آلن ټورینګ

آلن ماټیسون ټورینګ (زوکړه: د ۱۹۱۲ زکال د جون ۲۳ مه – مړینه: د ۱۹۵۴ زکال د جون ۷ مه) انګلیسي ریاضي پوه، کمپیوټر پوه، منطق پوه، فیلسوف، ریاضیکي ژوند پوه او کوډ جوړونکی و. ټورینګ د نظري کمپیوټري علم په پراختیا کې په پراخه کچه ونډه لرله. په ټورینګ ماشین کې د الوګاریتمونو او محاسباتو د کاراخیستو له امله دغه ماشین په ټولو برخو کې د یو کارېدونکي کمپیوټر په توګه په پام کې نیول کېږي. نوموړی تر ډېره پورې د کمپیوټر د نظري علم او مصنوعي ځیرکتیا د پلار په توګه پېژندل کېږي. [۴][۵][۶][۷][۸]

آلن ټورینګ
آلن ټورینګ
آلن ټورینګ

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
دين
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه سولګرپوهنه ،  شمېرپوهنه ،  سولپوهنه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی د کېمبرېج پوهنتون [۳]  ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
ځانګړې کړنې د تورينګ ازموينه   ويکيډاټا کې (P800) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
آلن ټورینګ
آلن ټورینګ

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ټورینګ د لندن په مایډا ویل کې وزېږېد او د انګلستان په سوېل کې را لوی شو. نوموړی د ریاضي د سند په ترلاسه کولو سره د کمبرېج له کېنګ کالج څخه فارغ شو. هغه مهال چې نوموړي د کامبرېج د علمي ټولنې غړیتوب درلود، داسې یو ثبوت یې وړاندې کړ چې څرګندوله یې د ریاضي یو شمېر هو- نه پوښتنې کېدای شي هېڅکله په محاسباتي چارو ځواب نه شي او د دې د ثبوت لپاره یې ټورینګ ماشین تعریف کړ؛ هغه ثابته کړه چې د ټورینګ ماشینونو درېدل د پرېکړو کولو د وړتیا نه لرلو له امله دي. نوموړي په ۱۹۳۸ زکال کې خپله دوکتورا د پرینسټون پوهنتون د ریاضیاتو له څانګې څخه ترلاسه کړه. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ټورینګ په بلچلي پارک کې د ګورنمنټ کوډ او سایفر سکول ((GC&CS په نامه مرکز سره کار کاوه چې د کوډونو د ماتولو بریتانوي مرکز و او په پام وړ کچه اطلاعات یې برابرول. د یوڅه مودې لپاره نوموړي د هټ اته (Hut 8) برخې مشري وکړه چې د جرمني د سمندریز ځواک د کوډونو د تجزیې او تحلیل مسئولیت پر غاړه درلود. نوموړي دلته د کار کولو پر مهال د جرمني کوډونو د لوستلو د چټکتیا په موخه یو شمېر لارې چارې اختراع کړې؛ د بېلګې په توګه هغه له جګړې وړاندې د پولنډي کوډ جوړونکو میتودونو په پراختیا سره یو الکترومیخانیکي ماشین رامنځته کړ چې کولای یې شو د انیګما ماشین تنظیماتو ته لاسرسی ومومي. ټورینګ د هغو لېږل شوو کوډیکو پیغامونو په تجزیه کې مهم رول درلود چې پر مټ یې متفقینو وکولای شول محور ځواکونو ته په یو شمېر مهمو جګړو له دې ډلې په اتلانتیک جګړه کې ماته ورکړي. [۹][۱۰]

له جګړې وروسته ټورینګ د فزیک په ملي ازموینځای/لابراتور کې کار وکړ، چېرې چې نوموړي د محاسباتو اتوماتیک ماشین (ACE) اختراع کړ؛ هغه چې د پروګرام لرونکي کمپیوټر لومړنۍ طرحه وه. په ۱۹۴۸ زکال کې ټورینګ د منچسټر په ویکټوریا پوهنتون کې د ماکس نیومن د محاسباتي/کمپیوټري ماشین په لابراتوار کې کار وکړ چېرې چې هغه د مانچسټر کمپیوټرونو له پراختیا سره مرسته وکړه او همدلته یې له ریاضیکي بیولوژي سره لېوالتیا پیدا کړه. هغه د مورفوژنېسېز د کیمیاوي بنسټ په اړه لیکنه وکړه او د یو شمېر هغو کیمیاوي اهتزاز لرونکو غبرګونونو لکه د بلوسوف – ژابوتینسکي د غبرګون وړاندوینه یې وکړه چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې مشاهده شو. د دغو لاسته راوړونو سربېره؛ ټورینګ د خپل ژوند په اوږدو کې هېڅکله په بریتانیا کې په رسمیت وه نه پېژندل شو ځکه چې د هغه ډېری چارې د رسمي محرم قانون (Official Secrets Act) تر پوښښ لاندې وې. [۱۱][۱۲]

