ګوپال کرشنا ګوکهلی

ګوپال کرشنا ګوکهلی (۹ می ۱۸۶۶ – ۱۹ فبروري ۱۹۱۵ زکال) هندي منځ لاری سیاسي رهبر او د هند د خپلواکۍ په خوځښت کې د ټولنیزو اصلاحاتو غوښتونکی و. ګوکهلي د هند د ملي کانګرس له مخکښانو او د هندي خدمتکارانو د ټولنې له بنسټګرو څخه و. ګوکهلي د یادې ټولنې، ملي کانګرس او د هغو قانون جوړوونکو بنسټونو له لارې چې په کې یې خدمت کاوه، د هند د خپلواکۍ او ټولنیزو اصلاحاتو په موخه مبارزه کوله. نوموړی د کانګرس د منځ لارې ډلې رهبر و چې له موجودو دولتي بنسټونو سره یې په مرستې له اصلاحاتو ملاتړ کاوه او د پونا ټولنې یا Poona Sarvajainik Sabha اصلي غړی و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ګوپال کرشنا ګوکهلی
(مراٹھی: गोपाळ कृष्ण गोखले د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوپال کرشنا ګوکهلی
ګوپال کرشنا ګوکهلی

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ مې ۱۸۶۶[۱][۲][۳][۴]
مړینه 19 فبروري 1915 (49 کاله)[۱][۵][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پونی [۶][۷]
ممبای   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانوي هند   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
فیلسوف
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) مراټي ژبه [۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د هند د خپلواکۍ غورځنګ   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لومړی ژوند سمول

ګوپال کرشنا ګوکهلی (چې د ګویند کېشان ګوکهلي په نوم هم پېژندل کېده) د ۱۸۶۶ زکال د مۍ په ۹ مه د داوسني ماهراشترا (هغه مهال د بمبۍ د واکمنۍ برخه وه) د راتناګیري ناحیې د ګوهګار سیمې د کوتولوک کلي په چتپاون براهمن کورنۍ کې وزېږېد. د نسبي بې وزلۍ سربېره د هغه د کورنۍ غړو وکولای شول ګوکهلي په انګلیسي ژبه زده کړې وکړي چې له امله یې ګوکهلي کولای شول د یو منشي او یا هم په بریتانوي راج کې د یو ټیټ پوړي مامور په توګه استخدام شي. هغه د کولهاپور په راج رام کالج کې زده کړې وکړې. ګوکهلي یو له هغو لومړیو هندي وګړو څخه و چې د پوهنتون په کچه یې زده کړې وکړې او د هغه مهال د مشهور هندي فیلسوف چاکراپان تر نظر لاندې په ۱۸۸۴ زکال کې له الفینستون کالج څخه فارغ شو. نوموړی د قاضي مهادیو ګوویند رانډي د ژواندانه پر مهال د هغه له ټولنیزو آثارو اغېزمن و. نوموړی د مهادیو تر کفالت لاندې زوی په توګه بلل کېده. د ګوکهلي زده کړو د هغه په راتلونکي کاري بهیر فوق العاده اغېز درلود – نوموړی د انګلیسي په زده کولو سربېره د لویدیځو سیاسي افکارو تر اغېز لاندې راغی او د یو شمېر نظریه ورکوونکو، لکه: جان ستورات میل او اډمونډ برګ په پیاوړو ستایونکو واوښت. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د هند ملي کانګرس، تیلاک او په سورات کې انشعاب سمول

