اسحاق ننگيال (۱۳۳۵ ل کال، د لغمان ولايت - ۱۳۷۷ ل د غويي ۸، پېښور) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر وو.

اسحاق ننگيال
اسحاق ننگيال

مخينه

اسحاق ننگيال پر ۱۳۳۵ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولايت د الينگار ولسوالۍ په بسرام کلي کې زیږېدلی دی. د پلار نوم یې محمد یوسف دی.

زده کړې

 
اسحاق ننگيال

لومړی یې د لغمان ولایت په روښان لیسه کې زده کړې تر سر کړې..له ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵ کال پوری په کابل کی د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بوخت و، او له فراغت وروسته دهمدغې اکاډمې تدریسی غړی شو.

دندې

ژورنالیستیک کار یې د څارندوي مجله کی پیل کړ او ډیر کلونه ییورته په پیام ورځپاڼه کی دوام ورکړ. دلته یی هم د پوځی خبریال دنده ترسره کړه او هم یی زیاته موده په مستقیم ډول د دی ورځپاڼی د ادبي پاڼې د خپریدو مسولیت تر غاړې وو. ننگیال د یوی لنډی مودی لپاره د افغانستان د لیکوالو ټولنی د ژوندون مجلی د مسوول مدیریت دنده هم تر سره کړه د یوی لنډي مودی لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شعر او ادب د اداری مسوول وو. په کابل کی د تنطیمی اداری له سقوط نه وروسته وروسته پیښور ته لاړ او هلته یی د افغانستان لپاره د بی بی سی رادیو د تعلیمی خپرونو په پروژه کی کارپیل کړ، چی د ژوند تر پایه پوری په همدغه اداره کی په خدمت بوخت و.

اسحاق ننگیال، له ۱۳۵۰ لیږدیز لمریز کال راهیسې په شاعرۍ پیل کړی دی. په خپل ادبی ژوند کی یی یو شمیر جایزی گټلی دی.؛ښه به وی چې دلته ئې اثار هم معرفي شي

چاپ شوي آثار

له اروا ښاد اسحاق ننگیال څخه دغه آثار راپاتی دی :

  1. ډالې ( د شعر لومړنی مجموعه ) کابل، د ۱۳۶۳ کال چاپ
  2. سپیره ډاکونه او غوړیدلی بزغلی ( د شعر دویمه مجموعه ) کابل، د۱۳۶۵ کال چاپ
  3. هغه شیبی هغه کلونه ( د شعر دریمه مجموعه ) کابل، ۱۳۶۵ کال چاپ
  4. څاڅکی ... څاڅکی ( دشعر څلورمه مجموعه ) کابل، د۱۳۶۸ کال چاپ [۱]

مړينه

اسحاق ننگیال د ۱۳۷۷ لمریز کال د ثور د میاشتی په اتمه د ۱۹۹۸ میلادی کال د اپریل په ۲۸ د سه شنبې په ورځ د ۴۲ کالو په عمر د زړه د دریدو له امله د پیښور په خیبر روغتون کې له نړۍ سترگې پټې کړې او د لغمان د الینگار په بسرام کې په خپله پلرنۍ هدیره کی خاورته و سپارل شو.


سرچينې

  1. http://nzdl.sadl.uleth.ca/cgi-bin/library?e=d-00000-00---off-0acku--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-----drf--0-1l--11-en-50---20-about-حبيبی--00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00&a=d&c=acku&cl=CL1.197.46&d=HASH01b16b2df4c19e397ea4bb0[مړه لينکونه]
  1. سيندونه هم مري، د محمد اسمعيل يون راټولونه او غوراوی، د ۱۳۸۷ لمريز کال دویم چاپ، ۳۲ مخ.