ګرانویل شارپ
ګرانویل شارپ [ په انګلیسي ژبه: Granville Sharp ] (۱۷۳۵ز/ نومبر/ ۱۰ – ۱۸۳۷ز/ جولای/ ۶) د غلامانو د سوداګرۍ د له منځه وړلو (abolition of the slave trade) لپاره د لومړنیو برتانوي هلوځلو کونکو څخه و. همدارنګه هغه د هر رنګه ټولنیزو نابرابریو د سمولو لپاره په هڅو کې لاس درلود. شارپ په سیرالئون کې د اوسېدلو طرحه ولیکله او د سینت جورج خلیج شرکت (St George's Bay Company)، چې د سیرالئون شرکت (Sierra Leone Company) سرلاری و، بنسټ يې کېښود. د هغه هڅې د فریډم ولایت (Province of Freedom) او وروسته د سیرالیون د مرکزي ښار فري ټاون (Freetown, Sierra Leone,) د جوړېدلو موجب شوی او په دې توګه نوموړی د سیرالئون له بنسټ ایښودونکو څخه شمېرل کېږي. همدارنګه هغه د مقدس کتاب (انجیل) عالم، د لرغوني روم او یونان د ادبیاتو د مطالعې ملاتړکونکی هنرمند (classicist) او یو ځیرک سازغږونکی و.
ګرانویل شارپ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | لندن [۱] |
تابعیت | د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
سمول |
ژوند
سمولګرانویل شارپ د جودیت ویلر (۱۷۵۷ز کال کې مړه شوې) او توماس شارپ (۱۶۹۳ز – ۱۷۵۹ز م) زوی و، توماس د ناتمبرلېنډ مرستیال کشېش (Archdeacon)، په الهي علومو کې د ډېرو تالیفاتو لرونکی او د خپل پلار، جان شارپ، د یارک لوی کشېش (Archbishop of York) ژوندلیک لیکونکی و. جودیت د سفرنامه لیکونکي جورج ویلر او ګرېس نې هیګونس لور وه، ګرېس د سر توماس هیګونس په سیاسي کورنۍ کې رالویه شوې وه.
شارپ په ۱۷۳۵ز کال کې په ډورم کې وزېږېد. هغه اته مشران ورونه او پنځه کشرې خویندې درلودې. د ده پنځه ورونه ژوندي پاتې شول او کله چې شارپ نوی زلمی شو، هغه کورنۍ بسپنه چې د دوی زده کړو ته ځانګړې شوې وه پای ته ورسېده، په دې وجه شارپ په ډورم ښونځي کې داخله وکړه خو ډېرې زده کړې یې په کور کې وکړې.[۲][۳]
هغه په پنځلس کلنۍ کې د یوه لندني ټوکر پلورونکي سره شاګرد شو. شارپ له ماشومتوبه د بحث او منظره کولو سره مینه لرله په هغه معمولي کار کې چې دی ښکېل و، د ده د ځیرک ذهن مخه یې نیولې وه او دی يې پرمختګ ته نه پرېښود. د هغه د همکارو-شاګردانو څخه یو سوسینیان (Socinian) و ( سوسینیان د مؤحدینو یوه ډله ده چې مسیحیت د الهي دین په توګه نه مني)، د دې په پار چې د نوموړي سره سم استدلال وکولی شي، شارپ په خپله یوناني ژبه زده کړه. د نوموړي یو بل همکار یهودي و، د دې په خاطر چې د الهي مسائلو په اړه د نوموړي سره بحث وکړي، عبراني ژبه یې زده کړه. شارپ د خپل یو ښونکي هِنري ویلوګبي په خاطر ، چې د ویلوګبې دي پرهم (Willoughby de Parham) قبیلې سره د تړاو لرلو ادعا یې کوله او ځان يې په همدې وجه مهم باله، په نسب پېژندنه کې څېړنه وکړه او د شارپ د کار په نتیجه کې نوموړي د برتانیې د پارمان هغه برخه چې غړي یې د رایې په بنسټ نه انتخابېږي (the House of Lords) کې خپل ځای ترلاسه کړ.
