احمد ظاهر

افغانستانی سندرغاړي، سندرې جوړونکی، کمپوزر

احمد ظاهر (په انگرېزي:Ahmad Zahir) (زېږېدنه؛۱۳۲۴ ل. - مړينه؛۱۳۵۸ ل.) د افغانستان يو نامتو سندرغاړی، سندرې جوړونکی، کمپوزر او پېژندلی هنرمند دی. نوموړی د افغان موسيقۍ يو داسې ځلانده ستوری دی چې د نوموړي د مړينې نه نيمه پېړۍ وروسته لا هم د هغه د سندرو او هُنر مينه وال په افغانستان، ايران، تاجکستان او پاکستان کې شته او د همدغه شهرت او نوم له کبله په افغاني موسيقۍ کې يو سمبوليکه شخصيت او د يو ځانگړي ځای خاوند گڼل کېږي. کله نا کله احمد ظاهر ته د دري موسيقۍ د پاچا لقب هم کارېدلی. د گڼ شمېر خلکو له مخې د احمد ظاهر او اېلوېس پرېسلي (Elvis Presley) د موسيقۍ او ډول تر مېنځ ورته والی او شباهت ليدل کېږي او له همدې سببه د ځينو په اند د افغان اېلوېس پرېسلي نوم هم ورته کارېدلی.احمد ظاهر د غربي موسيقۍ څخه ډېرکمپوزونه کاپي کړي او پاړسي ژبې کې ېې چمتو کړي ، همدا ډول ېې د هند موسيقي خپلې مورنۍ ژبې ته اړولې ده .

احمد ظاهر

احمد ظاهر د خندا په وخت کی
شاليد
زېږون نوم احمد ظاهر
زېږېدنه جون 14, 1946(1946-06-14)
کابل, افغانستان
مړينه جون 14, 1979 (عمر ۳۳)
سالنگ, افغانستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 1961–1979
رکارډ جوړول آريانا سټوډيو
نگاه سټوډيو

مخينه

احمد ظاهر د ډاکټر عبدالظاهر زوی او په ۱۳۲۴ ل. کال کې د کابل په نوي ښار کې زېږدلی دی. نوموړی د لغمان اصلي اوسېدونکی او په خټه پښتون دی. احمد ظاهر ددغه سندريز ډنډ د لامبو لېوال و، هغه په هنر کې د بنديزونو پروا نه کووله او ځان يې د هنر د شنو اوبو کب وگرځاوه، او په سيمه ييزو ژبو او سندريزو ځېلونو کې ېې غږ وازمويه. نوموړي د کابل نندارې په يوه جوړ شوي کنسرټ کې د "حبيبيه ستوري" ستاينوم ترلاسه کړ. دغه ستاينوم ظاهر نور هم وهڅاوه، چې د هنر او موسيقۍ لاره ټينگ و ساتي. احمد ظاهر په خپلو سندرو کې تر ډېره بريده پر شعر او کمپوز ټينگار کاوه، همدغه شعر او کمپوز و، چې د احمد ظاهر شخصيت يې د يوه رښتيني هنرمند په توگه راجوت کړ. يوڅه وخت وروسته احمد ظاهر له خپل پلار سره هند ته لاړ. په هند کې يې د هنر او موسيقۍ په برخه کې ډېر پرمختگ وکړ او کله، چې بېرته هېواد ته راستنېده،له ځان سره يې نوي څيزونه او نوښتونه هم راوړي و.

زده کړې

د احمد ظاهر تر ټولو غوره نوښت دا و،چې د ختيزې او لويديزې موسيقۍ د الاتو په گډون سره يې هېوادنۍ موسيقۍ ته يو نوى رنگ ور وباښه. احمد ظاهر، چې کله فارغ شو په کابل او هندکې يې پيداگوژي (روزنپوهنه) ولوسته او يوڅه وخت يې په " کابل ټايمز" او " افغان فلم " کې کار وکړ. پر 1350ل کال د احمد ظاهر د بخت ستورى راوخوت. هغه د کال غوره سندرغاړى ونومول شو او دغه نوم يې تر ډېره ژوندى وساته. احمد ظاهر 13 کلن و، چې گوتې يې پر هارمونيه، فلوت او اکارډيون روږدی شو.


محبوب الله "پاچا" د احمدظاهر له نږدې ملگرو گڼل کېده. يوه ورځ پاچا،احمدظاهر او د ظاهر دوه خويندې د سالنگ په لور په مېله ووتل. د تگ پرمهال يې ډېر څښلي و، پاچا پر جلب ، احمد ظاهر يې ترڅنگ او خويندې يې په وروستيو سېټونو کې کښېناستې. موټر په کيڼ لاس په ډېر سرعت سره حرکت کاوه، احمد ظاهر د تبلې پر غږولو بوخت و، ناڅاپه يوغټ لارۍ موټر ورسره مخامخ کيږي، موټر له غره سره ټکر کيږي، چپه کيږي او د سيټ يوه اوسپنيزه ميله د احمد ظاهر پر ککرۍ وربرابريږي. احمد ظاهر لومړى د پروان د چاريکارو روغتون ته وړل کيږي، هلته يې درملنه ناشونې وي، وروسته کابل ته وړل کيږي، خو تر درملنې مخکې ساه ورکوي.

احمدظاهر مړشو، که ووژل شو؟

د کابل د ترافيکو دوخت مدير" نعيم خان" وايي، پر احمد ظاهر د ډزو خبره غلطه ده، دا يو تصادف و، پر پاچا د جرم اثبات نه کېده، ځکه د جرم داسې څرگنده نښه نه وه، چې هغه مو پرې نيولى واى. د نعيم خان برخلاف ، ځينې پر دې گروهه دي، چې پاچا رشوت خوړلى و، احمد ظاهر يې په چل سالنگ ته بوت او هلته يې د گلبهار د نساجۍ د مرستيال " سنگر" په مرسته وواژه او په خپله بهر ته لاړ. دا، چې احمد ظاهر مړشو او که ووژل شو، دا لا د يوې معما په بڼه پاتې ده، خو راتلونکي بهيرونه ښايي د ددې پېښې جزئيات نور هم بربنډ کړي.

مدني حالت او مړينه

احمد ظاهر درې ځله واده وکړ، خو دده په وينا يوه هم نېکمرغه نه کړ. له لومړنۍ مېرمنې څخه يې د احمد رشاد په نوم يو زوى پاتې شو. له وروستنۍ مېرمنې يې د شبنم په نوم لور پاتې ده، چې دده تر مرگ يوه ورځ وروسته و زېږېده. احمد ظاهر د ژوندانه په لوړ ژورو کې له گڼ شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ شو، وگواښل شو ، بندي شو او په پاى کې د 1358 کال د غبرگولي د مياشتې په 23 مه نېټه په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو.

باندنۍ تړنې

سرچينې