احمد شاه زغم

پوهاند دوکتور احمد شاه زغم (۱۳۳۵ ل ل کال، د کابل ولايت، د پغمان ولسوالي - ۱۴۰۱ ز کال د سلواغې ۳۰ کابل)، د کابل پوهنتون استاد او يو پښتو ژبی ليکوال، شاعر، ژباړونکی او ژورناليست وو.

مخينه سمول

پوهاند دوکتور احمد شاه زغم د حاجي راز محمد زوی په ۱۳۳۵ ل ل کال کې د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په خالداري کلي کې زېږېدلی وو. هغه لومړنۍ زده کړې په ۱۳۴۲ ل ل کال کې د خواجه مسافر په لومړني ښوونځي کې پیل کړې، وروسته د خپلې ولسوالۍ د شهید عبدالرازق لېسې ته ولاړ او په ۱۳۵۶ کال کې له نوموړې لېسې فارغ شو.

پوهاند زغم په ۱۳۵۷ ل ل کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي کې د لېسانس دورې زده‌کړې پيل کړې او په ۱۳۶۱ کال کې د نوموړي پوهنځي له پښتو څانگې څخه فارغ شو. هغه په ۱۳۶۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانگې د علمي کادر غړی شو. پوهاند زغم په ۱۳۶۷ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. همدا راز يې په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانگه کې د دکتورا زده‌کړې پای ته ورسولې.

دندې سمول

کله چې پوهاند زغم په ۱۳۶۱ ز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانگه پای ته ورسوله نو د همدغه پوهنځي په ديپارتمنت کې یې د استاد په توگه په دنده پیل وکړ. هغه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پښتو ځانگې په ديپارتمنت کې نږدې ۴۰ کاله د استاد په توگه دنده ترسره کړه. پوهاند زغم د کابل پوهنتون يو له ډېرو ازمېښتکارو (مجربو) استادانو ځخه وو.

د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو د څانگې زده کړيال وايي، له دې سره سره چې استاد زغم په وروستيو کلونو کې د چونگاښ (سرطان) له ناروغۍ ځورېده، خو بیا يې هم په ډېره مينه او لېوالتيا د استادۍ دندې ته ادامه ورکوله.

مړينه سمول

پوهاند دوکتور احمد شاه زغم د ۱۴۰۱ ل ل کال د سلواغې د ۳۰ نېټې پر مازدیگر له دې نړۍ سترگې پټې کړې. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي دغه فقیر مشربه او زیارکښ استاد خپله کورنۍ، دوستان، استادان، ملگري او شاگردان د ویر پر ټغره کښېنول. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښرونه سمول

پوهاند زغم د استادۍ تر څنگ لیکوال، څېړونکی، ژورنالیست، ژباړونکی او شاعر هم وو. دلته يې د ځينو اثارو نوملړ وړاندې کيږي.

۱. معاصره لیکوالي.

۲. پښتو عرفاني او تصوفي ادبیات.

۳. پښتو فلکوري ادبیات.

۴. د شعر ښکلاییزه برخه.

۵. پښتو چاربیته.

۶. په شپېتمه لسیزه کې د افغانستان پښتو شعر ته کتنه.

۷. رحمان بابا یو صوفي او عارف شاعر وو؟


اخځونه سمول

۱. https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i13557

۲. https://www.khaama.com/pashto/archives/53258

۳. https://da.azadiradio.com/a/32279373.html

۴. https://dawatmedia24.com/?p=155689