کينډۍ:لطفاً دا کرښه همداسې پرېږدئ


همدا کينډۍ په ويکيپېډيا:پېژندنه کارېدلې کينډۍ:د لارښود نيوليک پر شا تګکينډۍ:لطفاً دا کرښه همداسې پرېږدئ/سرپټه

همدلته پورته د "سمون" تڼۍ وينۍ؟ په ويکيپېډيا کې، تاسو کولای شی چې په يوې ليکنه کې ناسمۍ او غلطۍ سمې کړۍ او د نورو مالوماتو د ورګډولو ونډه هم په ښه توګه همدا اوس سر ته ورسوۍ!!

ويکيپېډيا څه ده؟

په يوې ليکنې کې د بدلون لپاره، په "سمول" وټوکۍ
په يوې ليکنې کې د بدلون لپاره، په "سمول" وټوکۍ

ويکيپېډيا يو پوهنغونډ دی چې په ګډې ملکارۍ د ويکيپېډيا د لوستونکو او کارونکو لخوا ليکل کېږي. دا يو ځانګړی وېبځی دی چې د ويکي په نامه يادېږي، د ويکي تخنيک د ګډې رغونې او جوړونې کار آسانه کوی. په پرله پسې توګه ګڼ شمېر خلک د ويکيپېډيا د ښه والي او پرمختګ هڅه کوي، چې د دې ادعا ثبوت، په يوه ساعت کې د زرګونو سمونونو بدلونونه دي. همدا ټول بدلونونه د بېلابېلو ليکنو او مقالو په پېښليک او په وروستيو بدلونونو کې څارلی شی.

د همدې پروژې په اړه ډېر څه نور زده کول


زه څنګه مرسته کولای شم؟ د ايډټ او سمون راوستلو نه مه ډارېږۍ — دلته هر څوک کولای شي چې د ويکيپېډيا هر يو مخ ايډټ کړي، او موږ هم تاسو دې چار ته تشويقوو چې تاسو زړه ور اوسۍ! تاسې يوه داسې موضوع وټاکۍ چې تاسې په کې ښه بلد ياست او يا يې پسې نور هم ښه کولای او پرمخ بېولی شی - د بېلګې په توګه، د وييونو او لغتونو هجا، په جمله کې ګرامر سمول، د ساده او سم پوهېدنې په خاطر او يا هم د لوستلو وړ ګرځولو لپاره د متن بيا ليکنه او د ناسمو ليکنو ليرې کول. دا ټول هغه کارونه دي چې هر ځوک يې ترسره کولای شي. که چېرته تاسې په يوه متن کې د نوؤ حقايقو ګډول غواړۍ، نو لطفاً د سرجينو يادونه مو مه هېروۍ، چې د دې کړنې سره د يوه حقيقت رښتا ښودنه او د ټولو د منلو وړ ګرځي او يا هم که چېرته تاسو د سرچينو د يادولو سره ستونزې لرۍ او يا په شک کې ياست نو د هماغې ليکنې د خبرو اترو په مخ کې خپلې انګېرنې مطرح کړی. که چېرته تاسې په ويکيپېډيا کې يوه ناندريزه ليکنه وينۍ نو د خپلو بدلونونو د خوندي کولو دمخه خپل نظريات او اندونه د اړوندې ناندريزې ليکنې په خبرو اترو مخ کې او يا هم د ويکيپېډيا د لومړي مخ د خبرو اترو په څانګه کې مطرح کړی.

په ياد مو اوسه - چې تاسې هېځکله ويکيپېډيا نه شی ورانولای،دا ځکه چې که چېرته ځوک د ورانکارۍ له مخې ځه ليکي او يا هم څه ړنګوي نو هماغه ليکنه په يوه کلېک بېرته خپلې اصلي بڼې ته وردرومي. نو اوس تاسو هم هڅه وکړۍ چې د ويکيپېډيا ليکنې له ابتدايي حالت نه لا پسې وغځوۍ او نورې يې هم پرمختللې او د مالوماتو نه يې ډکې کړی. په دې توګه به موږ د انټرنټ په مټ په پښتو ژبه د يوه کره مالوماتو او ټولمنلو سرچينو د يوه پوهنغونډ خاوندان شو.

که تاسې لا تر اوسه پورې خپلې لومړنۍ سمونې نه دي ترسره کړي، نو تاسې ولې همدا اوس د خپلو لومړنيو سمونو آزمېښت نه کوۍ؟

  1. دلته وټوکۍ د آزمېښتي مخ د سمون لپاره، (که د پخوا نه هلته يو متن وي، نو د هماغه متن په پای کې خپل آزمېښتي سمون ترسره کړی.)
  2. د خپل په خوښه يو متن وټاپۍ.
  3. بيا د مخکتنه تڼۍ کېښکاږۍ چې تاسې ته خپل بدلون درښکاره شي، او يا هم د مخ خوندي کول تڼۍ په هغه وخت کې کېښکاږۍ کله چې تاسو خپل په متن ډاډمن ياست او تاسو يې په رښتيا سره خوندي کول غواړۍ.