ټورینګ په ۱۹۵۲ زکال کې د خپلو همجنسګرایانه چارو له امله له عدلي تعقیب لاندې ونیول شو. نوموړي د ډي اتیل اسټیل بسټرول هورموني درملنه ومنله، هغه کړنلار چې معمولا د کیمیاوي اخته کولو (chemical castration) د لارې په توګه پېژندل کېږي او د بندي کېدو پر ځای په یوه کس پلې کېږي. ټورینګ د ۱۹۵۴ زکال د جون په ۷ مه د خپلې ۴۲ کلنۍ له کالیزې ۱۶ ورځې مخکې د سیانور یا سیاندریک اسید په واسطه د مسمومیت له امله ومړ. د هغه د مړینې اړوند یوې څېړنې د هغه مړینه ځان وژنه وبلله خو دې ته یې هم اشاره وکړه چې د شواهدو له مخې کېدای شي د تصادفي مسمومیت سره تطابق ولري.

په ۲۰۰۹ زکال کې د یو عمومي کمپاین وروسته د بریتانیا لومړي وزیر ګورډن براون د بریتانیا د دولت په استازولۍ «په ټورینګ باندې د تطبیق شوې درملیزې چارې» له امله عمومي رسمي بخښنه وغوښته. ملکې دویمې الیزابت په ۲۰۱۳ زکال کې له مړینې وروسته هغه ته بخښنه وکړه. د «آلن ټورینګ د قانون» اصطلاح اوس مهال په غیر رسمي توګه د بریتانیا د ۲۰۱۷ زکال کې هغه قانون ته کارول کېږي چې د پخوانیو قوانینو له مخې ټولو محکوم شوو همجنسګرایانو ته یې له مخې بخښنه وشوه او له مخې یې همجنسګرايي قانوني وبلل شوه. [۱۳]

د ټورینګ په پراخه میراث کې د نوموړي مجسمې او ډېری هغه څه چې د ده په نوم نومول شوي شاملېږي؛ له دې ډلې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د نوښتونو کلنۍ جایزه هم ورته اړوندېږي. د نوموړي انځور د انګلستان د اوسني پولي واحد په ۵۰ پونډي بانک نوټ کې راغلی چې د ۲۰۲۱ زکال د جون په ۲۳ مه د هغه د زېږون د تلین سره هم مهاله خپور شو. په ۲۰۱۹ زکال کې د بي بي سي یوه سریال د لیدونکو د رایو پر بنسټ نوموړی د شلمې پېړۍ له مخکښو کسانو څخه بللی.

لومړنی ژوند او زده کړې

سمول

کورنۍ

سمول

ټورینګ د لندن په مایډا ویل کې هغه مهال وزېږېد چې پلار یې جولیوس ماټیسون ټورینګ (۱۸۷۳- ۱۹۴۷ زکال) د هند په چاتراپور کې د سلطنتي ملکي خدمتونو (هندي ملکي خدمت) او وروسته د مدراس په پریزیډنسي کې چې اوس مهال د هند اودیسا ایالت ته اړوندېږي، له دندې څخه په رخصتي راغلی و. د ټورینګ پلار د کشیش جان رابرټ ټورنیګ زوی و چې د سکاټلنډي سوداګرو کورنۍ ته اړوند و او په هالنډ کې استوګن و؛ د دوی په کورنۍ کې یو بارونټ هم شامل و. د ټورینګ مور، د جولیوس ښځه، ایتل سارا ټورینګ نومېده (کورنی نوم یې سټوني و؛ ۱۸۸۱- ۱۹۷۶ زکال) چې د مدراس د اوسپنۍ پټلې د سر انجینر اډوارډ والر سټوني لور وه. د سټوني کورنۍ ټیپرری او لانګفورډ ایالتونو ته اړونده انګلیسي- ایرلنډي پروتستانت اشرافي کورنۍ وه؛ په داسې حال کې چې ایتل خپل ماشومتوب په کلر ایالت کې تېر کړی و. جولیوس او ایتل د ۱۹۰۷ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د دوبلین د کلایډ روډ سیمې په باتلومیو کلیسا کې واده وکړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د هند په ملکي خدمت کې د جولیوس دنده لامل وګرځېده د دوی کورنۍ هند ته کډه وکړي، چېرې چې د هغه نیکه د بنګال د پوځ جنرال و. په داسې حال کې چې جولیوس او ایتل دواړو غوښتل ماشومان یې په بریتانیا کې را لوی شي، له همدې امله یې د لندن مایډا ویل ته کډه کړه او ټورینګ په همدغه سیمه کې د ۱۹۱۲ زکال د جون په ۲۳ مه وزیږېد. ټورینګ د جان په نوم (د ټورینګ بارونېټانو د ۱۲م بارونیټ، جان درموټ ټورینګ پلار) یو مشر ورور هم درلود. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ملکي خدمتونو په برخه کې یې د پلار دندې لا د هغه د ماشومتوب د کلونو پر مهال دوام درلود او والدینو به یې د بریتانیا هاسټینګز او هند ترمنځ تګ راتګ کاوه، دوی به د سفر پر مهال خپل ماشومان یوې پوځي تقاعد شوې کورنۍ ته پرېښول. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ښوونځی

