیو کې، یو ډېر شمېر هنګریانو چې د ۱۸۴۸-۱۸۴۹ انقلاب ملاتړ یې کړی وه غوښتل چې د هابسبرګ سلطنت ومني. د هغوی استدلال دا وه چې د ۱۷۱۳ زیږدیز کال د عملی تحریم له مخې هنګري د بشپړې کورنۍ خپلواکۍ درلودلو حق لري او بهرنۍ او دفاعي چارې د اطریش او هنګري ترمنځ مشترکې دي. [۱۰]

په کونیګراتز Königgrätz کې ترماتې وروسته د اطریش حکومت پوه شو چې باید له هنګري سره جوړجاړی وکړي تر څو د ستر ځواک دریځ یو ځل بیا ترلاسه کړي. د بهرنیو چارو نوي وزیر کاونت فریدریک فردیناند وون بیوست Count Friedrich Ferdinand von Beust  غوښتل چې له هنګریانو سره ځنډیدلې خبرې ېوې پاېلې ته ورسوي. د دې لپاره چې سلطنت خوندي وساتل شي، سترواک فرانزجوزف Franz Joseph له هنګري مشرانو سره د سولې لپاره د فرنیک دیک Ferenc Deák په مشرۍ خبرې پېل کړې. د ۱۸۶۷ زیږدیز کال دمارچ په ۲۰ دهنګري نوي جوړ شوي پارلمان په نویو قوانینو بحث پېل کړ ترڅو د مارچ په ۳۰ منظور شي. خو د هنګري مشرانو د هنګري د پاچا په توګه د سترواک د تاج په سرکولو مراسم چې دهنګري د سپېڅلي سلطنت په ټوله خاوره کې د قوانینو د انفاذ له پاره یوه اړتیا وه د جون په ۸ ترسره کړل. د جولای په ۲۸ فرانزجوزف د هنګري د پاچا په توګه له خپل واک نه د استفادې له لارې نوي قوانین منظور او خپاره کړل چې په رسمي توګه د دوه ګوني سلطنت د رامنځته کېدو لامل شو. [۱۰]

نوم او اصطلاحات سمول

د سلطنت رسمي نوم په جرمني ژبه کې آستریخیسخ انګریسخ مونارچي Österreichisch-Ungarische Monarchie  ، په هنګري ژبه کې اوسزترک مګیار مونارچي Osztrák–Magyar Monarchia  او په انګلیسي ژبه کې آسترو هنګرین مونارچي  Austro-Hungarian Monarchy وه که څه هم په نړیوالو اړیکو کې اطریش او هنګری Austria–Hungary په جرمني کې آستریخ انګرن Österreich-Ungarn او په هنګري کې آوسزتریا مګیارورسزګ Ausztria-Magyarország کارول کېده. داطریش خلکو نور نومونه هم کارول لکه: د کې یو کې مانارکي  k. u. k. Monarchie  په انګلیسی کې کې یو کې مانارکي k. u. k. monarchy په جرمني کې کیسر لیک اند کونیګلیک مانارکی آستریک -انګرن Kaiserliche und königliche Monarchie Österreich-Ungarn  او په هنګري کې کساسزری اس کیرالی اسزترک مګیار مانارکي Császári és Királyi Osztrák–Magyar Monarchia  او دنوبین مانارکي Danubian Monarchy  په جرمني ژبه کې دونومونارکي Donaumonarchie ، په هنګري ژبه کې دونای مانارکیا Dunai Monarchia یا دوه ګوني سلطنت Dual Monarchy په جرمني ژبه کې داپل- مانارکي Doppel-Monarchie ، په هنګري ژبه کې دوال مانارکیا Dual-Monarchia  او غبرګ عقابان The Double Eagle،  په جرمني ژبه کې در داپل ادلر، په هنګري ژبه کې کیتساس Kétsas .  له پورته نومونو څخه یو هم په هنګري یا نورو ځایو کې خپور نه شو. [۱۱][۱۲]

د دې سلطنت بشپړ نوم چې په کورنۍ اداري چارو کې کاریده : پاچاهۍ او ځمکې چې د سترواکۍ په شورا او د هنګري د سپېڅلي سلطنت اس ټي ستیفن کې استاذولي کوي.  

