۲۰۱۶ کال ۶ تنو دار ځړونه

۶ تنو وسله والو طالب ترهگرو چې پخوا یې لا د اشد مجازات (اعدام) سزا د افغانستان اسلامي جمهوریت درېگونو محاکمو اورولې وه؛ د افغانستان د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا یې د اعدام سزا د یوه فرمان په ترڅ کې توشیع او اړوندو مراجعو ته د عملي کولو لپاره ولېږل شو.

اعدام شوی ۶ تنو په اړه معلومات: سمول

  1. خان اغا مشهور په عبدالرحمن - غړیتوب: القائده، لگول شوی تور یا جرم: د ملی امنیت پر مرستیال عبدالله لغمانی حمله او پر مدیر حمیدالله حمله چی د ملی امنیت ۲۵ ریاست کارمند وه.‌
  2. حمیدالله - غړیتوب: طالبانو تحریک - لگول شوی تور یا جرم: د سولی شورا په ریس یعنی په برهان الدین ربانی حمله.
  3. محمد اسماعیل - غړیتوب: حقانی ډله - لگول شوی تور یا جرم : په وزیر اکبرخان کی د فاینست په سوپر مارکیټ حمله چی گن شمیر افراد پکی ټپیان شوی او مړه شویدی.‌
  4. حجت الله: غړیتوب : طالبانو تحریک: لگول شوی تور یا جرم: د پغمان په ولسوالی کی یو کاسټر کی ماین ځای په ځای کول چی په نتیجه کی ۹ کسان وژل شویدی.
  5. محمد عثمان - غړیتوب : طالبانو تحریک - لگول شوی تور یا جرم: د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالی کی د ماین خښول چی په نتیجه کی ۷ پولیس وژل شویدی.
  6. اکمل - غړیتوب: د طالبانو تحریک - لگول شوی تور یا جرم: د شهید سردار داوارخان په روغتون حمله چی په نتیجه کی ۴ امنیتی ځواکونه وژل شویدی او ۲۲ ټپیان شوی وه