۲۰۱۶ز کال کې د طالبانو ولسوالانو وژنه

ننگرهار سمول

۲۰۱۶/۵/۱۳ز د پچیر و اگام ولسوال وژنه سمول

د ننگرهار ولایت د پچير اگام ولسوال د لومړنيو ورکړل شویو مالوماتو له مخې، نن لس نيمې بجې د دې ولسوالۍ د زرمه خېلو په سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې پچير اگام لپاره د وسله والو مخالفينو نومول شوی ولسوال امين جان او يو ساتوونکی يې ووژل شول. د ولسوال د مالوماتو پر بنسټ، په دغه بريد کې د نوموړي يو کرولا ډوله موټر او دوه ميله وسلې هم لمنځه تللي دي.

22/5/2016ز هېلمند، مارجې عملیات سمول

افغان ملي ځواکونو د هېلمند په مارجې ولسوالۍ کې یو لړ تصفیوي عملیات ترسره کړي چې د پوځ د عملياتو مشر په وینا د نن په عملياتو کي يې د مارجې مخکنی ولسوال قاري فدامحمد، د مارجې بل بانفوذه طالب قوماندان ملا عتيق الله او د شاکر شبکې والا قوماندان او ۱۳ کسه نور مخالفين وژلي. په يوه کور کي يې ۱۳ کړۍ ماينونه او پر پخه لاره ۲۸ کړۍ ماينونه موندلي وروسته يې ويجاړ کړيدي. دمگړی عمليات درېدلي، د سهار لپاره چمتوالی نيول سوی دی.

22/5/2016ز هېلمند، مارجې عملیات سمول

د پوځ د عملیاتو مشر وایي: نن سهار شپږ نیمي بجې یې مارجې کي د طالبانو قضايي مسئول رحماني او نظامي مسئول حاجي رحمت د هدفي بریدونو په ترڅ کي وژلي،او د حمیدي په نوم بل قوماندان د شپې ۱۲ بجې کومانډو ځواکونو ژوندی نیولی.