مېرمن آمنه فدوي د سردار نور محمد خان هوښياره او فاضله لور وه چې نوم یې بي بي آمنه او تخلص يې <فدوي> و په خټه محمدزۍ ده . مېرمن فدوي د پنځنۍ په ورځ د لمړۍ خور په ۱۷مه کال ۱۲۷۶م ، هجري کې زېږېدلې وه .

مخینه سمول

سردار نور محمد خان محمدزی د اعلحضرت ضيا الملته و الدین لخوا د کندهار په حکمرانۍ مقرر او سرلوړې شوی و . همدا مېرمن د سردار نور محمد خان محمدزي لور ده . مېرمن آمنې فدوي د سردار عبدالحبیب خان سره واده کړی و او ۶۵ کاله یې پتمنه ژوند کړی .

ادبي ژوند سمول

آغلې فدوي د ادبياتو سره ډېره مینه درلوده او په خپله هم ښه شاعره وه او خواږه خواږه اشعار يې ویلي دي ، آغلې فدوي ډېری شعرونه ورسره یې نثر هم لیکه .

سرچينې سمول

پښتنې مېرمنې د بېنوا نښېر