یورګن هابرماس
یورګن هابرماس (زیږون ۱۸ جون ۱۹۲۹ زکال) د انتقادي نظریې او عمل پالنې/پراګماتېزم په سنت کې جرمنی فیلسوف او ټولنپوه دی. د هغه اثار ارتباطي عقلانیت او د ژوندانه عمومي برخې ته اړوندېږي.[۶][۷][۸]
یورګن هابرماس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
تابعیت | جرمني [۳][۴] |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر |
استاد | تيودور ډبليو. اډورنو |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | فلسفه |
جايزې | |
ايراسموس جايزه (۲۰۱۳)[۵] |
|
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
له فرانکفورت مکتب سره په اړوندتیا د هابرماس اثار د طبیعي قانون د حدودو په اډانه کې په معرفت پوهنې او ټولنیزې نظریې، د پرمختللي کپیټلېزم او دیموکراسۍ په تحلیل، په ټولنیزه تکاملي انتقادي اډانه کې د قانون په حاکمیت او همدارنګه په معاصر سیاست په ځانګړې توګه د جرمني پر سیاست تمرکز لري. هابرماس د معاصرتوب د مفهوم په اړه د خپل کار له امله په ځانګړې توګه د عقلاني کولو بحثونو ته په پام چې د ماکس وبر له خوا مطرح شوي و پېژندل کېږي. نوموړی د امریکايي عمل پالنې، عملي تیوري او وروسته ساختار پالنې تر اغېز لاندې راغلی.[۹]
بیوګرافي
سمولهابرماس په ۱۹۲۹ زکال کې د راین ایالت په دوسلدورف کې وزېږېد. هغه په شونډه کې د چاک په لرلو وزېږېد او په ماشومتوب کې دوه ځله د جراحي عمل ورباندې ترسره شو. هابرماس استدلال کوي چې په خبرو کولو کې د هغه کمزورتیا لامل وګرځېده چې هغه د ژورې اړوندتیا او متفاوتې اړیکې اړوند فکر وکړي. هغه په ګومرزباخ کې را لوی شو.[۱۰][۱۱]
د یو نوي ځوان په توګه هغه په کلکه توګه له دویمې نړیوالې جګړې څخه اغېزمن شو. هابرماس له جمنازیوم (په اروپا کې د ښوونځیو یو ډول دی) څخه د فراغت تر مهاله کلن ته څېرمه په ګومرزباخ کې ژوند وکړ. پلار یې ارنست هابرماس د کلن د سوداګرۍ خونې اجرایوي مدیر و چې هابرماس د نازیانو پلوی او له ۱۹۳۳ زکال وروسته د نازي ګوند غړی باله. هابرماس په خپله یو یانګ ولک فور و چې بیا د جرمني د یانګ ولک ډلې مشر شو چې د هټلري ځوانانو (له ۱۰ کلنو څخه تر ۱۳ کلنو پورې) د سازمان اړوند ډله وه. هغه په بشپړ ډول په پروتستانت چاپېریال کې را لوی شو او نیکه یې هم د ګومرزباخ د علمیه حوزې مدیر و. نوموړي په ګوتینګن (۱۹۴۹- ۱۹۵۰ زکال)، زوریخ (۱۹۵۰- ۱۹۵۱ زکال) او بن (۱۹۵۱- ۱۹۵۴ زکال) پوهنتونونو کې زده کړې وکړې او په ۱۹۵۴ زکال کې یې د شیلینګ په مفکوره کې د مطلقیت او تاریخ ترمنځ د ترینګلتیاو په اړه (("The Absolute and History: On the Schism in Schelling's Thought" د خپل پای لیک په لیکلو سره له بن پوهنتون دوکتورا ترلاسه کړه. د هغه د پای لیک په دفاع غونډه کې اریش روتاکر او اوسکار بیکر ونډه لرله.[۱۲]
له ۱۹۵۶ زکال وروسته یې په فرانکفورت کې د ګویټه پوهنتون د ټولنیزو څېړنو په پوهنځي کې د انتقادي نظریه ورکوونکو ماکس هورکهایمر او تئوډور ډبلیو آدرنو تر نظر لاندې د فلسفې او ټولنپوهنې په برخو کې په زده کړو پیل وکړ، خو د دغو دوو ترمنځ د هغه د پای لیک پر سر جنجال راغی – هورکهایمر د بیا کتنې لپاره نه منل کېدونې غوښتنې لرلې – همدارنګه ده خپله باور درلود چې د فرانکفورت مکتب د سیاسي بدبینۍ او معاصر کلتور د تحقیر له امله فلج شوی، همدا و چې نوموړي د سیاسي علومو په برخه کې خپلې زده کړې په ماربورګ پوهنتون