Coleoptera
گونگټه
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
لاندي شاخه شپږ پښې لرونکی ژوي
کلاس خوځندکې
لاندي کلاس وزر لرونکی خوځندکې
طایفه گونگټې

گونگټې یا گونگټان (په لاتين: Coleoptera) د خوځندکو تر ټولو لویه او مشهوره طایفه ده چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. اوږدوالی یې د څو میلیمترو څخه تر ۱۵ – ۲۰ سانتیمترو پورې وي او مختلف رنگونه درلودلای شی. په اوس وخت کې په نړۍ کې ۴۰۰ زره دوله گونگټې ژوند کوي. گونگټې سر، ټټر، نس درې جوړې پښې، دوه آنتنه او دوه پرده وزره لري (مخکنی وزرونه په وزر پوښ تبدیل شوي دي). ټټر یی د درو برخو سپر، منځنۍ ټټر او شاتني ټټر څخه جوړ شوي دي. د ټټر منځنۍ او شاتني برخه او پرده وزرونه د وزر پوښ لخوا ساتل شوي دي.گونگټې څلور پراختيایی مرحلې (هگۍ، چنجی، بشپړتابه او گونگټه) لري. گونگټې په غوښه خوړونکو، بوټي خوړونکو او ټول څيز خوړونکو گونگټو تقسیم کېږي. گونگټې مفید ژوي دي چې په اقتصاد کې مهم رول لوبوي. د مثال په توگه د گونگټو څو ډولونه د ضرر رسوونکو حشراتو چینجیان ښکاروي یا مړ شوي ژوي خوري یا خاورو ته سپاري. خو د گونگټو ضرر رسوونکی ډولونه هم شته.