ګارېت هوبارت

ګارېت اګوستس هوبارت (د ۱۸۴۴ ز کال د جون له ۳ مې – د ۱۸۹۹ ز کال د  نومبر تر ۲۱مې) پورې د متحده ایالاتو ۲۴م مرستیال ولسمشر و، چې د ۱۸۹۷ز کال نه تر ۱۸۹۹ ز کال پورې د خپلې مړینې تر وخته پورې دنده ترسره کړه. نوموړی د امریکا شپږم مرستیال ولسمشر و چې د دندې په اوږدو ګې له نړۍ سترګې پټوي. هوبارت د مرستیال ولسمشر له چوکۍ نه دمخه، د نیو جرسي یو اغېزمن سوداګر، سیاستوال او سیاسي فعال و.

ګارېت هوبارت
(انګلیسي: Garret Hobart د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګارېت هوبارت
ګارېت هوبارت

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ جون ۱۸۴۴[۱][۲][۳][۴]
مړینه 21 نومبر 1899 (55 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ګارېت هوبارت
ګارېت هوبارت

هوبارت د نیو جرسي په لانګ برنچ کې د جرسي په ساحلي سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې او د دې سیمې په ګاونډۍ مارلبورو سیمه کې لوی شو. هوبارت د رتګړز په کالج کې له زده کړو وروسته، د پیترسن د سیمې له مشهور وکیل، سقراط ټوټل سره یو ځای حقوق ولوستل. نوموړي هم له ټوټل سره زده کړې وکړه او هم یې د هغه له لورجیني سره واده وکړ. که څه هم نوموړي ډېر لږ د محکمو په کوټو کې پښه کېښوده، خو د شرکتونو د وکیل په توګه یې ډېره شتمني ترلاسه کړه.  

هوبارت د سیمه ییز حکومت په چوکیو کې دنده ترسره کړه او وروسته يې په بریالیتوب سره د جمهوري غوښتونکي په توګه سیالۍ ته را ودانګل چې هم یې د نیو جرسي په عمومي مجلس کې خدمت وکړ، چې په دې ځای کې د مجلس رئیس و ټاکل شو او هم یې د نیو جرسي په سنا کې خدمت وکړ، چې په دې ځای کې  نوموړی د مجلس رئیس شو. هغه د ګوند اوږد مهاله چارواکی و او د نیو جرسي هغه استازي چې د ۱۸۹۶ ز کال د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون ته تللي وو، پرېکړه وکړه چې هوبارت د مرستیال ولسمشر په توګه نوماند کړي. د هوبارت سیاسي نظریاتو د مک کینلي له نظریاتو سره، چې و لسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو احتمالي نوماند و، ورته والی درلود. نیو جرسي په راتلونکو ټاکنو کې برخلیک ټاکونکی ایالت و، مک کینلي او د هغه نږدې سلاکار او راتلونکي سناتور مارک هانا پرېکړه وکړه چې کنوانسیون د هوبارت نوماندۍ ته اړ کړي. د ولسمشرۍ مرستیال نوماند د خپل ملګري د سرپوښلو کمپاینونو په بڼه هلې ځلې پیل کړې، که څه هم نوموړي د نیویارک ښار په دفتر کې په کمپاین کې ډېر وخت تیر کړ. مک کینلي او هوبارت ټاکنې و ګټلې.  

هوبارت د مرستیال ولسمشر په توګه په واشنګټن کې ځان یوه مشهوره څېره څرګند کړ او د مک کینلي نږدې سلاکار و. د هوبارت غوره و ړتیا او ښه چلند د ولسمشر لپاره ارزښتناکه و، لکه څنګه چې د ۱۸۹۹ ز کال په نیمایي کې، کله چې د جګړې وزیر رسل الجر په دې پوه نه شو چې مک کینلي غواړي، هغه له دندې ګوښه شي، هوبارت الجر په نیو جرسي کې د دوبي خپل کور ته را وغوښت او نوموړي ته یې دا خبره څرګنده کړه، چې الجر واشنګټن ته له راستنیدو سره سم مک کینلي ته خپله استعفا وړاندې کړه. هوبارت د ۱۸۹۹ ز کال د نومبر په ۲۱ د زړه د ناروغۍ له امله د ۵۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړي چوکۍ په ۱۹۰۰ ز کال کې د جمهوري غوښتونکو په ټکټ کې د نیویارک د والي، تیوډور روزویلټ له خوا ډکه شوه.  

