2015 د تورکيې لخوا د روس الوتکه ويشتل
د تورکيې هوایي ځواکونو د روسیې سکخوي نومې جنگي الوتکه په 24 نومبر 2015ز کال د تورکيې او سوريې په سرحدي سيمه کې وويشتله. د تورکيې په وينا چې موږ روس ته څو ځله ويلي ول چې زموږ د هوایي حدودو سرغړونې لاس واخلئ، خو روسیې بيا هم د زموږ هوایي حدودو کې خپلې الوتکې داخلې کړې.. د ناټو له خوا چې د فضايي قوانين جوړ شوي دي د هغو سره سم که يو هېواد د هوایي حدودو تېری وکړي نو لومړی به هغه ته اخطار ورکړ شي چې له سرغړونې لاس واخلي، او که بيا هم هغه هېواد سرغړونو ته دوام ورکوي نو بل هېواد کولای شي چې د خپلې دفاع لپاره د دوښمن الوتکه وولي او رانسکوره کړي. [۱]
ويشتل لنډيز | |
---|---|
د پېښې نېټه | 24 نومبر 2015ء |
ځای | سوريه-تورکيه سرحدی |
عمله | 2 + ژغورونکي چورلکې |
مړينې | 1 پیلوټ،1 میرین |
بچ شوي کسان | 1 پیلوټ |
ډول د الوتکې | سکخوي |
مشتغل | روسي هوایي ځواکونه |
د تورکيې په وینا چې روسیې الوتکه ددې هېواد هوایي حریم ته ته 2 کيلو ميټره دننه راغلې وه خو روسيه وايي چې دا خبره ناسمه ده. مونږ د سوریې په سرحد کې دننه عملیات ترسره کړې دي.[۲]
سرچينې
سمول- ↑ "Turkey downs Russian jet". Al Jazeera. 24 November 2015. نه اخيستل شوی 25 November 2015.
- ↑ Sputnik (24 November 2015). "Russian Defense Ministry Video Proves Su-24 Never Entered Turkish Airspace". sputniknews.com. نه اخيستل شوی 25 November 2015.