گیورگي تاتاریسکو
ګئورګی آی تاتاریسکو (Gheorghe I. Tătărescu؛ زوکړه: د ۱۸۸۶ زکال د نومبر ۲ مه – مړینه: د ۱۹۵۷ زکال د مارچ ۲۸ مه) رومانیايي سیاستوال و چې دوه ځله یې د رومانیا د لومړي وزیر (۱۹۳۴-۱۹۳۷؛ ۱۹۳۹ – ۱۹۳۹ زکال)، درې ځله د بهرنیو چارو د وزیر (په ۱۹۳۴ او ۱۹۳۸ زکالونو کې په موقت ډول او بیاځلي له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۴۷ زکال پورې په منتخب ډول) او یوځل د جګړې د وزیر (۱۹۳۴ زکال) په توګه خدمت وکړ. تاتاریسکو چې د «ځوانو لیبرالانو» له اړخه په ملي لېبرال ګوند (PNL) کې د یون جي. دوکا د همکار په توګه سیاسي فعالیت پیل کړ، د خپل کمونېزم ضد لیدلوري او همدارنګه د وخت په تېرېدو سره د لیبرال ګوند له رهبر ډینو براټیانو او د بهرنیو چارو له وزیر نیکولای تیتولسکو سره د مخالفتونو له امله یې شهرت وموند. لومړی ځل چې واک ته ورسېد پاچا دویم کارول ته یې ځان نږدې کړ او د فاشیستي وسپنیز ګارد پر وړاندې یې د دوه مخي سیاست مشري وکړه چې له امله یې د ملي رنسانس د جبهې په چاپېر کې اقتدار پلوه مشارکتي رژیم رامنځته کړ. په ۱۹۴۰ زکال کې هغه شوروي اتحاد ته بیسارابیا او شمالي بوکوفینا پرېښودل او اړ شو استعفا ورکړي.
گیورگي تاتاریسکو | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲ نومبر ۱۸۸۶ او ۲۲ ډيسمبر ۱۸۹۲[۱][۲] |
مړینه | بخارست |
د مړینې لامل | نری رنځ |
هديره | رومانیا |
تابعیت | رومانیا [۱] |
روغتيايي څرنګوالی | نری رنځ |
عملي ژوند | |
تعلیم | پاریس پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
سمول |
د دویمې نړیوالې جګړې له پیلېدو وروسته نوموړي د یون آنتونسکو د دیکتاتورۍ په مخالفت د سیاسي ځواکونو حرکت پیل کړ او د رومانیا له کمونیست ګوند (PCR) سره د اتحاد په لټه کې شو. نوموړی له لیبرال ګوند څخه دوه ځله په ۱۹۳۸ او ۱۹۴۴ زکال کې وویستل شو او د هغو پر ځای یې خپله ډله یا د تاتاریسکو ملی لیبرال ګوند جوړ کړ چې د هغې په استازولۍ یې د پترو ګروزوا په کابینه کې د کمونیستانو ملاتړ خپل کړ. په ۱۹۴۶-۱۹۴۷ زکال کې نوموړی د پاریس د سولې په کنفرانس کې د رومانیايي پلاوي مشر و. وروسته د تاتاریسکو او PCR ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا پر لور شوې او هغه مهال چې نوم یې د تمادو پېښې (Tămădău Affair) په ښکېلو کسانو کې راغی هغه د ګوند له مشرۍ او بهرنیو چارو وزارت څخه وویستل شو. د کمونیستانو د واکمنۍ پرمهال هغه مهال چې د لوکریتیو پاتراشکانو په محاکمه کې د شهادت ورکولو په موخه بلل شوی؛ د یو سیاسي مجرم په توګه ونیول شو. نوموړی له بند څخه له خوشي کېدو وروسته ډېر ژر ومړ.