سمول

د ټورینګ والدینو نوموړی له شپږ کلنۍ څخه تر ۹ کلنۍ پورې د سنټ لئوناردز – آن سي سیمې د ۲۰م چارلز واټ په سنټ مایکل ابتدايي ښوونځي کې شامل کړ. د هغه پوهې ته د ښوونځي د مدیرې پام شو او څرګنده یې کړه چې «... په ښوونځي کې ډېر تکړه زده کوونکي لري، خو آلن د دوی ترمنځ نابغه دی».[۲۸]

د ۱۹۲۲ زکال له جنوري میاشتې څخه تر ۱۹۲۶ زکال پورې ټورینګ د ساسکس په فرانت کلي کې (اوس مهال ختیځ ساسکس) د هازلهرسټ په خصوصي ښوونځي کې زده کړې وکړې. په ۱۹۲۶ زکال کې د ۱۳ کلونو په عمر نوموړی د ډورسټ په سوداګریز شربورن ښار کې بشپړ مهالي (شپني او ورځني) د شربورن ښوونځي ته ولاړ؛ چېرې چې نوموړی په وسټکاټ کور کې اوسېد. د هغه د زده کړو لومړۍ ورځ په بریتانیا کې د ۱۹۲۶ زکال د عمومي اعتصاب سره هم مهاله وه خو هغه د خپلو زده کړو په برخه کې دومره پیاوړی هوډ درلود چې له سویلي همپټون څخه تر شربورن پورې یې د ۶۰ مایلو (۹۷ کیلومتره) فاصله په خپل بایسکل سره ووهله او آن یوه شپه هم په مسافرخونه کې پاتې شو. [۲۹][۳۰][۳۱]

