کې هارډي

سکاټلينډی سياستوال

جیمز کېیر هارډي (زوکړه: د ۱۸۵۶ زکال د اګست ۱۵مه – مړینه: د ۱۹۱۵ زکال د سپټمبر ۲۶مه نېټه) د کارګري اتحادیې غړی او سکاټلنډي سیاستوال و. نوموړی د کارګر ګوند بنسټګر و چې له ۱۹۰۶ زکال څخه یې تر ۱۹۰۸ زکال پورې د هغو د لومړني پارلماني مشر په توګه خدمت وکړ.

کې هاردي
Keir Hardie (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Newhouse (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۵ اگسټ ۱۸۵۶[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۲۶ سپټمبر ۱۹۱۵[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې لامل
د مړينې ځای
د مړينې لامل
stroke (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات

هارډي د لانارکشایر په نیوهاوس ښارګوټي کې وزیږېد. له اووه کلنۍ څخه یې کار کولو ته مخه کړه او له ۱۰ کلنۍ څخه وروسته یې د لانارکشایر د ډبرو د سکرو په کانونو کې کار پیل کړ. ده د تبلیغ په برخه کې د مخینې په لرلو د یو پیاوړي ویناوال په توګه شهرت وموند او د خپلو همکارو کان ویستونکو ویاند وټاکل شو. نوموړی په ۱۸۷۹ زکال کې د هېملټون د کان ویستونکو د اتحادیې مشر وټاکل شو او په ډانفرملین کې یې د کان ویستونکو ملي کنفرانس ترتیب کړ. له دې وروسته یې په لانارکشایر (۱۸۸۰ زکال) او آیرشایر (۱۸۸۱ زکال) کې د کان ویستونکو د اعتصابونو مشري وکړه. هغه د خپل ژوندانه د لګښتونو د پوره کولو په موخه خبریالۍ ته مخه کړه او له ۱۸۸۶ زکال راوروسته د آیرشایر د کان ویستونکو د اتحادیې د منشي په توګه د هغو بشپړ مهالی تنظیم کوونکی شو.

هارډي په لومړیو کې د ویلیام ګلاډسټون له لیبرال ګوند څخه ملاتړ وکړ، خو وروسته دې پایلې ته ورسېد چې کارګران جلا ګوند ته اړتیا لري. ده په ۱۸۸۸ زکال کې د یو خپلواک نوماند په توګه پارلمان ته لار ومونده او د همدغه کال په وروستیو کې یې د سکاټلنډي کارګر ګوند په جوړولو کې ونډه لرله. په ۱۸۹۲ زکال کې یې د یو خپلواک نوماند په توګه د وېسټ هام سوت حوزې انګلیسي څوکۍ خپله کړه او همدغه کال یې د خپلواک کارګر ګوند په جوړولو کې ونډه واخیسته. په ۱۸۹۵ زکال کې یې خپله پارلماني څوکۍ له لاسه ورکړه، خو په ۱۹۰۰ زکال کې یې یوځل بیا د وېلز په سوېل کې له مرټېر ټیدفیل حوزې څخه پارلمان ته لار ومونده. همدغه کال نوموړي د کارګرانو د اتحادیې پر بنسټ د کارګرانو استازیتوب کوونکې کمېټې په جوړولو کې مرسته وکړه چې وروسته یې نوم کارګر ګوند ته واوښت.

د ۱۹۰۶ زکال له ټاکنو وروسته هارډي د کارګر ګوند د لومړني پارلماني رهبر په توګه وټاکل شو. هغه په ۱۹۰۸ زکال کې د آرټور هنډرسون په ګټه استعفا ورکړه او د خپل ژوند پاتې نور کلونه یې د ښځو د رایو د حق، د هند د کور واکۍ او له لومړۍ نړیوالې جګړې سره د مخالفت په څېر موخو لپاره په مبارزو تېر کړل. نوموړی په ۱۹۱۵ زکال کې هغه مهال چې د یو سوله غوښتونکي اعتصاب په ترتیب کولو بوخت و، ومړ. هارډي د کارګر ګوند په تاریخ کې یو له مهمو شخصیتونو بلل کېږي او د ګڼ شمېر لیکنو موضوع ګرځېدلی. کنټ او. مورګان نوموړی «د کارګرانو تر ټولو مخکښ کس او د هغوی لوی اتل بولي».

