کوږک تونل
د کوږک تونل ( انګلیسي: khojak tunnel اردو: کوجک سورنگ ) چې ۳.۹۰ کیلومتره اوږدوالی لري د پاکستان د بلوچستان ایالت (سهېلي پښتونخوا) په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د توبې اڅکزي غره په لړۍ کي د اورګاډي تونل دی چي له چمن ښار څخه په ۱۸ کیلومیترۍ کي پروت دی. [۱] دا تونل د سمندر له سطحي څخه ۱٬۹۴۵ متر (۶٬۳۸۱ فوټه) پورته موقعیت لري . [۱] دغه تونل په ۱۸۹۱ کال کي د کوږک غره لاندي جوړ سوی وو او د پاکستانیو کالدارو په زاړه بانکي نوټ کي یې هم انځور سته.
کوږک تونل په سویلي اسیا کې یو له تر ټولو اوږدو تونلونو څخه دی، او په پاکستان کي هم تر ټولو اوږد تونل ګڼل کېدی، خو کله چي په کال ۲۰۱۸ کې د لواري ټاپ تونل چې ۸.۷۵ کیلومتره اوږوالی لري جوړ شو، کوږک تونل دویمې شمېرې ته را ښکته شو.
دا تونل په ۳ کلونو کې جوړ شوی او دومره مستقیم(سیده) دی چې په یوه لور کې په هنداره رڼا واچول شي رڼا بل لور ته لیدل کیږي. ددې تونل جوړښت هغه وخت پیل سو، کله چي لوی افغانستان د بریتانوي هند له لوري اشغال او د امیر عبدالرحمن خان په وخت کي د افغانستان ختیځه ځمکه د ډیورنډ د تپل سوي کرښي له امله له دغه هیواد څخه بېله او په وروسته کي نوي مستعمرې پاکستان ته وسپارل سوه.
د ریل پټلۍ د جوړولو او کار کولو لوی قراردادي د کراچۍ څخه واجه دره خان بلوچ و چې په اصل کې د ۱۶۰۰ په لومړیو کې د بهو کلات څخه مهاجر شوی و او لومړی قرارداد یې هغه وخت ترلاسه کړ کله چې انګریزانو د کراچۍ په بندر کې کار کاوه. وروسته بیا د بلوچستان نه تر بنګلور او ورپسی رنګون برما ته د ریل پټلۍ بیلابیل قراردادونه ورکړل شول. وروسته انګریزانو د هغه زوی واجه فقیر محمد دره خان ته د کراچۍ ښار په محکمه کې د اعزازي قاضي حیثیت ورکړ او د هغه له مړینې وروسته یې د لیري له بادشاهي سړک څخه تر ۸ چوک پورې سړک د هغه په نوم ونومول.
انځورتون
سمولد کوږک تونل انځورتون
د کوږک تونل پخوانی انځور