آنګ سان سو چي

آنګ سان سو چی یوه برمایي سیاستواله، دیپلوماته، لیکونکې او د ۱۹۹۱ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ده چې د ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې یې د میانمار د دولت د سالاکار (د لومړي وزیر سره برابر) او د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړه. نوموړې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ډیموکراسۍ ملي لیګ (NLD) د  رییسې په توګه دنده ترسره کړې او له ۱۹۸۸ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د همدې ګوند د سر منشي په چوکۍ کې پاتې شوې ده. په ۲۰۱۰ کال کې هغې د میانمار له پوځي جنتا (پوځي حکومت) څخه نیمه ولسواکۍ ته په لېږد کې رغنده ونډه درلوده.[۶][۷][۸]

آنګ سان سو چي
(برمی: အောင်ဆန်းစုကြည်)
(انګلیسي: Aung San Suu Kyi د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آنګ سان سو چي
آنګ سان سو چي

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ جون ۱۹۴۵[۱][۲]
استوګنځای نوي دهلي (۱۹۶۰–۱۹۶۴)[۳]
نيويارک (۱۹۶۹–)[۴]
لندن
ميانمار   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ميانمار   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم يونيورسټۍ آف دِهلي   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال
ليکوال [۵]
د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه برمایي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) برمایي ژبه
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دندې ملگري ملتونه   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
د آزادۍ جایزه (۱۹۹۵)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
آنګ سان سو چي
آنګ سان سو چي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هغه چې د اوسني میانمار د بابا آنګ سان او خن چې تر ټولو ځوانه لور ده، د برېتانوي برما په رنګون کې زیږېدلې ده. نوموړې په ۱۹۶۴ کال کې د ډیلي له پوهنتون او په ۱۹۶۸ کال کې د اکسفورډ د سینټ هیګ کالج څخه له فراغت وروسته، درې کاله په ملګرو ملتونو کې کار وکړ. هغې په ۱۹۷۲ کال کې له مایکل اریس سره واده وکړ، چې په پایله کې یې دوه ماشومان درلودل.

آنګ سان سوچي د ۱۹۸۸ کال د اګست د اتمې په ۸۸۸۸ پاڅون کې شهرت ترلاسه کړ او د NLD سر منشي شوه، چې هغې د څو متقاعدو پوځي چارواکو پر مټ چې په پوځي جنتا یې نیوکې کولې، دا ګوند نوی را منځ ته کړی و. NLD د ۱۹۹۰ کال په ټولټاکنو کې په پارلمان کې ۸۱ سلنه چوکۍ ترلاسه کړې، خو پایلې یې لغوه شوې، ځکه چې پوځي حکومت (د سولې او پراختیا شورا یا SPDC) د واک له سپارلو څخه ډډه وکړه، چې نړیوال غبرګون یې په پایله کې را پورته شو. له ټاکنو مخکې نوموړې توقیف شوې وه او له ۱۹۸۹ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د ۲۱ کلونو له کورني بند څخه کابو ۱۵ کاله په کور کې نظربنده پاتې شوه، چې د نړۍ له مشهورو سیاسي بندیانو څخه وه. ټایمز مجلې هغې ته په ۱۹۹۹ کال کې د "ګاندي د اولادې" او د عدم تشدد د روحاني وارث نوم ورکړ. نوموړې په ۲۰۰۳ کال کې د ډیپاین د ډله ییزې وژنې د قتل په هڅه کې چې په کې د NLD اړوند نږدې ۷۰ کسان له منځه لاړل، ژوندۍ پاتې شوه.[۹][۱۰][۱۱]

د نوموړې ګوند د ۲۰۱۰ کال د ټاکنو له منلو څخه ډډه وکړه، چې په پایله کې د یووالي د پیوستون او پراختیا ګوند (USDP) د پوځ په ملاتړ پرېکنده بریا ترلاسه کړه. آنګ سان سوچي په داسې حال کې د پییتو هلتاو استازې شوه چې د هغې ګوند د ۲۰۱۲ کال په دویمه کچه ټاکنو کې له ۴۵ تشو چوکو څخه ۴۳ ترلاسه کړې. د هغې ګوند د ۲۰۱۵ کال په ټولټاکنو کې ستره بریا ترلاسه کړه، چې د اتحادیې په مجلس کې یې ۸۶ سلنه چوکۍ وګټلې – یعنې د ۷۶ سلنه څخه زیات اکثریت اړتیا درلوده ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د خوښې نوماندان د ولسمشرۍ په ټاکنیز کالج کې د ولسمشر او دویم مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شي. که څه هم نوموړې د اساسي قانون د یوې مادې له مخې د ولسمشر کېدو څخه پاتې شوه - یعنې د هغې خدای بخښلی مېړه او ماشومان بهرني اتباع وو - هغې د میانمار د دولت د سالاکارې په توګه نوې رامنځته شوې چوکۍ په غاړه واخیسته، چې دا چوکۍ د لومړي وزیر یا د حکومت د مشر چوکۍ ته ورته دنده وه.