کې د مارکسیست ولفګانګ آبندروت تر نظر لاندې پای ته ورسولې. هغه د خپلې علمي درجې اثر د د عمومي برخې جوړښتي بدلون: د بوروژوازي ټولنې د یوې طبقې اړوند څېړنې تر عنوان لاندې (Strukturwandel der Öffentlichkeit. Untersuchungen zu einer Kategorie der bürgerlichen Gesellschaft)(په ۱۹۸۹ زکال کې په انګلیسي ژبه خپور شو) بشپړ کړ. د نوموړي دغه اثر د بورژوازي عمومي حوزې مفصل ټولنیز تاریخ و چې د بوروژازي ټولنې تاریخ یې د اتلسمې پېړۍ له صالونونو څخه د پانګونې پر بنسټ ټولنیزو رسنیو د اغېز له امله د هغو د ډول تر بدلون پورې په کې په مفصل ډول تشریح کړی و.[۱۳]
په ۱۹۶۱ زکال کې نوموړي په ماربورګ کې د Privatdozent رتبه ترلاسه کړه – هغه لوړ ګام چې د هغه مهال د جرمني په علمي ډګر کې ډېر غیرمعمول و – نوموړي ته په ۱۹۶۲ زکال کې د هانس ګئورګ ګادامر او کارل لویت په ټینګار د هایډلبرګ په پوهنتون کې د فلسفې د ځانګړي ښوونکي د ځایګي (له څوکۍ پرته د ښوونکي توب) وړاندیز وشو چې وه یې مانه. همدغه کال نوموړي د خپل علمي اثر په چاپولو سره په جرمني کې د لومړي ځل لپاره ځانته عامه پام واړوه. په ۱۹۶۴ زکال کې د آدرونو په کلک ملاتړ سره فرانکفورت ته راوګرځېد څو په هورکهایمر پوهنتون کې د فلسفې او ټولن پوهنې د څوکۍ مسئولیت پر غاړه واخلي. په فرانکفورت کې له ۱۹۶۶ زکال څخه تر ۱۹۷۰ زکال پورې البرشت ولمر د هغه مرستیال و.
په ۱۹۷۱ زکال کې هغه مونیخ ته څېرمه د نړیوالو علمي او تخنیکي څېړنو لپاره د مکس پلانک انستیتیوت د مشرۍ وړاندیز ومانه او تر ۱۹۸۳ زکال پورې هلته پاتې شو. نوموړی د ارتباطي عمل د تیوري په نامه (The Theory of Communicative Action) د خپل تر ټولو ستر اثر له خپرولو څخه تر دوه کاله وروسته پورې په یاد انستیتیوت کې و. نوموړی په ۱۹۸۴ زکال کې د امریکا د علومو او هنرونو د اکاډمۍ د بهرني افتخاري غړي په توګه ومنل شو.[۱۴]
له دې وروسته هابرماس په فرانکفورت کې خپلې څوکۍ او همدارنګه د ټولنیزو څېړنو د انستیتیوت ریاست ته راوګرځېد. په ۱۹۹۳ زکال کې له فرانکفورت څخه له تقاعد وروسته هابرماس په پراخه کچه د خپلو اثارو نشرولو ته دوام ورکړ. نوموړي په ۱۹۸۶ زکال کې د جرمني له څېړنیز بنسټ څخه د ګوتفرید ویلهلم لایب نیتس جایزه ترلاسه کړه چې تر ټولو لوړ ویاړ دی چې جرمني څېړنو ته ورکول کېږي.[۱۵]
هابرماس په ۲۰۰۳ زکال کې د ټولنیزو علومو په برخه کې د شاهزاده استوریاس جایزه ترلاسه کړه. نوموړي همدارنګه په ۲۰۰۴ زکال کې د فلسفې او هنر په برخه کې د کیوتو جایزه ترلاسه کړه. هغه د ۲۰۰۵ زکال د مارچ په ۵ مه د سن دیګو پوهنتون په کیوتو سمپوزیم کې د ګډون په موخه سن دیګو ته سفر وکړ او هلته یې له شدید سیکولریزېم څخه په بې پلویتوب د کلیسا او دولت د جلا توب د تکامل اړوند په سیکولار اډانه کې د دین د رول تر عنوان لاندې وینا وکړه. نوموړي په ۲۰۰۵ زکال کې د هولبروګ د یادونې نړیواله جایزه (نږدې ۵۲۰۰۰۰ یورو) ترلاسه کړه. په ۲۰۰۷ زکال کې هابرماس د انساني علومو (د ټولنپوهنې په ګډون) په برخه کې د The Times Higher Education Guide مجلې له خوا د دلایلو پر بنسټ ولاړو لیکنو د لیکوالانو په کتار کې اووم ځایګی خپل کړ؛ چې له ماکس وبر وړاندې او اروینګ ګافمن وروسته و.[۱۶][۱۷]
یورګن هابرماس د جرمني د کلتوري او ټولنیز تاریخ د لیکوالې او همدارنګه په ګوټینګن پوهنتون کې د معاصرتاریخ د ښوونکې ریبیکا هابرماس پلار دی.
