۲۰۱۶ز کال د پولیسو اکاډمۍ پر بس ځانمرګی برید

د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د وسله والو طالبانو د کابل د نن پنجشنبې ۲۰۱۶ز کال د جولای ۱ نیټه د تروریستي برید، چې لږترلږه ۳۷ تنه پکې ووژل شول، مسوولیت ومانه. په دې غبرګو انتحاري بریدونو کې، چې له میدانښاره کابل ته د نویو روزل شویو پولیسو د موټرو پر کاروان وشو، ۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي. د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې دا برید دوو انتحاریانو وکړ، لومړني په بس کې پر پولیسو او د هغو پر روزونکو برید وکړ او دوهم ۲۰ دقیقې وروسته چې نور پولیس د پېښې ځای ته د ټپیانو مرستې ته راورسېدل، ځان والوزاوه. د پغمان ولسوال موسي رحمتي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې برید له کابل ښاره ۲۰ کیلومتره لېري د پغمان ولسوالي ارغندې چوک ته نژدې په قلعه حیدر سیمه کې شوی دی. دا په تورخم کې د یوه پاکستاني جګړن له وژل کېدو وروسته، چې پاکستان یې د غچ اخیستلو ژمنه کړې وه، په افغانستان کې لومړنی لوی انتحاري برید دی. برید پر ۵ بسونو شوی، چې دوه یې ویجاړ شوي او ۳ نور زیانمن شوي دي.

تر دې وړاندې د مې د میاشتې په ۲۵مه په پغمان ولسوالي کې د میدان وردک ولایت د محکمې پر مامورینو برید شوی و چې د ۶ ماشومانو په شمول ۱۱ تنه پکې ووژل شول. د پغمان له پېښې څو اوونۍ وروسته د وردک ولایت د امنیه قوماندان په موټر کې د طالبانو د بغلان پوځي مسوول په داسي حال کې په ټپي حالت کې وموندل شو چې له بغلانه کابل ته وړل کېده. په کابل کې د امریکا سفارت، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو او او د پاکستان حکومت دا تروریستي برید غندلی دی. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید پر انسانیت برید بللی او ویلي یې دي.

د ارګ اعلامیه سمول

۱۳۹۵ل کال دچنګاښ ۱۰ نیټه د ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل ښارکې د میدان وردګ پولیسو د روزنیز مرکز د فارغانو پر لېږدونکو موټرونو نننی ترهګریز برید د بشریت ضد جنایت وباله او کورنیو چارو وزارت ته یې دستور ورکړ چې د یاد مرکز د فارغانو د انتقال د تصمیم څرنګوالی وارزوي، تر څو د هر ډول بې غورۍ په صورت کې تعقیبي اقدامات ترسره شي. جمهور رئیس غني د دغه جنایتکارانه عمل د غندلو پرمهال وویل، د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان عبادت کوي، خو طالبان برعکس د خلکو په وژلو او د وېرې او وحشت په خپرولو سره نه بښونکی عمل ترسره کوي. جمهور رئیس د طالبانو دغه وحشیانه جنایت د جګړې په ډګر کې د هغوی د ماتې نښه وبلله او وې ویل، طالبانو په دې جنایت سره خپله سخت زړي او بې رحمي وښودله. جمهور رئیس غني په ټول هېواد کې له علماو او خلکو څخه وغوښتل چې سبا د جمعې په لمانځه کې د دې غمجنې پېښې قربانیانو ته دعا وکړي او د وحشي تروریستانو د بشري ضد جنایتونو پر وړاندې د جوماتونو د منبرونو له لارې خپل غږ اوچت کړي. د هېواد جمهور رئیس د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د شهیدانو کورنیو ته څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا دعا کوي.