کله چې هغه د دولت د سلاکار دفتر ته لاړه، نوموړې د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا وګړو د نسل وژنې پروانډې د ګام نه پورته کوولو او د میانمار د پوځ له خوا د ډله ییزې وژنې څخه د انکار په غبرګون کې د یو شمېر هېوادونو، بنسټونو او څېرو تر نیوکو لاندې راغله.  د هغې تر مشرۍ لاندې، میانمار د خبریالانو د تعقیب له امله هم تر نیوکو لاندې راغی. په ۲۰۱۹ کال کې، آنګ سان سوچي د عدالت په نړیواله محکمه کې را څرګنده شوه چې په کې نوموړې د روهینګیا د نسل وژنې د تورونو په وړاندې د برما د پوځ دفاع وکړه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سان سوچي، چې ګوند یې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې د میانمار ټول ټاکنې وګټلې، د ۲۰۲۱ کال د فبروري په لومړۍ نېټه د یوې کودتا په ترڅ کې ونیول شوه چې تاتماداو (د میانمار وسله وال ځواکونه) یې قدرت ته راستانه کړل او په ټول هېواد کې یې لاریونونه راوپارول. څو تورونه د نوموړې په وړاندې ولګول شول او د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۶ نېټه، هغه د دوو تورونو پر بنسټ په څلورو کلونو بند محکومه شوه. وروسته، د ۲۰۲۲ کال د جنوري په ۱۰ نېټه، هغې ته د نورو تورونو له امله د څلورو نورو کالو سزا واورول شوه او د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۲۷ نېټه، نوموړې د فساد په تورونو کې په پنځه کاله بند محکومه شوه. ملګرو ملتونو، زیاتره اروپایی هېوادونو او متحده ایالاتو دا نیول، محاکمه او حکم د سیاسي انګېزو په توګه وغندل.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

نوم سمول

د نورو برمايي نومونو په څېر په آنګ سان سوچي کې تخلص نشته او یوازې یو شخصي نوم دی، خو د نوموړې په برخه کې، دا نوم د دریو خپلوانو له نومونو څخه اخیستل شوی: "آنګ سان" د هغې د پلار څخه، "سو" د هغې د پلارنۍ انا څخه، او "چي"  د هغې د مور، خن چي څخه.[۲۳]

په برما کې سوچي زیاتره د ډاو آنګ سان سوچي په نوم یادېږي. د ډاو، تحت الفظي معنی "ترور" ده. دا د هغې د نوم برخه نه ده، بلکې د هرې زړې او درنې مېرمنې لپاره د "آغلې" په څېر یو ویاړ دی. ځینې وختونه برمیان هغې ته د داو سو یا امې سو ("مور سو") نوم اخلي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

شخصي ژوند سمول

آنګ سان سوچي د ۱۹۴۵ کال د جون په ۱۹ نېټه د برما په رنګون (اوسنۍ یانګون)، بریتانوي برما کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د پیټر پوفم په وینا، نوموړې د رنګون نه بهر په یوه کوچني کلي کې وزیږېده چې نوم یې همای سانګ دی. د هغې پلار، آنګ سان، د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د جاپانیانو سره یوځای شو. آنګ سان د برما عصري پوځ تاسیس کړ او په ۱۹۴۷ کال کې یې له بریتانیا څخه د برما د خپلواکۍ په اړه خبرې اترې وکړې. په همدې کال کې نوموړی د خپلو سیالانو له لوري ووژل شو. سوچي د تاکین تان تون ورېره ده چې د خن خین ګی، چې د هغې د مور خن کی د مشرې خور مېړه و.[۳۳][۳۴]