له ریاضیاتو او ساینس سره د ټورینګ طبیعي لیوالتیا د دې لامل وګرځېده چې نوموړی د شربورن د ښوونځي د یو شمېر ښوونکو په زړه کې ځای پیدا نه کړي ځکه چې هغوی تر ډېره پورې د کلاسیک په زده کړه ټینګار درلود. د ښوونځي مدیر د هغه کورنۍ ته ولیکل: «هیله من یم چې هغه د دوه ګړنګونو ترمنځ وه نه لوېږي. که چېرې غواړي په عامه ښوونځي کې زده کړې وکړي باید اړوند څه زده کړي، خو که غواړي یو علمي متخصص واوسي خپل وخت په دغه ښوونځي کې ضایع کوي». له دې سره ټورینګ د هغو څه په زده کړه کې چې ورسره یې لیوالتیا لرله پام وړ وړتیا له ځانه څرګندوله او آن په ۱۹۲۷ زکال کې یې د ابتدایي حساب له لوستنې پرته کولای شول پرمختللې ریاضیکي محاسبې ترسره کړي. په ۱۹۲۸ زکال کې د ۱۶ کلنۍ په عمر ټورینګ د البرټ انشټاین له اثارو سره بلد شو. هغه نه یوازې د نوموړي اثار درک کړل، بلکه دا امکان هم شتون لري چې هغه توانېدلی د نیوټن د حرکت د قوانینو اړوند د انشټین د پوښتنې ځواب د هغه له هغه متن څخه استنباط کړي چې هیڅکله هم د دغې موضوع اړوند په کې په صراحت څه نه دي یاد شوي. [۳۲][۳۳]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنه: Andrew Hodges — خپرونکی: Unwin Paperbacks — ISBN 978-0-04-510060-6
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm6290133/ — د نشر نېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
  3. پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  4. "Who was Alan Turing?". The British Library. Archived from the original on 23 July 2019. نه اخيستل شوی 29 July 2019.
  5. Newman, M.H.A. (1955). "Alan Mathison Turing. 1912–1954". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 1: 253–263. doi:10.1098/rsbm.1955.0019. JSTOR 769256. S2CID 711366.
  6. Gray, Paul (29 March 1999). "Alan Turing – Time 100 People of the Century". Time. Archived from the original on 19 January 2011. نه اخيستل شوی 10 January 2011. Providing a blueprint for the electronic digital computer. The fact remains that everyone who taps at a keyboard, opening a spreadsheet or a word-processing program, is working on an incarnation of a Turing machine.
  7. Sipser 2006, p. 137
  8. Beavers 2013, p. 481
  9. Copeland, Jack (18 June 2012). "Alan Turing: The codebreaker who saved 'millions of lives'". BBC News Technology. Archived from the original on 11 October 2014. نه اخيستل شوی 26 October 2014.
  10. A number of sources state that Winston Churchill said that Turing made the single biggest contribution to Allied victory in the war against Nazi Germany. However, both The Churchill Centre and Turing's biographer Andrew Hodges have stated they know of no documentary evidence to support this claim, nor of the date or context in which Churchill supposedly said it, and the Churchill Centre lists it among their Churchill 'Myths', see Schilling, Jonathan (8 January 2015). "Churchill Said Turing Made the Single Biggest Contribution to Allied Victory". The Churchill Centre: Myths. Archived from the original on 17 February 2015. نه اخيستل شوی 9 January 2015. and Hodges, Andrew. "Part 4: The Relay Race". Update to Alan Turing: The Enigma. Archived from the original on 20 January 2015. نه اخيستل شوی 9 January 2015. A BBC News profile piece that repeated the Churchill claim has subsequently been amended to say there is no evidence for it. See Spencer, Clare (11 September 2009). "Profile: Alan Turing". BBC News. Archived from the original on 13 December 2017. نه اخيستل شوی 17 February 2015. Update 13 February 2015 Official war historian Harry Hinsley estimated that this work shortened the war in Europe by more than two years but added the caveat that this did not account for the use of the atomic bomb and other eventualities.Hinsley, Harry (1996) [1993], The Influence of ULTRA in the Second World War Transcript of a lecture given on Tuesday 19 October 1993 at Cambridge University
  11. Olinick, M. (2021). Simply Turing. United States: Simply Charly, ch. 15.
  12. Leavitt 2007, pp. 231–233
  13. "'Alan Turing law': Thousands of gay men to be pardoned". BBC News. 20 October 2016. Archived from the original on 20 October 2016. نه اخيستل شوی 20 October 2016.
  14. Hodges 1983, p. 5
  15. "The Alan Turing Internet Scrapbook". Alan Turing: The Enigma. Archived from the original on 14 June 2012. نه اخيستل شوی 2 January 2012.
  16. Phil Maguire, "An Irishman's Diary", p. 5. The Irish Times, 23 June 2012.
  17. Irish Marriages 1845-1958 / Dublin South, Dublin, Ireland / Group Registration ID 1990366, SR District/Reg Area, Dublin South
  18. "London Blue Plaques". English Heritage. Archived from the original on 3 September 2009. نه اخيستل شوی 10 February 2007.
  19. The Scientific Tourist In London: #17 Alan Turing's Birth Place Archived 21 September 2013 at the Wayback Machine., Nature. London Blog
  20. کينډۍ:Openplaque
  21. "The Alan Turing Internet Scrapbook". Archived from the original on 20 July 2011. نه اخيستل شوی 26 September 2006.
  22. Sir John Dermot Turing Archived 18 October 2017 at the Wayback Machine. on the Bletchley Park website.
  23. Hodges 1983, p. 6
  24. "Plaque unveiled at Turing's home in St Leonards". Hastings & St. Leonards Observer. 29 June 2012. Archived from the original on 12 September 2017. نه اخيستل شوی 3 July 2017.
  25. "St Leonards plaque marks Alan Turing's early years". BBC News. 25 June 2012. Archived from the original on 3 December 2017. نه اخيستل شوی 3 July 2017.
  26. Jones, G. James (11 December 2001). "Alan Turing – Towards a Digital Mind: Part 1". System Toolbox. Archived from the original on 3 August 2007. نه اخيستل شوی 27 July 2007.
  27. "Guildford Dragon NEWS". The Guildford Dragon. 29 November 2012. Archived from the original on 19 October 2013. نه اخيستل شوی 31 October 2013.
  28. Cawthorne, Nigel (2014). Alan Turing : the enigma man. London. p. 18. ISBN 978-1-78404-535-7. OCLC 890938716.
  29. Alan Mathison (April 2016). "Alan Turing Archive – Sherborne School (ARCHON CODE: GB1949)" (PDF). Sherborne School, Dorset. Archived (PDF) from the original on 26 December 2016. نه اخيستل شوی 5 February 2017.
  30. "Alan Turing OBE, PhD, FRS (1912–1954)". The Old Shirburnian Society (په انګليسي). 1 September 2016. نه اخيستل شوی 10 October 2020.
  31. Hofstadter, Douglas R. (1985). Metamagical Themas: Questing for the Essence of Mind and Pattern. Basic Books. p. 484. ISBN 978-0-465-04566-2. OCLC 230812136.
  32. Hodges 1983, p. 34
  33. Hodges 1983, p. 26