په ۱۹۳۷ زکال کې هغه د رومانیا د اکاډمۍ د افتخاري غړي په توګه وټاکل شو، خو په ۱۹۴۸ زکال کې د کمونیستي چارواکو له خوا له دغه ځایګي څخه منفک شو. د هغه ورور سټیپان تاتاریسکو د یوې مودې لپاره په ملي سوسیالیست ګوند کې د اقلیت نازي ډلې مشر و. [۳]
لومړنی ژوند او سیاست
سمولتاتاریسکو د رومانیا په ترګوژي ښار کې وزېږېد او په کرایووا کې یې د لومړي کارل په عالي لیسه کې زده کړې وکړې. وروسته فرانسې ته ولاړ او په ۱۹۱۲ زکال کې یې د پاریس له پوهنتون څخه دوکتورا ترلاسه کړه؛ هغه د خپلې دوکتورا پای لیک د رومنیا د پارلماني سیستم (Le régime électoral et parlementaire en Roumanie) تر عنوان لاندې بشپړ کړ. هغه د تودور په نوم یو زوی او د ساندا په نوم یوه لور لرله (په ۱۹۴۰ زکال کې یې له وکیلې اولیس نګروپونتس سره واده وکړ). [۳][۴]
وروسته له هغه چې له لیبرال ملي ګوند سره یوځای شو، د ۱۹۱۹ زکال په نومبر میاشت کې یې د لومړي ځل لپاره له ګورژ ښارګوټي څخه د رومنیا ملي شورا ته لار ومونده. د یو سیاستوال په توګه د هغه لومړنی پام وړ اقدام د رومانیا د ملي ګوند یا د دهقانونو د ګوند په کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر نیکولای ال. لوپو د استجواب ابتکار و؛ څو د هغو اندېښنو په اړه ځواب ووايي چې ویل کېدل اجرایوي قوه په لرې پرتو سیمو کې د سوسیالیستي تحرکاتو پر وړاندې له زغم کار اخلي. [۵][۶]
نوموړي د لیبرال ګوند د ځوانانو په څانګه کې هماغه ډول یې چې له خبرو څرګنده وه د پاچا دویم کارول تر واکمنۍ لاندې یې له اقتدار پالونکي حکومت او آزادې سوداګرۍ څخه ملاتړ کاوه او سربېره پردې یې د پخوانیو رهبرانو (چې د مخه نیونکي اقتصادي سیاست او لیبرال دیموکراسۍ څخه یې ملاتړ کاوه) او د ګئورګي آی. بروټیانو له ناراضي ډلې سره مخالفت کاوه. [۷]
نوموړي د لیبرال ګوند په څو کابینو کې د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال په توګه کار وکړ (پیل یې له ۱۹۲۲ زکال څخه تر ۱۹۲۶ زکال پورې د یون آی. سي براټیانو له مرستیالۍ وشو) خو د یون جی دوکا سره په کار کولو یې شهرت وموند. له ۱۹۲۴ زکال څخه تر ۱۹۳۶ زکال پورې د خپلې اجنډا پر خلاف له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د سخت سري کمونیزم ضد کس په توګه وپېژندل شو او د رومانیا د کمونیست ګوند (PCdR، وروسته PCR) پر ضد یې کلک غبرګون وښود. له کمونیزم سره د مخالفت له امله نوموړي د لویې رومانیا د مفهوم په کارونې او همدارنګه په دې استدلال سره چې کمنټرن د تاتاربوناری پاڅون ملاتړ کړی او دا د «امپریالیستی کمونېزم» څرګندويي کوي د دغه ګوند د غیرقانوني والي وړاندیز یې وکړ او ومنل شو. [۸][۹]
له کمونیستانو سره اتحاد
سمولتاتاریسکو په ۱۹۴۴ زکال کې بېرته لیبرال ګوند ته راستون شو – وروسته له هغه چې رومانیا ته د شوروي د سرو لښکرو په ننوتلو سره دغه هېواد د شوروي اتحاد په متحد هېواد باندې واوښت او سیاسي ګوندونو د بیا ثبت اجازه ترلاسه کړه. له دې سره چې تاتاریسکو د دغه ګوند له مشرانو ډینو او ګئورګی آی بروټیانو سره مخالف و او د ۱۹۴۵ زکال په جون او جولای میاشت کې د خپلې ډلې جوړولو په موخه له هغوی جلا شوی و. ډینو او بروټیانو د PNL مشري جوړه کړه او تاتاریسکو او د هغه پارتیزنان یې له دیکتاتوري رژیمونو څخه د ملاتړ په استناد له ځانه لرې کړل. [۱۰][۱۱]
