۲۵×۷،۶۲ مرمی ټوکارېف

۲۵×۷،۶۲ مرمی ټوکارېف (په روسي:7,62×25 ТТ په انگرېزي: 7.62 Tokarev) د ټوپکچو یوه شوروي مرمی ده چې په ۱۹۳۰ کال کې د Fjodor Vasiljevič Tokarev لخوا د شوروي وسله والو ځواکونو لپاره طرح او جوړه شوه. دغه مرمی تر دويمه نړېواله جگړه وروسته د ختېځي بلاک په پوځونو کې تر ټولو گڼ شمير لرونکی مرمی وه. نوموړی مرمی اساني په توگه د مرمیو پر ضد واسکټ (لکه NIJ level I and IIA) او د کېولاړ خولۍ (لکه PASGT) ماته ورکولای شی. په اوس وخت کې ۲۵×۷،۶۲ مرمی ټوکارېف په روسیه، چېک جمهوريت، رومانيا او بلغاریا کې جوړېږي.

۲۵×۷،۶۲ مرمی ټوکارېف