نوموړې د خپلې مور خن کی او دوه وروڼو، آنګ سان لین او آنګ سان او سره په رنګون کې لویه شوه. آنګ سان لين د اته کلنۍ په عمر هغه وخت مړ شو چې د موزیم د ماڼۍ په برخه کې په بوټو ښایسته جهيل کې ډوب شو. د هغې مشر ورور د کالیفورنیا سان ډیاګو ته کډوال شو او د متحده ایالاتو تبعه شو. د آنګ سان لین له مړینې وروسته، کورنۍ یې د انیا جهيل په غاړه یو کور ته کډه شوه چې هلته آنګ سان سوچي د بېلابېلو شالیدونو، سیاسي لیدلورو او مذهبونو له وکړو سره آشنا شوه. هغې د خپل ماشومتوب ډېره برخه په برما کې د میتوډیسټ انګلیسي عالي ښوونځي کې (چې اوس د لومړنیو زده کړو نمبر ۱ عالي لیسې ډاګون په نوم یادېږي) زده کړې کړې، چې په دې ځای کې نوموړې د ژبې د زدکړې په برخه کې د وړتیا په درلودلو وپېژندل شوه. هغه په څلورو ژبو خبرې کوي: برمایي، انګلیسي، فرانسوي او جاپاني. هغه د ترووادا بودايي پلوه ده.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د آنګ سان سوچي مور، خن کی، د برما په نوي را منځ ته شوي حکومت کې د سیاسي څېرې په بڼه شهرت ترلاسه کړ. په ۱۹۶۰ کال هغه په هند او نیپال کې د برما سفیره وټاکل شوه او آنګ سان سوچي له هغې سره یو ځای وه. نوموړې په نوي ډیلي کې د عیسی او مریم د ټولنې په ښوونځي کې زده کړې وکړې او په ۱۹۶۴ کال کې د سیاست په برخه کې د لیډي شري رام کالج څخه، چې په نوي ډیلي کې د ډهلي پوهنتون یوه برخه ده، فارغه شوې وه. سوچي خپلې زده کړې د اکسفورډ په سینټ هیګ کالج کې پر مخ یوړې او په ۱۹۶۷ کال کې یې د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخه کې یې د BA یا د ټولنیزو علومو لسانس سند ترلاسه کړ او په دریمه درجه فارغه شوه چې د دود له مخې په ۱۹۶۸ کال کې د ټولنیزو علومو ماسټري یا MA ورکړل شوه. نوموړې له فراغت وروسته په نیویارک ښار کې د کورنۍ له یو ملګري ما تان ای، چې یو وخت د برما نامتو پاپ سندرغاړی و، ژوند کاوه. هغې د دریو کلونو لپاره په ملګرو ملتونو کې کار وکړ، چې په ټوله کې یې د بودیجې په برخه کې هره ورځ خپل راتلونکي مېړه، ډاکټر مایکل اریس ته راپور ورکاوه. د ۱۹۷۲ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه آنګ سان سوچي او اریس، د تبت د دود او ادب پوه چې په بوتان کې اوسېده، واده وکړ. بل کال، هغې خپل لومړی زوی، الکساندر اریس، په لندن کې نړی ته راوړ. د دوی دوهم زوی، کیم، په ۱۹۷ کال وزیږېد. آنګ سان سوچي د ۱۹۸۵ او ۱۹۸۷ کلونو ترمنځ، د لندو په پوهنتون کې د ختیځ او افریقایي څېړنو په پوهنځي کې (SOAS) کې د څېړنې د زده کونکي په توګه د برمایي ادبیاتو په برخه کې د فلسفې د ماسټرۍ لپاره کار کاوه. په ۱۹۹۰ کال کې نوموړې د سینټ هیګز د وړیالې غړې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د دوو کلونو لپاره د هند په شیمله کې د هند د پرمختللو څېړنو د انسټیټیوټ غړې وه. هغې د برما د یووالي د حکومت لپاره هم کار کړی دی.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

آنګ سان سوچي په ۱۹۸۸ کال کې، د خپلې ناروغې مور د درملنې لپاره برما ته راستنه شوه. د ۱۹۹۵ کال په کرسمس کې د اریس سره لیدنه د دوی وروستۍ لیدنه وه، ځکه چې نوموړې په ​​​​برما کې پاتې شوه او د برما دیکتاتوري نظام نور اریس ته د راتلو وېزې رد کړې. اریس په ۱۹۹۷ کال کې د پروستات په سرطان اخته شو چې وروسته بې درملنې ناروغې وښودل شوه. د متحده ایالاتو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي کوفي عنان او دوهم پاپ جان پاول په ګډون د مشهورو څېرو او بنسټونو له غوښتنو سربېره، د برما حکومت اریس ته ویزه وړاندې نکړه او په ډاګه یې کړه چې دوی د هغه د پاملرنې لپاره اسانتیاوې نه لري او پر ځای یې له انګ سان سوچي څخه وغوښتل چې له هغه سره د لیدنې لپاره له هېواده ووځي. په دې وخت کې نوموړې په لنډمهاله بڼه له کورني نظربند څخه آزاده وه، خو د وتلو لپاره یې زړه نه درلود. دې وېره درلوده چې د وتلو په صورت کې به د بیا راتګ اجازه ور نه کړل شي ځکه چې هغې د بېرته راستنېدو لپاره د پوځي جنتا په ډاډ باور نه درلود.[۴۷][۴۸]

