زعفران چې علمي نوم یې ( Crocus sativus) دی او په اردو اوهندي ژبو یې کیسر بولي یو مشهور او لرغونی بوټی دی چې دغه بوټی له لسو نه تر دیرشو سانتي میترو پورې لوړیږي او د پیاز او هوږې په څیر غوټې لري . ز عفران په عمومي توګه بنفش ( Purple ) او ارغواني رنګه ګلان لري چې د ګلانو تر مینځ یې درې وړې وړې نازکې څانګې چې سوربخون او نارنجي رنګ ته ورته وي راټو کیږي چې بیا د زعفرانو د کروندې بزګران له هر بوټي نه همدغه درې نازکې او وړې څانګې راټولوي چې همدا بیا د زعفرانو په نامه یادیږي .

د زعفران بوټی

د زعفرانو تولید: سمول

زعفران نن سبا په ایران، افغانستان ، پاکستان ، ترکیه، هندي کشمیر، اسپانیه (سپین ) ، ایټالیه ( اټلي ) او مراکش کې کرل کیږي او د زعفرانو د ( ۱۵۰ ) بوټو نه یو ګرام زعفران ترلاسه کیږي . د زعفرانو بوټي د یخې او سړې هوا په وړاندې مقاومت کولی شي .

د زعفرانو طبي ګټې: سمول

د زعفرانو نه په طبي برخه کې دځینو دواګانو په جوړولو کې هم ګټه اخلي چې په هغو ناروغیو کې چې دزعفرانو نه ګټه اخیستله کیږي هغه د ډیپریشن یا خپګان ناروغي ، دپښتورګو او مثانې (سپوخڅه) ناروغي، د معدي ناروغي او د سرطانونو ناروغۍ دي . همدا راز زعفران انتي اکسیدڼت خاصیت هم لري .

د زعفرانو سوداګري: سمول

د زعفرانو نه دخوړو په څیزونو په تېره بیا په وریجو او دخوږو شیانو په جوړولو کې هم ګټه اخیستله کیږي . ددې لپاره چې زعفران ډیرګران بیه دي نوسوداګر غیر خالص یا نقلي زعفران هم بازارونو ته راوړي چې په اصلي بیه یې وپلوري . نن ورځ د نړۍ په بازارونو کې داصلي زعفرانو یوه کیلو د۳۵۰۰ امریکایي ډالرونه نیولې تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې بیه لري . له نیکه مرغه نن ورځ دافغانستان بزګرانو هم ددغې بوټې کرلو ته مخه کړې ده او په تیرکال کې افغانستان زیاته اندازه زعفران تو لید کړي او د نړۍ بازارونو ته یې دخر څلاو لپاره وړاندې کړي دي .