د شارپ د شاګردۍ دوره په ۱۷۵۷ز کال کې پای ته ورسېده او دواړه والدین یې هم ډېر ژر مړه شول. په همدغه کال کې نوموړی په لندن ټاور کې د مهماتو دفتر د منشي په توګه وګومارل شو. د عامه چوپړتیاوو دغې دندې هغه ته د خپلو علمي او فکري فعایتونو لپاره ډېر ښه فرصت په لاس ورکړ.[۲]
شارپ د موسیقۍ سره ډېره علاقه لرله. د هغه څلور خویندې او ورونه – ویلیم چې وروسته د دریم جورج جراح هم شو، جیمز، الیزابیت او جودیت - هم لندن ته راغلي وو او دوی هره ورځ د یو-بل سره لیدل. د ارکسټرا کورنۍ (هغه ساز او سندرې چه په هغه كى دساز زیات شمېر الې استعماليږي) په توګه دوی ټولو د موسیقۍ الې غږولې. په مینسینګ لېن کې د ویلم په کور کې او وروسته په آپولو کورنۍ بېړۍ کې، چې په فولهام کې د ویلیم د اوسېدلو ځای، فولهام هاوس ته نږدې، د لندن کلیسا په پلو، کې یې لنګراچولی و کنسرتونه ورکړل. په بېړیو کې دوه اونیز کنسرتونه له ۱۷۷۵ز کال څخه تر ۱۷۷۸ز کال پورې اجرا شول چې په همدغه کال د ده ورور جیمز هم ومړ. شارپ ډېر ښه بېس غږ درلود چې دریم جورج "په بریتانیا کې تر ټولو ښه غږ" په توګه توصیف کړ او د کلارینت، ابوي، فلګ اولیت، کټل ډرمس، هارپ او یوه غبرګه شپېلۍ چې خپله یې جوړه کړې وه، موسیقۍ الې یې غږولی شوې. هغه به خپل نوم ډېر وخت په یادښتونو کې دوستانو ته د G♯ په توګه لاسلیک کاوه. [۴]
شارپ د ۱۸۱۳ز کال د جولای په شپږمه نېټه ومړ او د ویسټمینسټر په کلیسا کې یې یو یاد څلی جوړ شو. هغه د لندن په فولهام کې ژوند کاوه او د فولهام د آل سېنټ د کلیسا په حویلۍ کې خاورو ته وسپارل شو. کشیش په کلیسا کې د جنازې د مراسمو د ادا کولو لپاره اجازه نه ورکوله ځکه چې شارپ د برتانوي او باندنیو انجیل ټولنو سره اړیکه درلوده، چې دغه ټولنې د انګلستان د رسمي کلیسا سره موافقې نه وې. [۵][۶]
د مریتوب مخالفت
سمولشارپ تر-ډېره د مریتوب د له منځه وړلو لپاره د هغه د نه ستړې کېدونکو هلو-ځلو په پار مشهور دی، که څه هم هغه د ډېرو نورو لاملونو لپاره چې د ټولنیزې یا قانوني نابرابرۍ په وجه منځته راغلي وو، په مبارزه کولو کې کښېل و.
