اسد الله سروري پر۱۳۲۰ لمریز ( ۱۹۴۱ ز ) کال په غزني ولایت کې زېږېدلی دی . دی یو افغان سیاستوال او د افغانستان د خلق دموکراتیک گوند د خلق له ډلې څخه وو . سروري د چورلکو د پیلوت په څانگه کې په پخوانی شوروي اتحاد کې زده کړې کړې وې . ده په ١٣٥٢ کال ( ١٩٧۳ ) کې يې د سردار محمد داوود په کودتا کې گډون درلود . همدا راز يې د ۱۳۵۷ ل ( ۱۹۷۸ز ) کال په کودتاه کې هم برخه درلوده . پر ۱۳۵۸ کال کې هغه وخت چې د نورمحمد تره کي او د هغه د بل نږدې ملگري لومړي وزیر حفيظ الله امين تر منځ اختلافونه اوج ته ورسيدل او د دوى ترمنځ د نښتې سبب شول اسدالله سروري او څلور تنه نورجگپوړي پوځيان سيد محمد گلاب زوى ، محمد اسلم وطنجار او شيرجان مزدوريار د نورمحمد تره کي ترڅنگ او د حفيظ الله امين پر خلاف ودريدل . د ١٣٥٨ کال په ژمي کې اسدالله سروري د خپلو يو شمير نورو ملگرو سره د پرچم کمونيست پلوه ډلې سره متحد شول او د پرچميانو د مشر ، ببرک کارمل، تر څنگ د شوروي ځواکونو سره يوځاى افغانستان ته را ننوتل . سروري د نور محمد تره کي د واکمنۍ پر مهال د افغان څارگري ادارې (( اگسا )) ريس وو . ويل شوي چې په ١٣٥٧ او ١٣٥٨ کلونو کې يو زيات شمير افغانان له محاکمې پرته د وخت د استخباراتي ادارې له خوا ، چې مشر يې دی وو ، نيول شوي او بيا ورک شوي دي. پر ۱۳۵۸ ز کال سروري د وخت د ولسمشر ببرک کارمل د مرستيال په توگه وټاکل شو. نوموړی پر ١٣٥٩ ل کال په منگوليا کې د افغانستان د سفير په توگه په کار وگومارل شو چې ٦ کاله يې دا دنده ترسره کړه. په ١٣٧١ ل ( ۱۹۹۲ ز ) کال کې په کابل کې د افغان مجاهدينو د حکومت په لومړيو ورځو کې ونيول شو او له هغې راهيسې د ۲۰۰۵ ز کال تر وروستیو پورې ( یانې ۱۳ کاله ) په پنجشير او کابل کې بندي وو . پر ۲۰۰۵ ز کال په کابل کې پر اسدالله سروري محاکمه پيل شوه .

اسد الله سروري
اسد الله سروري
اسد الله سروري

اخځونه

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2005/12/051226_sarwaritrial.shtml

http://en.wikipedia.org/wiki/Assadullah_Sarwari