لومړنی ژوند

سمول

جېمز کېیر هارډي د ۱۸۵۶ زکال د اګست په ۱۵مه نېټه هالي ټاون ته څېرمه د لانارکشایر په لویدیځه څنډه کې د نیوهاوس کوچني ښار په یو دوه خونې لرونکي لرګین کور کې وزیږېد. د هغه مور ماري کېیر خدمتکاره وه او د ډېوېډ هارډي په نامه پلندر یې د لرګینو بېړیو نجار و. هارډي له خپل اصلي پلار ویلیام ایتکن سره چې په لانارکشایر کې کان ویستونکی و، ډېره لږ او یا هم هېڅ اړیکه نه لرله. [۷][۸][۹]

هارډي د لومړي ځل لپاره د اووه کلنۍ په عمر دنده پیل کړه او د انکور لاین سټیم شېپ په نامه لوژستیکي کمپنۍ د پیغام وړونکي ماشوم په توګه یې دنده ترسره کوله. په دې چارې سره دا ناشونې وه چې هغه وکولای شي زده کړو ته مخه کړي، خو والدینو یې د شپې پر مهال هغه ته لیک لوست ښود چې په راتلونکي کې یې له ځان سره د زده کړو په برخه کې ورسره مرسته وکړه. دغه ماشوم ډېرې لږ امتیاز لرونکې دندې ترسره کړې چې په دغو کې د برنجي وسایلو په یو پلورنځي کې شاګردي، له یو لیتوګرافر سره کار، د کشتۍ جوړولو په یوه کارخونه کې د ریپټونو (یو ډول میخ دی) د ګرم کوونکي او همدارنګه ډوډۍ پخونکي ته د پیغام وړونکي په توګه دندې شاملېږي؛ ده په دغو دندو کې د اونۍ پر حساب څلور شلېنګه او شپږ پنسه معاش ترلاسه کاوه. [۱۰]

هارډي د لس کلنۍ په عمر په کانونو کې د دروازه ساتونکي په توګه کار وکړ، ده به د یو لس ساعته کاري شیفټ لپاره دروازه بنده او خلاصوله څو د کان په ټاکل شوو برخو کې د کارګرانو لپاره په ټاکلې اندازه هوا شتون ولري. ورته مهال نوموړي د هولي ټاون په شپني ښوونځي کې زدکړې پیل کړې. [۱۱][۱۲]

د کارګري اتحادیې مشري

سمول

د ۱۸۷۹ زکال په مۍ میاشت کې د سکاټلنډي کانونو مالکینو لاس یو کړ څو د کارګرانو معاشات راکم کړي؛ دغې چارې د یوې اتحادیې د جوړولو لپاره انګیزه رامنځته کړه. همدا و چې هره اونۍ به په هېملټون کې یوه لویه غونډه جوړېده او د کانونو کارکوونکي به هلته د خپلو ناخوښیو د څرګندولو په موخه راغونډېدل. د ۱۸۷۹ زکال د جولای په ۳مه نېټه هارډي د کان ویستونکو ځواب ویونکی منشي وټاکل شو، هغه دنده چې پر مټ یې ده دا فرصت وموند څو د سکاټلنډ په ټولو سویلي برخو کې د کان ویستونکو له استازو سره اړیکه پیدا کړي. درې اونۍ وروسته کان ویستونکو په ګلاسکو کې د کارګرانو جوړېدونکې غونډې ته هارډي د خپل استازي په توګه ولېږه. نوموړی د ۱۸۷۹ زکال په اګست میاشت کې د کان ویستونکو استازی وټاکل شو او د کارګري اتحادیې د تنظیم کوونکي او پرېکړه کوونکي په توګه یې خپلې نوې دندې ته مخه کړه. [۱۳][۱۴][۱۳]

هارډي د ۱۸۷۹ زکال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په ډانفرملین کې د کان ویستونکو په ملي کنفرانس کې ګډون وکړ او دلته د کارګرانو ملی منشي وبلل شو، هغه پام اړونکی لقب چې کلونه وروسته یې د کارګرانو د یوې منظمې ملي ټولنې جوړېدو ته لار هواره کړه. هارډي د ۱۸۸۰ زکال په هغو اعتصابونو کې فعال و چې ټولې سیمې ته یې پراختیا ومونده؛ له دغو اعتصابونو څخه یو یې د اوړي پر مهال د لانارکشایر د کان ویستونکو اعتصاب و چې شپږ اونۍ یې دوام وموند. کارګري اتحادیې کومه بودیجه نه لرله، خو د اعتصاب کوونکو کارګرانو د کورنیو لپاره یې د خوراکي توکو د راغونډولو هڅه کوله، هارډي او د دغې اتحادیې نورو غړو له سیمه ئیزو سوداګرو وغوښتل چې دوی ته اوس توکي په پور وسپاري او بیا به یې وروسته پیسې ورکړي. د دغه اعتصاب پر مهال د هارډي په کور کې پخلنځی فعال و چې د هغه د نوې مېرمنې لیلي ویلسون له خوا اداره کېده. [۱۵]