د شارپ لومړنۍ مرسته: جاناتان سټرانګ
سمولد شارپ ورور ویلیام په مینسینګ کې په خپل عملیات تون کې سیمه ییز بېوزله خلک وړیا عملیات کول او په ۱۷۶۵ز کال کې یوه ورځ چې شارپ د لیدو لپاره ورغلی و د جاناتان سټرانګ سره یې ملاقات وشو. سټرانګ د باربادوس سیمې سره تړاو لرونکی تور پوستی غلام و چې خپل بادار وکیل ډیویډ لایس په سر ډېر کلک وهلی و. دې کار نږدې هغه وړوند کړی و، چې په نتیجه کې یې له کاره وغورځېده او د کثافاتو غوندې یې په سرک وغورځاوه. شارپ او ورور یې د نوموړي د زخم درملنه وکړه او هغه یې د بارتز په روغتون کې بستر کړ، د هغه ټپ دومره ژور و چې د رغېدو لپاره یې څلور میاشتې په نوموړي روغتون کې پاتې شو. شارپانو د هغه د درملنې مصارف ادا کړل او کله چې په کافي اندازه روغ شو هغه ته یې د خپل درمل جوړونکي ملګري (د پروتستان عیسویانو د ملګرو ټولنې غړی) سره د د یو پادو په توګه دنده پیدا کړه.[۷][۸]
په ۱۷۶۷ز کال کې لیزل، سټرانګ په سرک ولیده او اراده یې وکړه چې هغه په جامیکایي بزګر جیمز کِر په ۳۰ پاونډه وپلوري. دوه مریي نیونکو سټرانګ ونیوه چې هغه د کښتۍ په واسطه د کارابین جزیرې ته ولېږدوي، ترڅو هلته د کِر په مزرعه کې کار وکړي. سټرانګ وکولی شول چې شارپ ته خبر ورکړي؛ هغه مستقیماً ښاروال ته ورغی چې په پایله کې یې نوموړي هغوی چې په سټرانګ یې د دراغو دعوا درلوده راټول کړل. په محکمه کې د کِر مدافع وکیل ښاغلي مکبېن د خرڅلاو هغه بیلونه د ثبوت په توګه وړاندې کړل له کله نه چې لیزل، سټرانګ په کر خرڅ کړی و. دغو بیلونو د ښاروال د قانع کولو لپاره بسنه و نه کړه ځکه چې سټرانګ د کوم ښکاره دلیل پرته بندي کړل شوی و او په پایله کې هغه سټرانګ ته برأت ورکړ. له دې وروسته یو ویسټ انډیزي ناخدا چې ډیویډ لاېرډ نومېده، د جاناتان سټرانګ مټ یې ونیوه او دعوه یې وکړه چې هغه به سټرانګ د کر د ملکیت په توګه ونیسي. شارپ د لندن د څېړونکي قاضي توماس بیچ په مشوره لایرډ وګواښه، که سټرانګ په زور ونیسي، د برید کولو تور به پرې ولګوي. لایرډ، سټرانګ خوشي کړ او هر هغه څوک چې احضار کړل شوي وو، له لانجې پرته په خپله مخه ولاړل. [۹][۱۰]
سرچينې
سمول- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/137450753 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Sheppard, John (2007). Granville Sharp: Father of the Anti-Slavery Movement in Britain. London: London Borough of Hammersmith and Fulham. OCLC 271769207.
- ↑ Ditchfield, G. M. "Sharp, Granville (1735–1813)". Oxford Dictionary of National Biography (Sept 2004, online edn, Jan 2008). بياځلي په 9 September 2009.
According to Prince Hoare, his first biographer, Granville: was at a very early age withdrawn from the public grammar-school at Durham, before he had gained more than the first rudiments of the learned languages, and was sent to a smaller school, to be instructed more particularly in writing and arithmetic.
- ↑ Fulham at the time was a village surrounded by countryside, not part of the Greater London conurbation as today. The Sharps' Fulham House is not the house now known as Fulham House – the Sharps' Fulham House was demolished in the 1840s, and stood roughly where the Putney Travel Inn stands today.
- ↑ Sheppard, John (2007). Granville Sharp: Father of the Anti-Slavery Movement in Britain. London: London Borough of Hammersmith and Fulham. OCLC 271769207.
- ↑ Stanley, A.P., Historical Memorials of Westminster Abbey (London; John Murray; 1882), p. 248.
- ↑ Fisher, Ruth Anna (1943). "Granville Sharp and Lord Mansfield". The Journal of Negro History. 28 (4): 381–389. doi:10.2307/2714946. JSTOR 2714946. S2CID 149909453.
- ↑ "Account of the Late Granville Sharp., Esq. a Distinguished Patriot and Philanthropist". The Belfast Monthly Magazine. 11 (62): 209–219. 1813. JSTOR 30074593.
- ↑ "Granville Sharp (1735-1813): The Civil Servant". The Abolition Project. خوندي شوی له the original on 2021-02-02. بياځلي په 2022-06-06.
- ↑ Fisher, Ruth Anna (1943). "Granville Sharp and Lord Mansfield". The Journal of Negro History. 28 (4): 381–389. doi:10.2307/2714946. JSTOR 2714946. S2CID 149909453.