سیاست سمول

تشرېح سمول

جوړجاړي د هابسبرګ د هغو قلمرونو ترمنځ چې د اطریش سترواکي (هغه ځمکې چې د سترواکۍ استاذولي یې کوله یا سیسلیتانیا  Cisleithania) په لویدیځ او شمالي نیمایي کې پراته وه او د هنګري د شاهي دولت  (د سینت ستیفن د سلطنت ځمکې یا ترانسلیتانیا Transleithania) په ختیځ نیمایې کې پراته وه یو رښتینی اتحاد را منځته کړ. دواړو نیمایي برخو یو ګډ پاچا درلود چې د اطریش د سترواک په توګه یې لویدیځ او شمالي نیمه برخه او د هنګري د پاچا په توګه یې ختیځه نیمه برخه اداره کوله. بهرنۍ اړیکې او دفاعي چارې په ګډه مدیریت کیدلي او دواړو هېوادونو یو ګډ ګمرکي اتحاد جوړ کړ. نوردولتي عملیات د هریوه دولت له خوا په جلا توګه مدیریت کیده. [۱۳]

ځینو سیمو لکه پولندۍ ګلیشیا Polish Galicia چې په سیسلیتانیا  Cisleithania کې پرته وه او کروشیا Croatia چې په Transleithania کې پرته وه له خپلواک حالت برخمن وه چې بې ساري دولتي جوړښتونه یې درلودل. ( وګورئ: په ګلیشیا کې د پولند خپلواکي او د کروشیا او هنګري تر منځ سوله).

د اطریش او هنګري ترمنځ ویش داسې وه چې پکې ګډ تابعیت نه وه: یو چا باید یا د اطریش تابعیت درلوده یا د هنګري نه د دواړو. د دې معنی دا وه چې اطریش او هنګري ځان ځانته پاسپورتونه درلودل نه ګډ پاسپورتونه. د اطریش او هنګري پاسپورتونه د کروشیا سلاونیا Kingdom of Croatia-Slavonia په سلطنت کې نه کارول کیده بلکې دې سلطنت خپل پاسپورتونه ورکول چې په کروشیایي یا فرانسوي ژبو لیکل شوي وه او په هغوی د کروشیا سلاونیا دالماشیا دسلطنت نښان ښکاریده.  همدارنګه کروشیا-سلاوانیا د بې طرفۍ او تابعیت په اړوند اجراېوي خپلواکي درلوده چې د شاهی دولت اتباعو لپاره د "هنګري او کروشیايی تابعیت " په نامه یادېده. دا معلومه نه ده چي په بوسنیا او هرزګونیا کې چې د اطریش او هنګري تر واک لاندې وه کوم ډول پاسپورتونه کارول کېده . [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې سمول

  1. McCarthy, Justin (1880). A History of Our Own Times, from 1880 to the Diamond Jubilee. New York, United States of America: Harper & Brothers, Publishers. د کتاب پاڼي 475–476. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dallin, David (November 2006). The Rise of Russia in Asia. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4067-2919-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite EB1911
  4. Schulze, Max-Stephan. Engineering and Economic Growth: The Development of Austria–Hungary's Machine-Building Industry in the Late Nineteenth Century, p. 295. Peter Lang (Frankfurt), 1996.
  5. Publishers' Association, Booksellers Association of Great Britain and Ireland (1930). The Publisher, Volume 133. د کتاب پاڼې 355. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Minahan, James. Miniature Empires: A Historical Dictionary of the Newly Independent States, p. 48.
  7. "کينډۍ:Cite EB1911
  8. Kann (1974); Sked (1989); Taylor (1964)
  9. André Gerrits; Dirk Jan Wolffram (2005). Political Democracy and Ethnic Diversity in Modern European History. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-4976-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Kann 1974
  11. Eva Philippoff: Die Doppelmonarchie Österreich-Ungarn. Ein politisches Lesebuch (1867–1918), Presses Univ. Septentrion, 2002, Villeneuve d'Ascq, کينډۍ:ISBN (کينډۍ:Google book)
  12. Manuscript of Franz Joseph I. – Stephan Vajda, Felix Austria. Eine Geschichte Österreichs, Ueberreuter 1980, Vienna, کينډۍ:ISBN, in German
  13. کينډۍ:Cite EB1911
  14. Roman, Eric (2009). Austria–Hungary and the Successor States: A Reference Guide from the Renaissance to the Present. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 401. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7469-3. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. The New Encyclopædia Britannica. Encyclopaedia Britannica. 2003. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85229-961-6. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Szávai, Ferenc Tibor. "Könyvszemle (Book review): Kozári Monika: A dualista rendszer (1867–1918): Modern magyar politikai rendszerek". Magyar Tudomány (په مجارستانی ژبه کي). د کتاب پاڼې 1542. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جولای ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Szávai, Ferenc (2010). Osztrák–magyar külügyi ingatlanok hovatartozása a Monarchia felbomlása után (PDF) (په مجارستانی ژبه کي). د کتاب پاڼې 598. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Antun Radić, "Hrvatski pašuši (putnice)" Dom, 15 January 1903, page 11)
  19. Kosnica, Ivan (2017). "Citizenship in Croatia-Slavonia during the First World War". Journal on European History of Law. 8 (1): 58–65. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)