T195546/Talk:تانبه:تاریخ
خان ګل خانه! ددې تانبې غلطۍ ستاسو انتظار کوي
سمولهیله ده څومره وخت مو چې د پاکستان په کینډۍ کې تېر کړ، د هغې نیمایي دې تانبې ته هم ورکړئ، او را راپه ګوته کړئ چې دا تانبه څنګه په علمي لیکنو غني کړو. په درنښت--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 17:33, 9 می 2015 (UTC)
- زه ستاسو د ډېرو کارونو او دا ډول بېځايه تانبو جوړولو چې يو يې هم معياري او کره نه دي، سره بډ يم. د دې دليل دا دی چې دلته تاسو ډېرې زياتې گډوډۍ رامېنځ ته کړي. لکه پخوا مې چې ووييل ته (انصاري) او هغه بل پاکستانی (عثمان خان شاه)، تاسې د کيفيت په پرتله کميت ته ډېر پام کړی او کارونه مو اکثراً بې کيفيته دي. دلته د هېڅ شي کنترول نشته او هر څوک چې هر څه يې زړه غواړي بس ليکي يې او تاسو هم ورته خوشاله ناست ياست چې پښتو ده. که زه تر اوسه پورې پازوال وای نو ما به هم له ډېر څه سم کړي وای. ځينې داسې چارې دي چې د پازوالئ پرته نه شي سمېدلی لکه د Common.css مخونه او يا هم د جاواسکرېپټ مخونه. تا (انصاري) د يوې سپږې په خاطر ډېر څه له لاسه ورکړل. د نن کيسه داسې ده چې په اوردو ويکيپېډيا کې ما هم يو څو ليکنې وکړلې خو هغوی زما ليکنې بې پوښتنې ړنگې کړلې، همداراز يې د ۲ ساعتونو لپاره بلاک کړلم. خو اوس د هغوی د پازوالانو تر مېنځ دومره کلکه همغږي شته چې هېڅوک تيار نه دي چې زما بلاک ليري کړي او يا هم راته د بلاک کولو سبب ووايي. ما د هغه بل پاکستاني (عثمان خان شاه) په څېر ورته کار وکړ، د پښتو په متن مې مالومات خپاره کړل. بيا مې ورته وليکل چې زما اوردو چې څنگه ما زده کړې هغه د هغوی له اوردو څخه فرق کوي. همدا دليل راته عثمان خان شاه يو ورځ وييلی و چې زما د گورنمنټ سکول پښتو کې ټول ذما ليکي. بيا مې د اوردو ژبې د ليکنښو په خلاف ټکی وکاراوه او لومړی همدا عثمان خان شاه رامخ ته شو او زما هره ليکنه يې پر شا وتمبوله، نو اوس دا هغه وخت دی چې د رحمان بابا شعر پکې سم دم جوړ دی. که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي - نو خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې. عثمان خان شاه چې نه غواړي په اوردو ژبه کې د پښتو په املا ليکنې خپرې شي، دې ته په نره زړه ښه کوي او چمتو ناست دی چې د اوردو املا پر موږ ومني. آفرين پر دې انصاف.--Khangul (خبرې اترې) 18:38, 9 می 2015 (UTC)