۲۰۱۶ز کال کې د طالبانو والیانو نیونه

په ۲۰۱۶ز کال کې د طالبانو وسله والې ترهگرې ډلې والیان نیول شوي چې هریو یې تاریخ سره لاندې ډول دي:

غزني 15 اپریل 2016 سمول

د اپریل په ۱۵مه نیټه د افغانستان ملي امنیت اعلان کړه چې د غزني لپاره د طالبانو وسله وال ترهگر والي قاري یوسف نیول شوی دی. دا والي د شیخ امیر کلي چې د خوست په گوربز ولسوالۍ کې موقعیت لري؛ نیول شوی دی. دا والي د ملي امنیت نیولو پر وخت د ښځینه په ډله کې ناست و چې ښځینه جامې یې هم اغوستې وی. ده غوښتل چې په لنډو ورځو کې یوه تهاجمي برید مشري ترسره کړي. په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې اعلامیه کې والي چې د غزني والي خالد صمیم نومېږي او ازاد گرځي. دې وایي چې د قاري یوسف په نامه څوک نه پېژني او نه له طالبانو سره اړیکه لري.

http://www.bbc.com/persian/afghanistan/2016/04/160415_k04_ghazni_governor_arrested_by_nds

هرات یکشنبه، د قوس ۱۴مه ۱۳۸۹ل سمول

د هرات لپاره تش په نامه مرستیال والي د هرات په گذره ولسوالۍ کې نیول شوی چې یو بل کس هم ورسره و. دې عملیاتو کې ددې مرستیال والي دوه ساتونکي هم وژل شول، غلام سخي حسیني د شینډنډ ولسوالۍ د گارنیزیون قومندان وویل چې تېره شپه د گذرې ولسوالۍ په خرسنگ کلي کې هغه وخت ونیول شو چې غوښتل یې د یوه لوړپوړي چارواکي د تښتونې پلان طرح کړي. د مرستیال والي په ډېرو سړي تښتونو، وژنو، وسله والو غلاوو او انفجاري او انتهاري چاودنو کې لاس درلود چې ددې په وسیله سازمندهي کېدلی. == د افغانستان ملي امنیت کارمندانو له خوا د فاریاب لپاره د طالبانو وسله والې ډلې تش په نامه ولسوال قاري صلاح الدین ایوبي د شپې عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو. د ملي امنیت منصوبین وایي دده نیونه هله ممکنه شوه چې غوښتل یې له هراته کندهار او بیا له هغه ځایه پاکستان ته ولاړ شي. قاري صلاح الدین ایوبي پرته له دې چې د فاریاب تش په نامه والي و؛ له دې سره یې په شمالي ولایتونو کې د جگړې رهبري هم په غاړه لرله. د طالبانو نوموړی والي هله له فاریابه پښې سپکې کړی کله چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د فاریاب ولسوالۍ له وسله والو جنگیالو پاکولو کمپاین پیل کړ.