د ۱۹۹۹ کال د مارچ په ۲۷ نېټه اریس د ۵۳ کلنې کلیزې په ورځ مړ شو. له ۱۹۸۹ کال راهیسې یې له خپلې مېرمنې سره چې په لومړي ځل په کور کې نظر بنده شوه، یوازې پنځه ځلې لیدلي وو، چې وروستۍ یې په ۱۹۹۵ کې په کرسمس کې وه. دا هم له خپلو ماشومانو چې تر ۲۰۱۱ کال پورې په انګلستان کې ژوند کاوه، جلا شوې وه.[۴۹]

د ۲۰۰۸ کال د می په ۲ نېټه، وروسته له هغه چې نرګس بړبوکۍ برما تر برید لاندې راوسته، د آنګ سان سوچی د جهيل په غاړه ویجاړې شوې بنګلې خپل بام او بریښنا له لاسه ورکړل، په داسې حال کې چې دې بړبوکۍ د ایروادي سیند د دلتا ټول کلی لاندې ډوب کړل. د کور د بیاجوړونې او ترمیم پلانونه د ۲۰۰۹ کال په اګست میاشت کې اعلان شول. آنګ سان سوچي د ۲۰۱۰ کال د نوامبر په ۱۳ نېټه له کورني نظربند څخه خوشې شوه.[۵۰][۵۱][۵۲]

