د نن غوره انځور
خوشحال بابا

دا د خوشحال خان خټک يو پورټرېټ دی. خوشحال خان خټک په پښتو ادب کې د تورې او د قلم شاعر په نوم پېژندل شوی. نوموړی د خپل وخت يو نوميالی تورزن وه چې د مغلو سره يې ډېرې جگړې کړي وې. د خوشحال خان يو تر ټولو ډېر مشهوره شعر داسې دی:

پرورده که د مغولو په نمک یم دا ورنگ له جوره هم له غریوه ډک یم
په نا حق ئی په زندان کړم یو څو کاله خدای خبر دی که په خپله گناه شک یم
پښتنو سره زړه تور دی د مغو لو خبر دار ئی په نیتونو یک په یک یم
پښتانه لره شړۍ انډ یرۍ بس ده نه په فکر د مسند نه د توشک یم
که می عمر په شماره د دیرشو تیر دی لا په کار کښی د سورلۍ لکه ازبک یم
چه منصب می د مغل خوړ یو ملک ووم چه منصب د مغل نشته اوس ملک یم
د افغان په ننگ مې وتړله توره ننگيالی د زمانې خوشحال خټک يم

د انځور د امتياز خاوند: محمد طاهر کاڼی
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورئ