اروینګ ګافمن

اروینګ ګافمن
(انګلیسي: Erving Goffman د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اروینګ ګافمن
اروینګ ګافمن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ جون ۱۹۲۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 19 نومبر 1982 (60 کاله)[۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سرطان  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا
د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم منيټوبه پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۹][۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ټولنپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اروینګ ګافمن (زوکړه: د ۱۹۲۲ زکال د جون ۱۱ مه – مړینه: د ۱۹۸۲ زکال د نومبر ۱۹مه) کاناډايي ټولنپوه، ټولنیز ارواه پوه او لیکوال و چې د یو شمېر کسانو له خوا «د شلمې پېړۍ د تر ټولو اغېزمن امریکایي ټولنپوه» په توګه پېژندل کېږي. په ۲۰۰۷ زکال کې د عالي زده کړو د لارښودې ټایمز مجلې له خوا د انساني او ټولنیزو علومو د مستندو کتابونو د لیکوالونو په نوملړ کې له میشل فوکو، پیر بوردیو او اننتوني ګیدنز وروسته او له یوګرن هابرماس څخه وړاندې شپږم ځایګي لري.

ګافمن د امریکا د ټولنپوهنې د ټولنې ۷۳م مشر و. د ټولنیزې نظریې په برخه کې د هغه تر ټولو پېژندل شوې ونډه د سمبولیک تعامل اړوند څېړنه ده. دغې څېړنه د ډراماتورژیک تحلیلي لیدلوري پر بنسټ وه چې په ورځني ژوندانه کې د ځان څرګندونې (The Presentation of Self in Everyday Life) په نامه د هغه له کتاب څخه چې په ۱۹۵۶ زکال کې خپور شوی و سرچینه یې اخیسته. د ګافمن په نورو مهمو اثارو کې پناه ځایونه (Asylums؛ ۱۹۶۱ زکال)، بدنامي (Stigma؛ ۱۹۶۳ زکال)، د تعامل ائین (Interaction Ritual؛ ۱۹۶۷ زکال)، قالبي تحلیل (Frame Analysis؛ ۱۹۷۴ زکال) او د خبرو کولو اشکال (Forms of Talk؛ ۱۹۸۱ زکال) شاملېږي. د هغه په مطالعاتي مهمو برخو کې د ورځني ژوند ټولنپوهنه، ټولنیز تعاملات، د ځان ټولنیز جوړښت، د تجربې ټولنیز جوړښت (جوړېدنه یې) او د ټولنیز ژوند ځانګړي عناصر لکه ټول بنسټونه یې او همدارنګه ټولنیزې ننګونې (داغونه) په کې شاملېږي.

ژوند سمول

ګافمن د ۱۹۲۲ زکال د جون په ۱۱ مه د کاناډا د البرټا ایالت په مانویل کې د ماکس ګافمن او آن ګافمن په کورنۍ کې وزېږېد؛ د مور کورنۍ نوم یې اورباخ و. نوموړی د اوکرایني یهودانو له کورنۍ څخه و چې د پېړۍ د بدلېدو پر مهال کاناډا ته کډوال شوي و. هغه د فرانسېس بې په نامه یوه مشره خور لرله چې بیا فلمي ستورې شوه. د دوی کورنۍ د مانیټوبا، ډوفین ته کډه شوه چېرې یې چې پلار د خیاطۍ یوه بریالۍ سوداګري مدیریت کوله.

په ۱۹۳۷ زکال کې ګافمن په وینیپګ کې د سنټ جان تخنیکي عالي ښوونځي ته لاړ چېرې چې یې کورنۍ همدغه کال دغه سیمې ته کډه کړې وه. په ۱۹۳۹ زکال کې نوموړي د مانیټوبا په پوهنتون کې د کیمیا په څانګه کې نوم ثبت کړ. هغه خپلو زده کړو ته وقفه ورکړه او اوتاوا ته لاړ څو د فلمونو د صنعت په برخه کې د کاناډا د فیلمونو په ملي پلاوي کې کار وکړي هغه چې جان ګریرسون یې بنسټ اېښی و. وروسته نوموړي له ټولنپوهنې سره لیوالتیا پیدا کړه. له دې سربېره نوموړي دغه مهال د شمالي امریکا له مشهور ټولنپوه دنیس رانګ سره هم ولیدل. د دوی لیدنو ګافمن ته انګېزه ورکړه څو د مانیټوبا پوهنتون پرېږدي او د اوتاوا په پوهنتون کې داخله وکړي، چېرې چې نوموړي د سي.ډبلیو.ام.هارت او رې برډویسل تر نظر لاندې لاندې زده کړې وکړې او په ۱۹۴۵ زکال کې یې د ټولنپوهنې او انسان پوهنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. وروسته د شیکاګو پوهنتون ته ولاړ او له دغه پوهنتون څخه یې د ټولنپوهنې په برخه کې ماسټري (۱۹۴۵ زکال) او دوکتورا (۱۹۵۳ زکال) ترلاسه کړه.