سرچينې سمول

  1. After Victory in Myanmar, Aung San Suu Kyi Quietly Shapes a Transition — د نشر نېټه: ۲ اپرېل ۲۰۱۶ — آرشيف اصل — سمونګر: Joseph Kahn — خپرونکی: The New York Times Company او A. G. Sulzberger — د خپرولو نیټه: ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۵ — ارزښت: June 19, 1945: Aung San Suu Kyi is born to Gen. Aung San, the leader of the military in Burma, now known as Myanmar, and Khin Kyi, a nurse.
  2. سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  3. Aung San Suu Kyi - Biographical — د نشر نېټه: ۱۰ اپرېل ۲۰۱۶ — آرشيف اصل — خپرونکی: Nobel Foundation — ارزښت: 1960: […] Suu Kyi accompanies mother to New Delhi.
  4. Aung San Suu Kyi - Biographical — د نشر نېټه: ۱۰ اپرېل ۲۰۱۶ — آرشيف اصل — خپرونکی: Nobel Foundation — ارزښت: 1969-71: She goes to New York for graduate study, staying with family friend Ma Than E, staff member at the United Nations, where U. Thant of Burma is Secretary-General.
  5. BDRC Resource ID: https://library.bdrc.io/show/bdr:P4CZ321154
  6. "How to pronounce "Aung San Suu Kyi"". Fifty Viss. 16 September 2007. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 25 April 2021 باندې). Aung San Suu Kyi Fast Facts. CNN.
  8. (په 9 November 2015 باندې). What happened when Aung San Suu Kyi's party last won an election in Burma.
  9. "5,000 days in captivity: The world's most famous political prisoner". The Independent (په انګلیسي ژبه کي). 23 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 31 December 1999 باندې). The Children of Gandhi. (excerpt)
  11. (په 31 May 2013 باندې). A Decade Later, Victims Still Seeking Depayin Massacre Justice.
  12. (په 31 October 2017 باندې). Did the World Get Aung San Suu Kyi Wrong?.
  13. Beech, Hannah (25 September 2017). "What Happened to Myanmar's Human-Rights Icon?". The New Yorker. مؤرشف من الأصل في ۱۴ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Dispatches – On Demand – All 4". Channel 4. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 24 April 2018 باندې). Suu Kyi's Silence: Why Myanmar's Leader Is Ignoring The Rohingya Genocide. HuffPost
  16. (په 12 November 2018 باندې). Aung San Suu Kyi stripped of Amnesty's highest honour over 'shameful betrayal'.
  17. . Myanmar army, government aim to silence independent journalism: U.N.. Reuters.
  18. (په 13 January 2020 باندې). Myanmar's Aung San Suu Kyi: 'Defending the indefensible'.
  19. (په 10 January 2022 باندې). Aung San Suu Kyi handed four-year jail term in military 'courtroom circus'.
  20. (په 2022-04-27 باندې). Aung San Suu Kyi Found Guilty in Myanmar Ahead of Biden Summit. The New York Times.
  21. (په 2022-04-27 باندې). Aung San Suu Kyi: Myanmar sentences ex-leader to jail for corruption. BBC News.
  22. (په 6 December 2021 باندې). Myanmar's junta condemned over guilty verdicts in Aung San Suu Kyi trial.
  23. Aung San Suu Kyi – Biography Archived 27 October 2007 at the Wayback Machine. Nobel Prize Foundation
  24. (په 28 May 2009 باندې). Suu Kyi Protester Arrested. The Irrawaddy
  25. (په 13 November 2010 باندې). ဒေါ်အောင်ဆန်းစုကြည်ကို "အမေစု"ဟု အော်ဟစ် နှုတ်ဆက်. ဧရာဝတီ.
  26. "Aung San Suu Kyi". Oxford Dictionaries Online. مؤرشف من الأصل في ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Aung San Suu Kyi should lead Burma Archived 3 June 2013 at the Wayback Machine., Pravda Online 25 September 2007
  28. The Next United Nations Secretary-General: Time for a Woman Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine. Equality Now.org November 2005
  29. MPs to Suu Kyi: You are the real PM of Burma Archived 30 April 2011 at the Wayback Machine.. The Times of India 13 June 2007
  30. Walsh, John (February 2006) Letters from Burma Archived 30 June 2015 at the Wayback Machine. Shinawatra International University
  31. Deutsche Welle Article: Sentence for Burma's Aung San Suu Kyi sparks outrage and cautious hope Quote: The NLD won a convincing majority in elections in 1990, the last remotely fair vote in Burma. That would have made Aung San Suu Kyi the prime minister, but the military leadership immediately nullified the result. Now her party must decide whether to take part in a poll that shows little prospect of being just
  32. "Myanmar Family Roles and Social Relationships". Government of Myanmar. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Popham, Peter (April 2013). The Lady and the Peacock: The Life of Aung San Suu Kyi. New York, NY: The Experiment, LLC. د کتاب پاڼې 163. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61519-081-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  34. (په 4 December 2021 باندې). Junta Watch: Coup Leader's Wife Draws Public Ire; Suu Kyi's New Charge and More. The Irrawaddy.
  35. Aung San Suu Kyi – Biography Archived 27 October 2007 at the Wayback Machine. Nobel Prize Foundation
  36. Stewart (1997), p. 31
  37. Stewart (1997), p. 32
  38. Aung San Suu Kyi: A Biography, p. 142
  39. A biography of Aung San Suu Kyi Archived 5 December 2012 at the Wayback Machine. Burma Campaign.co.uk Retrieved 7 May 2009
  40. "Aung San Suu Kyi – Biography". Nobel Foundation. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اپرېل ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Aung San Suu Kyi – Biographical". The Nobel Foundation. 1991. مؤرشف من الأصل في ۲۵ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 30 May 2012 باندې). Much warmth, some restraint at Manmohan's meeting with Suu Kyi. Business Standard
  43. Popham, Peter (2012). "Aung San Suu Kyi" (PDF). St. Hughs College Magazine. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "AUNG SAN SUU KYI: HER EARLY LIFE, FAMILY AND CHARACTER". Facts and Details. May 2014 [2008 Jeffrey Hays, last updated May 2014]. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Aditi Phadnis (په 30 May 2012 باندې). Much warmth, some restraint at Manmohan's meeting with Suu Kyi. Business Standard
  46. Staff reporter (18 June 2009) Before the storm: Aung San Suu Kyi photograph peels back the years Archived 21 December 2016 at the Wayback Machine. The Guardian
  47. A biography of Aung San Suu Kyi Archived 5 December 2012 at the Wayback Machine. Burma Campaign.co.uk Retrieved 7 May 2009
  48. Suu Kyi rejects UK visit offer Archived 5 March 2016 at the Wayback Machine. BBC News 26 March 1999
  49. (په 27 March 1999 باندې). Obituary: A courageous and patient man. BBC News.
  50. (په 5 May 2008 باندې). Official: UN plane lands in Myanmar with aid after cyclone.
  51. Aung San Suu Kyi's home to be renovated Archived 31 May 2013 at the Wayback Machine. Mizzima 10 August 2009
  52. Ba Kaung (13 November 2010). "Suu Kyi Freed at Last". The Irrawaddy. مؤرشف من الأصل في ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)