ګلاب جامن د يو ډول مټايي نوم دي چي په سويلي آسيا کي ډير خوښونکي لري.

گلاب جامن

جوړونه

اړين مواد:
١— وچي شيدې ٢۵۰ ګرامه .
٢— پيروى يوه قطۍ .
٣— سوچي ١٠٠ ګرامه.
۴— بېکينګ پوډر نيمه د چايو کاچوغه .
۵— بوره نيم کېلو .
۶— غوړي د سره کېدو لپاره .
٧— ترميده اوړه ۵۰ ګرامه.
د پخېدو ترتيب: په دوو ګيلاسو اوبو کي بوره واچوئ او ويې ايشوئ. بيا وچي شيدې او پيروى، ترميده او سوجي او د کيک پوډر سره واچوئ، ښه يې واغږئ. بيا له دغو موادو څخه د جوز (چارمغز) په شان ګردي ګردي ګلاب جامن جوړ کړئ، په غوړو کي يې سره کړئ او بيا يې د څو دقيقو لپاره په شربتو کي واچوئ.ګلاب جامن تيار دي.[۱] .

د کارونې دود

د خوشحالۍ هر ډول ماحول چي وي په معمولي توګه دخولي د خوږولو لپاره د ګلاب جامن ذکر ضرور کيږی. په سيمييزو ميټايانو کي د ګلاب جامن رول ډير زيات مهم دي ګلاب جامن خواږه دي ډير کله د مثال په توگه په کليزه يا لوی جشنونه لکه واده، لوی اختر، کوشني اختر، يا د هندوانو جشن ديوالي او داسي نورو کي خوړل کېږي. د ګلاب جامن مختلف ډولونه شتون لري. او هر ډول يي ځانته بيل خوند او رنګ لري.

سرچینې

  1. ګلاب جامن پخونه (مې ٢٠١٨). "د هندوکش.کام څخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)