په ۱۹۵۲ زکال کې ګافمن له انګلیکا شایلر چواټ (Angelica Schuyler Choate) سره (په سکای یا آسمان یې شهرت درلود) واده وکړ؛ په ۱۹۵۳ زکال کې د دوی زوی توماس وزېږېد. انګلیکا په رواني ناروغي اخته شوه او په ۱۹۶۴ زکال کې په ځان وژنې سره مړه شوه. د علمي ځایګي لرلو او د ونډو له بازار سره د لیوالتیا او په هغو کې د نسبي بریاوو له لرلو سربېره د قمار په میدانونو کې یې هم شهرت درلود. یو مهال نوموړی د قومي څېړنو او بوختیاوو په تعقیب کې د لاس ویګاس د یوې کازینو په مشر واوښت. [۱۱]

ګافمن په ۱۹۸۱ زکال کې د ټولنیزې ژبپوهې ګالیان سانکوف سره واده وکړه. راتلونکی کال د هغوی لور الیس وزېږېده. د ۱۹۸۲ زکال د نومبر په ۱۹ مه ګافمن د معدې د سرطان له امله د پنسلوانیا په فیلادلفیا کې ومړ. د هغه لور هم ټولنپوهه ده.[۱۲]

مسلکي ژوند سمول

د یونسټ (Unst) اړوند د ګافمن څېړنو هغه ته الهام وروبخښه څو په ورځني ژوندانه کې د ځان څرګندونې په نامه خپل لومړنی مهم اثر په ۱۹۵۶ زکال کې ولیکي. له شیکاګو پوهنتون څخه له فراغت وروسته له ۱۹۵۴ زکال څخه تر ۱۹۵۷ زکال پورې نوموړی د مریلنډ په بتسدا کې د اروایي درملنې د ملي انستیتیوت د ورزشي مدیر مرستیال و. په دغه ځای کې د ګډون کوونکو څخه د نوموړي مشاهدات د اروايي ناروغیو اړوند د هغه د ګڼ شمېر مقالاتو موضوعات وګرځېدل چې په ټولیزه توګه یې د پناه ځایونه: د اروايي ناروغانو او نورو بندیانو د ټولنیز وضعیت اړوند د مقالاتو (Asylums: Essays on the Social Situation of Mental Patients and Other Inmates) په نامه د هغه دویم اثر رامنځته کړ چې په ۱۹۶۱ زکال کې خپور شو.

په ۱۹۵۸ زکال کې ګافمن د کالیفورنیا د برکلي پوهنتون د ټولنپوهنې په څانګه کې علمي غړیتوب ترلاسه کړ، په پیل کې هغه مرستیال ښوونکی و او له ۱۹۶۲ زکال وروسته اصلي ښوونکی شو. په ۱۹۶۸ زکال کې نوموړی د پنسلوانیا پوهنتون ته ولاړ او هلته یې په برکلي کې د خپل پخواني همکار ډل هایمز په هڅو سره وکولای شول د ټولنپوهنې او انسان پوهنې په څانګه کې د بنجامین فرانکلین څوکۍ خپله کړي. په ۱۹۶۹ زکال کې نوموړی د امریکا د علومو او هنرونو د اکاډمۍ غړی شو. په ۱۹۷۰ زکال کې ګافمن د اروایي درملنې د غیر ارادي بستري کېدو د لغو کولو اړوند د امریکايي ټولنې له بنسټګرو غړو څخه شو او د هغو د اساسنامې په لیکلو کې یې ونډه واخیسته. په ۱۹۷۱ زکال کې نوموړي د عمومي روابطو په نامه خپل بل اثر ولیکه چې په کې یې د سوسیالوژیکي لیدلوري له مخې د ورځني ژوند اړوند ډیری خپل نظریات تشریح کړل. نوموړي له ۱۹۷۷ زکال څخه تر ۱۹۷۸ زکال پورې د ګوګنهایم فیلوشیپ ترلاسه کړ. په ۱۹۷۹ زکال کې ګافمن د ویاړلو سکالرشیپونو په برخه کې د کولی مېډ جایزه د امریکا د ټولن پوهنې د بنسټ د ټولنیزې ارواه پوهنې له برخې څخه ترلاسه کړه. نوموړی د امریکا د ټولنپوهنې د بنسټ د ۷۳م مشر په توګه وټاکل شو چې له ۱۹۸۱ زکال څخه یې تر ۱۹۸۲ زکال پورې په دغه بنسټ کې خدمت وکړ خو د مخ پر زیاتېدونکې ناروغۍ له امله یې نه شو کولای د خپلې مشرۍ وینا ترسره کړي. [۱۳][۱۴]