ګوکهلي په ۱۸۸۹ زکال کې د ټولنیزو اصلاح غوښتونکي مهادیو ګوویند رانډي په ملاتړ د هند ملي کانګرس ته لار ومونده. ګوکهلي له نورو معاصرو رهبرانو لکه بال ګنګادار تیلاک، دادابای نائوروجي، بیپین چاندراپال، لالا لاجپات رای او ایني بیسنټ سره په خوا کې د لسیزو لپاره مبارزه وکړه څو عام هندیان سیاسي استازولیو او په عامه چارو کې لا زیات واک ته لاسرسی ومومي. نوموړی په خپلو نظریاتو او لیدلورو کې منځلاری و او له بریتانوي چارواکو سره یې د خبرو اترو او بحث د بهیر په رامنځته کولو سره د هندوانو حقونو ته د بریتانیا د زیات درناوي لامل وګرځېد. ګوکهلي ایرلنډ ته سفر وکړ او لار یې برابره کړه چې ایرلنډي ملت پال الفرد وب په ۱۸۹۴ زکال کې د هند د ملي کانګرس د مشر په توګه خدمت وکړي. راتلونکی کال ګوکهلي له تیلاک سره په ګډه د کانګرس منشي شو. د ګڼ شمېر اړخونو له مخې د تیلاک او ګوکهلي لومړنۍ دندې له یو بل سره مساوي وې؛ دواړو په الفینستون کالج کې ونډه واخیسته، د ریاضیاتو په تدریس یې پیل وکړ او د دکهن روزنیزې ټولنې له مهمو غړو څخه شول. له دې سره د هندوانو په ژوند کې د ښه توب د رامنځته کولو په موخه د دواړو په نظریاتو کې په مخ پر زیاتېدونکي ډول توپیرونه څرګند شول. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د هندي خدمتګارانو ټولنه سمول

په ۱۹۰۵ زکال کې، هغه مهال چې ګوکهلي د هند د ملي کانګرس د مشر په توګه وټاکل شو او خپل سیاسي اوج ته ورسېد، د هندي خدمتګارانو ټولنه یې جوړه کړه، څو په ځانګړې توګه د خپلې خوښې وړ موخه چې په هند کې د زده کړو پراختیا وه؛ مخکې یوسي. د ګوکهلي له نظره: په هند کې سیاسي بدلون یوازې هغه مهال شونی و؛ چې نوی هندي نسل د خپل هېواد او وګړو پر وړاندې د مدني او وطني مسئولیتونو په برخه کې وروزل شي. ګوکهلي په دې باور و چې په هند کې شته روزنیزو بنسټونو او مدني خدمتونو هندي نسل ته د کافي سیاسي زده کړې په موخه فرصتونه نه دي برابر کړي او هیله یې لرله چې د هندي خدمتکارانو ټولنه به دغه تشه ډکه کړي. ګوکهلي د دغې ټولنې د اساسنامې په سریزه کې ولیکل: «د هندي خدمتکارانو ټولنه به داسې هندوان تربیه کړي چې چمتو وي، په دیني روحیې سره خپل ژوند وطني آرمانونو ته وقف کړي او د اساسي قانون له مخې به د هندي وګړو د ملي ګټو د خوندیتوب په لټه کې اوسي». دغې ټولنې په جدي توګه د هندي زده کړو په ترویج کولو پیل وکړ او د خپلو ګڼ شمېر پروژو ترمنځ یې ګرځند کتابتون جوړ کړ، ښوونځي یې جوړول او د کارخونو د کارکوونکو لپاره یې شپني ښوونځي برابر کړل. له دې سره چې دغه ټولنې د ګوکهلي له مړینې وروسته خپل واک له لاسه ورکړ، خو له دې سره چې د غړو شمېر یې کم دی، اوس هم شتون لري.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په هند کې د بریتانوي سترواکۍ په دولت کې ونډه سمول

ګوکهلي، په داسې حال کې چې په پراخه کچه د هند د ملي پلوه خوځښت د رهبر په توګه پېژندل کېږي، اساساً خپلواکۍ ته اندېښمن نه و او له هغو ډېر یې ټولنیزو اصلاحاتو ته پام درلود. هغه باور درلود چې دغه ډول اصلاحات په هند کې د شته بریتانوي بنسټونو سره په کار کولو په ښه توګه حاصل کېدلای شي، هغه درېځ چې له ده سره د یو شمېر سخت دریځو ملت پالو لکه د تیلاک د دښمنۍ لامل وګرځېد. ګوکهلي چې د دغه ډول مخالفتونو له امله زړه توری شوی نه و، په خپل ټول سیاسي دوران کې یې په مستقیم ډول له بریتانویانو سره د خپلو اصلاحي موخو د مخته وړلو لپاره کار وکړ.

