گورگین (فارسي: گرگین خان گرجی، انګریزي: George xi) په کال ۱۶۵۱ز کې په ګرجستان کې زېږېدلی وو. د پلار نوم یې وختنګ وو .ګورګین په کندهار کې د ایراني صفوي واکمنو له لور څخه استازی (والي) وګمارل شو چې وروسته بیا د هوتکو په لاس له منځه یوړل شو.

گورگین
(جارجیائی: გიორგი XI د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
گورگین
گورگین

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶۵۱
تفلیس   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 21 اپرېل 1709 (57–58 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
افغانستان   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ايران   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
گورگین
گورگین

George XI of Kartli repaired

مخینه سمول

ګورګین د ګرجستان اوسیدونکی وو او نوی مسلمان شوی وو چې کله په کال ۱۶۹۳ ز کې په ایران کې شاه حسین صفوي پاچا شو نو ګورګین یې په کندهار کې د خپل استازي یا والي په توګه وګماری چې نوموړی د میروائس خان هوتک د پاڅون تر وخته پر یاده دنده کار وکړ.

د ګورګین له ولس سره چلند سمول

تاریخ لیکي چې د ګورګین له افغان ولس سره چلند بېخي د منلو وړ نه وو. نوموړي به ولس تل ظلمونه او جفاوې کولې، ډېر افغاني مشران یې ووژل ان تر دې چې ولس اړ شو تر څو له میرویس خان هوتک چې هغه وخت سوداګر وو د مرستې غوښتنه وکړي.

د ګورګین په وړاندې د میرویس تګلاره سمول

د ولس په غوښتنه میروایس هوتک سوداګري برېښوده او د ولس یووالي ته یې ملا وتړله او وروسته یې بیا ګورګین ته د نژدې کولو هڅه وکړه خو ګورګین ورباندې شکي شوی وو ځکه یې میرویس خان ته ایران ته د تلو امر وکړ خو چې کله نوموړی ایران ورسید هلته د شاه حسین صفوي له لوري څخه بندي شو ځکه چې هغه ګورګن په پټه په هرڅخه خبر کړی وو، میرویس خان ډېر ژر پخپله پوهه او حکمت په ایراني شاهي دربار کې ځای جوړ کړ او هغوی نوموړی خوشۍ کړ او حج ته یې تلو اجازه ورکړه، له حج په راستنیېدو سره شاه حسین صفوي هغه د ګورګین سلاکار جوړ کړ او کندهار ته یې را واستوی خو ګورګین ته یې خوند ور نه کړ. ګورګین له میرویس خان هوتک څخه غوښتنه وکړه چې د هغه لور دده و زوی ته ورکړي، میرویس خان دا غوښتنه مشرانو ته کښېښوده، هغوی دا پریکړه وکړه چې ستا د لور په نوم به بله پېغله د ګورګین زوی ته واده کړو خو خبره تر دې نه ورسېده خو ځینې تاریخپوهان بیا وایي چې دا کار وشو.

ولسي پاڅون او د ګورګین مړینه سمول

د ولسي پاڅو لپاره جرګه جوړه شوه او پریکړه یې وکړه چې لومړی دې د بلوڅو، ترینو او کاکړو خانان دې ته وهڅول شي چې صفوي حکومت ته دې له مالیې ورکولو څخه ډډه وکړي، هغوی هم داسې وکړل.

ګورګین خپل شپږ زره کسیز لښکر ژوب او د بلوچستان نورو سیمو ته ولېږه پخپله هم ورپسې رهي شو او له میروایس خان هوتک څخه یې هم وغوښتل چې هلته ورشي. میرویس خان هم له اوو زرو پښتنو سرتېرو سره هلته ځان ور ورساوه. د شپې یې پر ګورګین برید وکړ، هغه او د هغه ټول کنډک یې له منځه یوړ. پخپله یې د ګورګین جامې او سرتېرو ته یې د وژل شویو ګورګیني سرتېرو جامې ور واغستلې، د کندهار ښار ساتونکو چې کله خپل سرتېري په راتلو ولیدل نو د ښار دروازې یې ور خلاسې کړې. میروائس خان په ښار ننوت او د ایراني سرتېرو د وژلو امر یې وکړ، ښار یې ونیو او ملي جرګه یې را وبلله، ملي جرګې په کال ۱۷۰۹ز کې حاجي میرویس خان د پاچا په توګه وتاکه.

سرچینې سمول

۱. د افغانان پاچاهانو لنډ ژوند لیک ، لیکوال بشیر احمد ریان

۲. https://m.facebook.com/historyliterature/photos/a.1250927158293803/3314987038554461/