له دې امله چې PCR (د شوروي د اشغال په ملاتړ) د نفوذ د زیاتېدو په حال کې و، خو وګړیز محبوبیت یې نه درلود او له همدې امله ځان ته د ملاتړ موندلو په موخه له بېلابېلو ډلو سره د اتحاد جوړولو په لټه کې و. تاتاریسکو اعلان وکړ چې ډله یې کیڼ اړخې او سوسیال لیبرال ده او بل پلو یې هڅه کوله له خپل نوي سیاسي جوړښت سربېره له شوروي اتحاد او خپلو لویدیځو متحدینو سره د ښو اړیکو په ساتلو سره منځنۍ تګلاره ونیسي. مخکښ سوسیالیست آن.ډي. کوسای چې له PNL سره یوځای شوی و له کمونیستانو سره یې د اتحاد په موخه د دغې ډلې استازولي وکړه. دغه هوکړه چې د انا پاوکر د خوښې وړ وه، د کمونیست ګوند د مشرتابه پلاوي د غړي لوکریتیو پاتراشکانو له شدید مخالفت سره مخ شوه؛ هغه «د بورژوازي ترمنځ په توپیر کولو» سره د اصلي PNL په ګټه استدلال کاوه او د تاتارېسکو ډله یې «د چلبازانو، باج غوښتونکو او پېژندل شوو رشوت غوښتونکو» ډله بلله. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په ۱۹۴۵ زکال کې د شوروي د فشار له امله د پترګروزا د کابینې په جوړېدو سره تاتاریسکو د بهرنیو چارو وزارت او د ولسمشر د مرستیالۍ څوکۍ ته ورسېد؛ د هغه ډلې ته څلور نور وزارتونه – د مالیې وزارت (د دریو پرلپسې وزیرانو په لرلو چې وروستی یې الکساندرو الکساندریني و)، د کار وزارت (وزیر یې ګئورګی وانټو و)، د صنعت وزارت (وزیر یې پتر.ن. بژان و) او همدارنګه د مذهبي چارو وزارت (وزیر یې راډو روشکلیت و) – وسپارل. هغه په غیر مستقیم ډول د ۱۹۴۶ زکال په عمومي ټاکنو کې د PCR له چلوټیو سره هغه مهال مرسته وکړه چې د امریکا له خوا یې د عادلانه ټاکنو د ترسره کولو وړاندیز ته ځواب ورنکړ. د پاریس په کنفرانس کې هغه د PCR له رهبرانو ګئورګي ګئورګیو دژ او پاتراشکانو سره په خوا کې د لویې رومانیا انحلال د ۱۹۴۷ زکال د نوې هوکړې له مخې تصدیق کړ. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001165
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/tatarescu-gheorghe
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Gogan
- ↑ Petru
- ↑ Constantinescu, p.21
- ↑ Constantinescu, p.24-25
- ↑ Hitchins, p.380, 385, 412; Ornea, p.16; Scurtu, "Politica...", p.16-17; Veiga, p.212
- ↑ Cioroianu, p.36, 111
- ↑ Tătărescu, 1926 speech
- ↑ Hitchins, p.502; Țurlea, p.29
- ↑ Țurlea, p.29
- ↑ Pătrășcanu, in Betea
- ↑ Pătrășcanu, in Betea,
- ↑ Frunză, p.147
- ↑ Hitchins, p.502, 506; Țurlea, p.30, 31
- ↑ Cioroianu, p.97; Frunză, p.187, 308
- ↑ Hitchins, p.517
- ↑ Hitchins, p.526
- ↑ The delegation he headed included Florica Bagdasar, Mitiță Constantinescu, General Dumitru Dămăceanu, Dimitrie Dimăncescu, Richard Franasovici, Gheorghe Gheorghiu-Dej, Horia Grigorescu, Ion Gheorghe Maurer, Lucrețiu Pătrășcanu, Lothar Rădăceanu, Mihai Ralea, Simion Stoilow, Elena Văcărescu, Șerban Voinea, and Ștefan Voitec. ("Documente inedite. România...", p.16; Paris-WWII Peace Conference-1946: Settling Romania's Western Frontiers. Delegation, at the Romanian Honorary Consulate in Boston site Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.)