په داسې حال کې چې په لانارکشایر کې د کان ویستونکو اعتصاب ماته خوړلې وه، خو د هارډي انرژي او فعالیتونو شهرت موندلی و، همدا و چې هغه د آیرشایر وړاندیز ومانه څو هلته کډه شي او سیمه ئیز کان ویستونکي تنظیم کړي. دغې ځوانې جوړې کامناک ښارګوټي ته کډه وکړه، چېرې چې کېیر د سیمه ئیزو کان ویستونکو د اتحادیې په جوړولو نږدې یو کال کار وکړ. [۱۵][۱۶]

د ۱۸۸۱ زکال په اګست میاشت کې د آیرشایر کان ویستونکو په خپلو معاشاتو کې د ۱۰٪ زیاتوالي غوښتنه وکړه، هغه غوښتنه چې ډېر ژر د کانونو د مالکینو له خوا رد شوه. د اعتصاب د لګښتونو لپاره د بودیجې له نشتوالي سربېره کارګرانو کار بند کړ او د دغې سیمې کانونه د ۱۰ اونیو لپاره وتړل شول. دغه اعتصاب هم په رسمي ډول له ماتې سره مخ شو، ځکه چې کارګران د خپلو غوښتنو له پوره کېدو وړاندې بېرته کار ته وګرځېدل، خو د کانونو مالکینو له راتلونکو اقداماتو څخه د وېرې له امله د هغوی معاشات زیات کړل. د دغه اعتصاب یو له ګډونوالو څخه ۱۹ کلن کان ویستونکی اندرو فیشر و چې څو لسیزې وروسته د اسټرالیا د کارګر ګوند مشر او بیا د اسټرالیا لومړی وزیر شو. هغه او هارډي هغه مهال چې دواړو په آیرشایر کې ژوند کاوه په منظم ډول له یو بل سره لیده کاته کول او د سیاسي مسایلو اړوند یې نظریات تبادله کول؛ دوی دواړو بیا د خپل ژوند په اوږدو کې بیاځلي څو ځله له یو بل سره وکتل. [۱۷][۱۸]

هارډي د خپل ژوندانه د لګښتونو د پوره کولو په موخه خبریالۍ ته مخه کړه او د کومناک نیوز په نامه سیمه ئیز اخبار ته یې لیکنې کولې چې د کارګرانو پلوي لیبرال ګوند ته اړوند و. له دې څخه وروسته نوموړی له لیبرال ټولنې سره مل او د هغو یو له فعالینو څخه شو. [۱۹][۲۰]

د ۱۸۸۶ زکال په اګست میاشت کې د هارډي دوامداره هڅو رنګ راووړ او وه یې شو کولای چې د آیرشایر د کان ویستونکو د ټولنې په جوړولو سره د سکاټلنډي کان ویستونکو پیاوړې ټولنه جوړه کړي. هارډي د دغې نوې ټولنې تنظیم کوونکی منشي وټاکل شو او په کال کې یې ۷۵ پونډه معاش ترلاسه کاوه. ده په ۱۸۸۷ زکال کې د کان ویستونکي (The Miner) په نامه د یوې نوې نشریې خپرولو ته مخه کړه. [۲۱]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w6vq3145. Subject named as: Keir Hardie. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Stated in: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 95003758. Subject named as: James Keir Hardie. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. Stated in: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Харди Джеймс Кейр. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. د خپرولو نیټه: ۱۹۶۹.
  5. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  6. Hansard (1803–2005) ID: mr-keir-hardie. Stated in: Hansard 1803–2005. Retrieved: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  7. Stewart 1925، مم. 1–2.
  8. Morgan 2004.
  9. Stewart 1925، م. 1.
  10. Stewart 1925، م. 6.
  11. Stewart 1925، م. 7.
  12. Stewart 1925، مم. 6–7.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Stewart 1925، م. 10.
  14. Stewart 1925، مم. 10–11.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Stewart 1925، م. 12.
  16. Stewart 1925، م. 14.
  17. David Day (2008). Andrew Fisher: Prime Minister of Australia. Fourth Estate. مخونه 23. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Stewart 1925، م. 17.
  19. Stewart 1925، م. 19.
  20. Stewart 1925، مم. 19–20.
  21. Stewart 1925، م. 21.