کونوپیشټې ماڼۍ


کونوپیشټې ماڼۍ
Zámek Konopiště
هېواد دچېک جمهوریت
ښار Benešov
معمار
سپک د گوټي سبک, د رمانتیسم سبک
د کلا بنسټ ۱۳ پېړۍ

کونوپیشټې ماڼۍ (په چېکي: Zámek Konopiště) د رمانتیسم سبک یوه ماڼۍ او کلا ده چې د آرشیډوک فرانز فردیناند [۱] وروستي مقر هم وو. نوموړي ماڼۍ په منځنۍ بوهيميا کې د بېنېشوف ښار ته نژدې پرته ده.

تاريخ سمول

کونوپیشټې کلا د اشرافانو یوه مشهوره کلا ده چې په ۱۲۹۴ کال کې د پښيميسل اوتاکار ۲ تر مړينې وروسته د اسقف Tobiáš z Benešova لخوا جوړه شوه. کله چي په ۱۳۲۷ کال کې د بېنېشيانو وروستي واکمن له دنیا سترگی پټی کړی نو چېکي اشراف او واکمن زډېنېک شټرنبېرک کونوپیشټې کلا تر لاسه کړه.

د هوسیانو غورځنگ سمول

په ۱۴۲۰ کال کې کونوپیشټې کلا د Petr Konopišťský ze Šternberka په لاس کې وو. Petr Konopišťský ze Šternberka کاتوليکي دين تر سره کاوه او د هوسیانو د وسله والانو تر ټولو لوی دښمن وو. نوموړي د یان ژيژکا پر ضد د سوډومېږ په جگړې کې د کاتوليکي شوالیو سره مبارزه کاوه. خو په ۱ نوامبر ۱۴۲۰ کال کې د ويشېهراډ په جگړې کې ووژل شو.

د شين غر ډله سمول

په ۱۴۴۰ کال کې کونوپیشټې کلا د Zdeněk Konopišťský ze Šternberka په لاس کې وو Zdeněk Konopišťský ze Šternberka د یرژي پوديېبراد پلوي او وروسته دښمن وو چې په ۲۸ نوامبر ۱۴۶۵ کې یی د شين غر ډله جوړ کړ. د شين غر ډله د چېکي پاچا یرژي پوديېبراد پر ضد یوه کاتوليکي، سیاسي او پوځي ډله وه چې په شين غر ماڼۍ کې د چېکي کاتوليکي اشرافانو لخوا جوړه شوه. په ۱۴۶۷ کال کې چېکي پاچا یرژي پوديېبراد د کاتوليکي مشر Zdeněk Konopišťský ze Šternberka ته جگړه اعلان کړه او دZdeněk Konopišťský ze Šternberka قلعې لکه چسکي شټرنبېرک کلا، کونوپیشټې کلا، Zbořený Kostelec یی محاصره کړه. کله چې کونوپیشټې کلا د پاچايي پوځ ونیول شوه نو مجارستاني واکمن ماتیاس کوروين Zdeněk Konopišťský ze Šternberka ته پناه ورکړ. Zdeněk Konopišťský ze Šternberka په ۱۴۷۶ کال کې په وینر نویشتات کې په اترش کې له دنیا سترگی پټی کړی.

د دېرش کلو د جگړې په وخت کی سمول

په ۱۷ پېړۍ کې کونوپیشټې ماڼۍ د چېکي اشرافانو کورنۍ Hodějovští z Hodějova مهم مقر وو. Hodějovští z Hodějova د چېکي پروټسټانټ دين تر سره کول او د هابسبورگ د واکمنانو مخالفين ول. کله چې په ۱۶۱۸ کال کې د چېکي اشرافانو انقلاب پيل شو نو Hodějovští z Hodějova د هابسبورگ واکمنانو پرضد هم قيام وکړل. په ۱۶۲۰ کال کې چېکي اشرافانو ماته وخوړله او کونوپیشټې ماڼۍ د البرخت فون والدشتاین لاس ته ورغله. د البرخت فون والدشتاین تر مړينې وروسته نوموړي ماڼۍ د Pavel Michna z Vacínova، Páni z Vrtby او د لوبکوویټز کورنۍ په لاس کې هم وه.

۱۹ او ۲۰ پېړۍ سمول

په ۱۸۸۷ کال کې د لوبکوویټز کورنۍ کونوپیشټې ماڼۍ په آرشیډوک فرانز فردیناند خرڅ کړل. آرشیډوک فرانز فردیناند د فرانز یوسیف ځای نیوونکی وو چې په ۱۹۱۸ کال کې په سارایوو کې ووژل شو تر مړينې یی وروسته په اروپا کې لومړنۍ نړېواله جگړه پېل شوه. آرشیډوک فرانز فردیناند کونوپیشټې ماڼۍ پيا جوړه کړه د دي ماڼۍ بيا جوړول د ۱۸۸۹ کال څخه تر ۱۸۹۴ کال پورې د چېکي معمار Josef Mocker لخوا تر سره کېده. په دي وخت کې په ماڼۍ کې دهیدرولیک لیفت هم جوړ شو. په ۱۹۱۸ کال کې کله چې د چکوسلواکيا جمهوريت جوړه شوه نو د هابسبورگ د واکمنانو ټول مال په دې هېواد کې ضبط شو.

سرچینې سمول

  1. آرشیډوک فرانز فردیناند د فرانز یوسیف ځای نیوونکی وو چې په ۱۹۱۸ کال کې په سارایوو کې ووژل شو تر مړينې یی وروسته په اروپا کې لومړنۍ نړېواله جگړه پېل شوه