گل آغا احمدي وردگ

ښاغلی گل آغا احمدي وردك په ١٣٤٥ هجري لمريز ( ١٩٦٦ ز ) كال د میدان وردگ ولایت د جغتو ولسوالۍ د گلدرې يا پخواني كنده كول د ليگي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى دی.

گل آغا احمدي وردگ


زده کړې

لومړنۍ او ابتدايي زده كړې يې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور ډاکټر بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ١٣٥١ هجري لمريز كال په سيمه كې د گوربت منځنۍ ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولگي پورې يې خپلې زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي د ١٣٥٨ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې په آتم ټولگي كې و د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د گوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.

د ١٣٦٢ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پېښور ته مهاجر او تر دولسم ټولگي پورې يې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ١٣٦٧ هجري لمريز كال په پيښور كې د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه يې فراغت حاصل او دوو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردگو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې گامونه پورته كړي چې په دې لړكې په سيمه كې د گټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردگو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالی شو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردگو كې د گوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توگه يادولى شو.

په ١٣٧۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په ١٣٧٣ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانگه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شو.

په همدې توگه په ١٣٨٢ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانگه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شو.

دندې

په ١٣٦٧ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته يې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توگه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لري .

په همدې توگه يې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنگي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم گډون كړى دی چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو.

د ليكنې ډگرته يې د لومړي ځل لپاره په ١٣٧١ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې يې د پښتو شعر پنځه ټولگې برابرې كړې .


چاپ شوي آثار

  1. ارمانجن د شعرونو غونډ

ناچاپه آثار

د ښاغلي وردگ د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ١٥ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي.

باندنۍ تړنې

باندنۍ تړنې