ګوکهلي په ۱۸۹۹ زکال کې، د بمبۍ د قانون جوړوونکې شورا غړیتوب ترلاسه کړ. د ۱۹۰۱ زکال د ډسمبر په ۲۰ مه یې د هند د عمومي ګورنر سترواکې شوار ته لار ومونده او بیاځلي د ۱۹۰۳ زکال د مۍ په ۲۲ مه په دغې شورا کې د بمبۍ ایالت د غیر رسمي استازي په توګه وټاکل شو. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

تجربي پوهې او د استازولۍ په بنسټونو کې د هغه تجربې ګوکهلي د نظریاتو او وکالت په برخو کې په منځلاري، نورو وګړیزو استازو ته په بېلګې او مخکښ سیاسي رهبر واړاوه. د هند په آزادي غوښتونکو هڅو کې، د هغه ونډه د یوې پرانیستې ټولنې او برابري غوښتونکي ملت رامنځته کول و. د ګوکهلي لاسته راوړنې باید د هماغه مهال د غالبو ایډیالوژیو او همدارنګه د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اډانه کې په ځانګړې توګه د هغه مهال قحطۍ، عوایدي سیاستونو، جګړو، د بنګال جلا کېدو، مسلم لیګ او په سورات کانګرس کې انشعاب ته په پام و ارزول شي.