ښوونکی او لارښود
سمولهابرماس مشهور ښوونکی او لارښود و. د هغه په مخکښو شاګرانو کې عمل پالونکی فیلسوف هاربرټ شندلباخ، سیاسي ټولنپوه کلاوس آف (په برلین کې د هرتي پوهنتون د حکومتولۍ د برخې ښوونکی)، ټولنیز فیلسوف یوهان آرناسون (د لاتروب پوهنتون ښوونکی او د Thesis Eleven مجلې مسئول مدیر)، ټولنیز فیلسوف هانس هاربرت کوګلر (د شمالي فلوریدا د پوهنتون د فلسفې د پوهنځي رئیس)، ټولنیز نظریه ورکوونکی هانس جواس (په ارفورت پوهنتون او د شیکاګو په پوهنتون کې ښوونکی)، د ټولنیز تکامل نظریه ورکوونکی کلاوس ایدر، ټولنیز فیلسوف اکسل هانت، سیاسي نظریه ورکوونکی ډېوډ راسموسن (په بوسټون کالج کې ښوونکی او د فلسفي او ټولنیز نقد د مجلې مدیر مسئول)، د ژواندنه د چاپېریال اخلاق پوه کنراډ اوټ، انارکو – کپیټلېسټ فیلسوف هانس هرمن هوپ (چې د هابرماس ډېری نظریات یې رد کړي)، امریکايي فیلسوف توماس مک کارټي، په ټولنیزو څېړنو کې د اګاهانه ذهن د مفهوم ابداع کوونکی جرمی جی. شاپیرو، سیاسي فیلسوف کریسټینا لافونټ او د سربیا ترور شوی لومړی وزیر زوران جینجیچ شاملېږي.[۱۸]
سرچينې
سمول- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118544209 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118544209 — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/gdsvwpz01r5j763 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118544209 — د نشر نېټه: ۱۰ جولای ۲۰۲۴
- ↑ http://www.erasmusprijs.org/index.cfm?lang=nl&page=Prijswinnaars&mode=detail&itemID=5330269D-DF3E-1414-10DADFE41EDAC9A2
- ↑ "Habermas". Collins English Dictionary.
- ↑ Max Mangold and Dudenredaktion: Duden Aussprachewörterbuch. In: Der Duden in zwölf Bänden. Volume 6, 6th edition, Dudenverlag, Mannheim/Leipzig/Wien/Zürich 2005 ISBN 978-3-411-04066-7, "Jürgen" p. 446 and "Habermas" p. 383.
- ↑ Krech, Eva-Maria; Stock, Eberhard; Hirschfeld, Ursula; Anders, Lutz Christian (2009). Deutsches Aussprachewörterbuch [German Pronunciation Dictionary] (په جرمني). Berlin: Walter de Gruyter. pp. 561, 629. ISBN 978-3-11-018202-6.
- ↑ Cf. Thomas Kupka, Jürgen Habermas' diskurstheoretische Reformulierung des klassischen Vernunftrechts, Kritische Justiz 27 (1994), pp. 461–469. The continuity with the natural law tradition was controversial at the time, see the reply by Habermas's PhD-student Klaus Günther, Diskurstheorie des Rechts oder liberales Naturrecht in diskurstheoretischem Gewande?, Kritische Justiz 27 (1994), pp. 470–487.
- ↑ کينډۍ:Cite document
- ↑ Habermas, Jurgen. 2008. Between Naturalism and Religion: Philosophical Essays. (First chapter).
- ↑ Habermas, Jurgen (1954). Das Absolute und die Geschichte: von der Zwiespältigkeit in Schellings Denken. Gummers.
- ↑ Craig J. Calhoun, Contemporary Sociological Theory, Wiley-Blackwell, 2002, p. 352. ISBN 0-631-21350-3.
- ↑ "Book of Members, 1780–2010: Chapter H" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. نه اخيستل شوی 19 April 2011.
- ↑ Jürgen Habermas (2004) Public space and political public sphere – the biographical roots of two motifs in my thought.(Commemorative Lecture, Kyoto) Archived 4 February 2012 at the Wayback Machine. (pp. 2–4)
- ↑ "The most cited authors of books in the humanities". timeshighereducation.co.uk. 26 March 2009. نه اخيستل شوی 16 November 2009.
- ↑ Buhmann, Alexander; Ihlen, Øyvind; Aaen-Stockdale, Craig (2019-11-04). "Connecting the dots: a bibliometric review of Habermasian theory in public relations research". Journal of Communication Management (په انګليسي). 23 (4): 444–467. doi:10.1108/JCOM-12-2018-0127. hdl:10852/74987. ISSN 1363-254X. S2CID 210568613.
- ↑ Lew Rockwell, introduction to Hoppe's A Short History of Man (2015), Auburn, Mississippi: Mises Institute, p. 9.