د ژوند لومړي کلونه سمول

ګارېت اګوسټس هوبارت د نیو جرسي په لانګ برانچ کې د اډیسن ویلارډ هوبارت او سوفیا وانډر په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. اډیسن هوبارت د نیوانګلنډ د لومړیو استعماري کډوالو پښت درلود او د هوبارت کورنۍ ډېری غړي روحاني مشران وو. اډیسن هوبارت د نیو جرسي یوه ښوونځي ته، چې د نیوجرسي د مارلبورو ښارګوټي په یوه کوچني کلي کې موقعیت لري، د  تدریس لپاره را کډه شوی و. د نوموړي مېرمن د هالنډي کډوالو پښت درلود، چې په ۱۷مه پېړی کې په نیوامستردام (اوسني د نیویارک ښار) کې مېشت شوي وو. وروسته نوموړې  لانګ ټاپو او بیا نیو جرسي ته کډه شوې وه. کله چې په ۱۸۴۱ ز کال کې اډیسن او سوفیا هوبارت واده وکړ، دوی لانګ برانچ ته کډه شول، چې هلته اډیسن د یوه لومړني ښوونځي بنسټ کېښود. ګارېت د ۱۸۴۴ ز کال د جون په ۳ مه نېټه په لانګ برانچ کې نړۍ ته پښه کېښوده. د ماشتوب په دوره کې د دوی دری ماشومان ژوندې پاتې شول، چې ګاریټ د درېیو هلکانو له ډلې دویم و. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

په پیل کې هوبارت په لانګ برانچ کې د خپل پلار ښوونځي ته ولاړ. دا کورنۍ د ۱۸۵۰ ز کلونو په لومړیو کې مارلبورو ته کډه شوه او نوموړی یې د کلي ښوونځي ته واستاوه. د هغه د ماشومتوب کیسې نوموړی هم عادي زده کړو او هم په مذهبي زده کړو کې د غوره زده کوونکي په توګه په ګوته کوي او د ماشومتوب په لوبو کې د مشر په توګه را څرګندېده. پلار یې د نوموړي د وړتیاوو په پېژندلو سره، هغه د فری هولډ په سیمه کې یو مشهور ښوونځي ته ولېږه، خو هغه د ښوونکي سره د اختلاف له امله، له بېرته راستنیدو نه یې ډډه وکړه. وروسته نوموړي د مېډلټاون پاینټ په اکاډمي کې (چې په پای کې د ګلین ووډ انسټیټیوټ په نامه یاد شو) زده کړې پیل کړې. دا د نیوجرسي په مېټاوان کې یو نامتو ښوونځی و. هوبارت په ۱۵ کلنۍ کې فارغ شو، مور او پلار یې په دې اند و چې هغه کالج ته د تګ لپاره لا ډېر تنکی دی، نو د یو کال لپاره په کور کې د زده کړو لپاره پاتې شو او د برادولټ ښوونځي کې چې پلار هم په دې ځای کې کار کاوه  د نیم وخت لپاره دنده پر مخ وړه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هوبارت په ۱۸۶۰ ز کال کې د رتګړز په کالج کې لوړې زده کړې پیل کړې او په ۱۸۶۳ ز کال کې فارغ شو او په خپل ټولګي کې یې درېیم مقام ترلاسه کړ. په وروستي ژوند کې، هوبارت رتګړز ته د یو سخاوتمند مرسته کوونکي په توګه و چې د مرستیال ولسمشر د چوکۍ له لاس ته راوړو وروسته یې نوموړي ته افتخاري سند ډالی کړ او له مړینې لږ مخکې نوموړی په دې ځای کې د مشرتابه د بورد غړي په توګه وټاکل شو.[۱۶]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Garret-A-Hobart — subject named as: Garret A. Hobart — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gq71jn — subject named as: Garret Hobart — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2769 — subject named as: Garret Augustus Hobart — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=hobartg — subject named as: Garret Hobart
  5. https://archive.org/details/biographicalcycl00bige/page/47/mode/1up
  6. Magie، ص. 14.
  7. Magie، ص. 1.
  8. Magie، صص. 6–9.
  9. Magie، صص. 4–7.
  10. Magie، صص. 7–8.
  11. Magie، صص. 14–18.
  12. Magie، ص. 16.
  13. Magie، صص. 16–17.
  14. Magie، صص. 14–16.
  15. Hatfield، ص. 289.
  16. Magie، ص. 17.