د ګاندي لپاره لارښود سمول

ګوکهلي د مهاتما ګاندي د مخکښ کېدو په کلونو کې مشهور لارښود و. په ۱۹۱۲ زکال کې ګوکهالي د ګاندي په بلنه له سویلي افریقا څخه لیدنه وکړه. د یوه ځوان مدافع په توګه ګاندي په سویلي افریقا کې د سترواکۍ پر ضد له مبارزاتو څخه له راګرځېدو وروسته له ګوکهلي څخه په شخصي بڼه یو شمېر لارښوونې ترلاسه کړې، په دغه لارښوونو کې د هند په اړه پوهه او د هغو درک او هغه مسایل شامل کېدل چې عادي هندي وګړي ورسره مخامخ و. په ۱۹۲۰ زکال کې ګاندي د هند د خپلواکۍ د خوځښت د سرلاري په توګه راڅرګند شو. ګاندي په خپله لیکلي خپل ژوند لیک (اټوبیوګرافي) کې ګوکهلي د خپل مربي او لارښود په توګه یاد کړی. ګاندي هغه د یو ستاینې وړ او مخکښ سیاستمدار په توګه بللی او هغه یې د (یوې پاکې شیشې، ځیرک ساده سړي، د زمري په څېر زړور کس، د تېروتنو په وړاندې مېړنی او په سیاسي ډګر کې یې د بشپړ کس) په توګه ستایلی، خو له دې سره ګوکهلي ته په بشپړ درناوي، سیاسي اصلاحاتو ته د لاسرسي په موخه، په لویدیځو بنسټونو باندې یې د ګوکهلي د باورونو په رد کولو سره په پای کې پرېکړه وکړه چې د ګوکهلي د هندي خدمتکارانو له ټولنې سره یوځای نه شي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122116079 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64p2nsw — subject named as: Gopal Krishna Gokhale — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/23821 — subject named as: Gopâl Krishna Gokhale — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=22518 — subject named as: Gopal Krishna Gokhale — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  5. http://runeberg.org/nfcp/0026.html — موضوع: Gokhale, Gopal Krisjna — ورځپاڼه: 36
  6. http://runeberg.org/nfcp/0026.html — موضوع: Gokhale, Gopal Krisjna — ورځپاڼه: 36
  7. http://runeberg.org/nfcp/0026.html — د نشر نېټه: ۲۵ فبروري ۲۰۱۷ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Гокхале Гопал Кришна — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122116079 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. Talwalkar, Govind (2015). Gopal Krishna Gokhale : Gandhi's political guru. New Delhi: Pentagon Press. OCLC 913778097. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788182748330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sastri, Srinivas. My Master Gokhale. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Talwalkar, Govind (2006). Gopal Krishna Gokhale: His Life and Times. Rupa & Co,. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Talwalkar, Govind (2003). Nek Namdar Gokhale (په مراٹھی ژبه کي). Pune, India: Prestige Prakashan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Khan, Mohammad Shabbir (1992). Tilak and Gokhale: A Comparative Study of Their Socio-politico-economic Programmes of Reconstruction (په انګلیسي ژبه کي). APH Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7024-478-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Talwalkar, Govind (2015). Gopal Krishna Gokhale : Gandhi's political guru. New Delhi: Pentagon Press. OCLC 913778097. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788182748330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Talwalkar, Govind (2006). Gopal Krishna Gokhale: His Life and Times. Rupa & Co,. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Talwalkar, Govind (2003). Nek Namdar Gokhale (په مراٹھی ژبه کي). Pune, India: Prestige Prakashan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Masselos, Jim (1991). Indian Nationalism: An History. Sterling Publishers. د کتاب پاڼې 95. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-207-1405-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Datta, V.N. (6 August 2006). "A Gentle Colossus". Tribune India.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Brown, D. Mackenzie (1961) Indian Political Thought from Ranade to Bhave, Los Angeles: University of California Press, p. 77.
  20. Bandyopadhyay, Sekhar (2015). From Plassey to Partition and After. Orient Blackswan Private Limited. د کتاب پاڼې 248. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-250-5723-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Talwalkar, Govind (2015). Gopal Krishna Gokhale : Gandhi's political guru. New Delhi: Pentagon Press. OCLC 913778097. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788182748330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Sastri, Srinivas. My Master Gokhale. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Talwalkar, Govind (2006). Gopal Krishna Gokhale: His Life and Times. Rupa & Co,. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Talwalkar, Govind (2003). Nek Namdar Gokhale (په مراٹھی ژبه کي). Pune, India: Prestige Prakashan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Wolpert, Stanley (1962) Tilak and Gokhale: Revolution and Reform in the Making of Modem India, Berkeley, U. California, pp. 158–160.
  26. Watt, Carey A. (1997). "Education for National Efficiency: Constructive Nationalism in North India, 1909-1916". Modern Asian Studies. 31 (2): 339–374. doi:10.1017/S0026749X00014335. JSTOR 313033. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Talwalkar, Govind (2015). Gopal Krishna Gokhale : Gandhi's political guru. New Delhi: Pentagon Press. OCLC 913778097. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788182748330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Talwalkar, Govind (2006). Gopal Krishna Gokhale: His Life and Times. Rupa & Co,. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Talwalkar, Govind (2015) Gopal Krishna Gokhale:Gandhi's Political Guru, Pentagon Press. p. 22. کينډۍ:ISBN
  30. Talwalkar, Govind (2003). Nek Namdar Gokhale (په مراٹھی ژبه کي). Pune, India: Prestige Prakashan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. India List and India Office List for 1905. Harrison and Sons, London. 1905. د کتاب پاڼې 213. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Talwalkar, Govind (2015). Gopal Krishna Gokhale : Gandhi's political guru. New Delhi: Pentagon Press. OCLC 913778097. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788182748330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Talwalkar, Govind (2006). Gopal Krishna Gokhale: His Life and Times. Rupa & Co,. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Talwalkar, Govind (2003). Nek Namdar Gokhale (په مراٹھی ژبه کي). Pune, India: Prestige Prakashan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Nanda, Bal Ram (8 March 2015). Gokhale: The Indian Moderates and the British Raj. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 133. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-7049-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Talwalkar, Govind (2015). Gopal Krishna Gokhale : Gandhi's political guru. New Delhi: Pentagon Press. OCLC 913778097. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788182748330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Sastri, Srinivas. My Master Gokhale. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Talwalkar, Govind (2006). Gopal Krishna Gokhale: His Life and Times. Rupa & Co,. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Talwalkar, Govind (2015) Gopal Krishna Gokhale:Gandhi's Political Guru, Pentagon Press. p. 22. کينډۍ:ISBN
  40. Talwalkar, Govind (2003). Nek Namdar Gokhale (په مراٹھی ژبه کي). Pune, India: Prestige Prakashan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)