له مړینې وروسته یې، په ۱۹۸۳ زکال کې د سمبولیک متقابل تعامل د څېړنیزې ټولنې له خوا د میډ جایزه ورکړل شوه.

اغېز او میراث سمول

ګافمن د هربرټ بلومر، امیلی دورکیم، زیګموند فروید، اورت هیوز، الفر راډکیلیف – براون، تالکوت پارسونز، الفرد شوتز، ګئورګ زیمل او ډبلیو لوید وارنر تر اغېز لاندې و. د ټام برنز په خبره هیوز «د هغه تر ټولو اغېزمن ښوونکی» و. ګری آلن فاین او فیلیپ منینګ ویلي چې، ګافمن هېڅکله له نورو نظریه ورکوونکو سره جدي بحث نه درلود خو چارو یې د انتوني ګیدنز، یورګن هابرمان او پیربوردیو په ګډون د ګڼ شمېر معاصرو ټولنپوهانو په څېړنو اغېز لرلی او د هغوی له خوا یې اړوند بحثونه شوي.

په داسې حال کې چې ګافمن تر ډېره پورې د ټولنپوهنې د سمبولیک تعمال مکتب ته اړوند دی، خو ځان یې د هغو استازی نه باله او له همدې امله فاین او منینګ دې پایلې ته رسېدلی چې نوموړی «په اسانۍ سره د ټولنپوهنې د مفکورو ځانګړي مکتب ته اړوند نه شي بلل کېدلای». د هغه نظریات هم «په ډېرۍ سختۍ یو شمېر کلیدي موضوعاتو ته اړوندې بلل کېدای شي». د هغه چارې په پراخه کچه د «پرتله ئیزې او کیفي ټولنپوهنې په برخه کې د انساني چلن د عمومي کولو» د ودې په توګه توصیف کېدای شي.

ګافمن د مخامخ تعامل د څېړنو په برخه کې پام وړ پرمختګ رامنځته کړ، «ډراماتورژیک لیدلوری» یې له انساني تعامل سره پیوند کړ او هغو ګڼ شمېر مفاهمیو ته یې پراختیا ورکړه چې د ورځني ژوند د مایکرو ټولنپوهنې په برخه کې یې ځانګړې اغېز درلود. د هغه ډېری چارې د ورځني چلن د تنظیم اړوند وې، هغه مفهوم چې ده ورته «تعاملي نظم» وایه. نوموړي د ټولن پوهنې د چارچوب جوړنې (قالبي تحلیل)، د لوبو د نظریې (د ستراتیژیک تعامل مفهوم) او د تعاملاتو او ژبپوهنې له مفاهیمو سره مرسته وکړه. هغه استدلال کاوه چې د خبرو کولو فعالیت ته باید د ژبني جوړښت پر ځای د ټولنیز جوړښت په سترګه وکتل شي. [۱۵]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 118696076  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11905281f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Erving-Goffman — subject named as: Erving Goffman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62b8z49 — subject named as: Erving Goffman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9711947 — subject named as: Erving Goffman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/goffman-erving — subject named as: Erving Goffman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/19196 — subject named as: Erving Goffman
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=22492 — subject named as: Erving Goffman — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11905281f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/15637859
  11. Shalin, Dmitri N. (2010-08-14). "Goffman's Self-Ethnographies [Goffman Archives]". Bios Sociologicus: The Erving Goffman Archives: 1–54. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Marc Parry (18 November 2013). "The American Police State: A sociologist interrogates the criminal-justice system, and tries to stay out of the spotlight". The Chronicle of Higher Education. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Winkin, Y., & Leeds-Hurwitz, W. (2013). Erving Goffman: A critical introduction to media and communication theory. New York: Peter Lang.
  14. Section on Social Psychology Award Recipients, American Sociological Association. Accessed: 14 August 2013.
  15. Leeds-Hurwitz, W. (2008). Goffman, Erving. In W. Donsbach (Ed.), The international encyclopedia of communication (vol. 5, pp. 2001−2003). Oxford: Wiley-Blackwell.