کلېمنټ اتلي

Lua error in Module:Wikidata2/monolingualtext at line 4: assign to undeclared variable 'fetchName'.

کلېمنټ ریچارد اتلي، لومړی ایرل (زړور سرتېری) اتلي، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د وړتیا نښان (Order of Merit)، د اتلانو د ویاړ نښان (Order of the Companions of Honour)، د بریتانیا د خصوصي شورا ویاړ (Privy Council)، )، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society) درلودونکی (د ۱۸۸۳ ز کال د جنوري له ۳ نه د ۱۹۶۷ ز کال د اکتوبر تر ۸ مې پورې) یو بریتانوي سیاستوال و چې له ۱۹۴۵ ز کال نه تر ۱۹۵۱ ز کال پورې یې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه او د ۱۹۳۵ ز کال نه تر ۱۹۵۵ ز کال پورې یې د کارګر ګوند د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړی د چرچل تر واک لاندې د جګړې پر مهال د ائتلافي حکومت د لومړي وزیر مرستیال و او دوه ځله یې د اپوزیسیون د مشر په توګه  له ۱۹۳۵ ز کال نه تر ۱۹۴۰ زکال پورې او له ۹۱۵۱ز کال نه تر ۱۹۵۵ ز کال پورې خدمت ترسره کړی دی.

کلېمنټ اتلي
کلېمنټ اتلي
کلېمنټ اتلي

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل
تابعیت
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ   ويکيډاټا کې (P241) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه [۱]  ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

اتلي د لوړې متوسطې طبقې په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د لندن د یوه شتمن وکیل زوی و. نوموړی د هیلي بیري د کالج په عامه ښوونځي او په اکسفورډ پوهنتون کې له زده کړو وروسته، د مدافع وکیل په توګه کار وکړ. د هغه رضاکارانه کار چې نوموړي د لندن په ختیځ کې ترسره کړ، نوموړی یې د بې وزلۍ له حالت سره مخامخ کړ چې وروسته یې د هغه سیاسي لیدلوری کیڼ اړخ ته بدل کړ. هغه خپله حقوقي دنده پرېښوده او د خپلواک کارګر ګوند سره یوځای شو او د لندن د اقتصاد په پوهنځي کې یې لیکچر پیل کړ. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د افسر په توګه د خدمت له امله، د هغه په دنده کې ځنډ راغی. هغه په ۱۹۱۹ ز کال کې د سټیپني ښاروال شو او په ۱۹۲۲ ز کال کې د لایم هاوز په استازیتوب د پارلمان غړی وټاکل شو. په ۱۹۲۴ ز کال کې اتلي د رامسي مکډونالډ په مشرۍ د لومړي لږه کي کارګر ګوند په حکومت کې دنده ترسره کړه او بیا یې د مکډونالډ د دویم لږه کي حکومت په اوږدو کې (۱۹۲۹ – ۱۹۳۱ز) په کابینې کې غړیتوب ترلاسه کړ.  په ۱۹۳۱ ز کال کې د کارګرانو د سختې ماتې پر مهال د خپلې چوکۍ د ساتلو وروسته، نوموړي د ګوند د مرستیال مشر په توګه و ټاکل شو. په ۱۹۳۵ ز کال کې د کارګر ګوند مشر وټاکل شو او په لومړيو کې یې د آرامتیا پلوي کوله او په وسلو باندې د بریتانیا د بیا سمبالښت پر وړاندې ودرېد. هغه د دویمې نړیوالې جګړې په درشل کې د هټلر او موسولیني سره د نیول چمبرلین د آرامتیا د سیاست پروړاندې نیوکه وکړه. اتلي په ۱۹۴۰ ز کال کې کارګر ګوند د جګړې پر مهال په ائتلافي حکومت کې ګډ کړ او د وینسټن چرچل تر مشرۍ لاندې یې په پیل کې د کابینې د لوی غړي په توګه او او بیا له ۱۹۴۲ ز کال نه وروسته  د لومړي وزیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.

ائتلاف د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ړنګ  شو او اتلي د ۱۹۴۵ ز کال په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند لویې بریا ته ورساوه.، چې د کارګر ګوند لومړی اکثریت حکومت یې را منځ ته کړ. د اقتصادي مدیریت لپاره د هغه د حکومت د کېنزي لیدلوري موخه دا وه چې په هېواد کې بشپړه ګومارنه، مختلط اقتصاد او د دولت له لوري د ټولنیزو چوپړتیاوو پراخ سیستم را منځ ته کړي. د دې موخو لپاره، حکومت د عامه خدماتو او لویو صنعتونو ملي کول پیل کړل او پراخ ټولنیز اصلاحات، لکه: د ۱۹۴۶ز  کال د ملي بیمې د قانون، د ملي مرستې د قانون یې تصویب،  په ۱۹۴۸ کال کې د ملي روغتیا د چوپړتیاوو را منځ ته کول او د عامه کورونو د جوړولو لپاره د عامه سبسایډي پراخول یې پلي کړل. د نوموړي حکومت د سوداګرۍ د اتحادیې قانون، د کار اصول او د ماشومانو کار هم اصلاح کړل. د ملي پارکونو سیسټم یې رامنځ ته کړ، د ۱۹۴۶ ز کال نويو ښارګوټو قانون یې تصویب کړ او د ښارونو او هېواد د پلان سیسټم یې رامنځ ته کړ.   

اتلي بهرنۍ پالیسي ارنسټ بیوین ته و سپارله، خو د هند له تجزیې (۱۹۴۷ز)، د برما او سیلون له خپلواکۍ او د فلسطین او ترانس اردن (د ختیځ اردن امارت) د بریتانوي واکونو د منحل کېدو مشري یې وکړه. هغه او بیون متحده ایالات وهڅول چې په سړه جګړه کې پراخه ونډه ولوبوي، نوموړي چې په یونان کې د پوځي لاس وهنې توان نه درلود، نو په ​​واشنګټن یې غږ وکړ چې هلته د کمونیستانو د پرمختګ مخه و نیسي، چې دې کار د ترومن نظریات منځ ته راوړل. نوموړي د امریکا په پیسو د لوېدیځې اروپا د بیا رغوني لپاره د مارشال له پلان نه ملاتړ وکړ او د شوروي بلاک پر وړاندې یې په ۱۹۴۹ ز کال کې د ناټو پوځي اتحاد ته پراختیا ورکړه. وروسته له هغه چې کارګر ګوند د ۱۹۵۰ز کال په عمومي ټاکنو کې په لږ توپیر سره بریالی شو، هغه د کوریا جګړې ته بریتانوي سرتېري واستول. [۲]

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، اتلي ته له افلاس سره مخامخ هېواد په میراث پاتې شوی و چې د خوراکي توکو، کور او سرچینو له کمښت سره لاس او ګرېوان و. د نوموړي د ټولنیزو اصلاحاتو او اقتصادي پروګرامونو تر څنګ، دې کړووانو او  د پیسو تکراري ناورینونو او د متحده ایالاتو په مرستو پورې محدودیت د هغه د لومړي دورې په اوږدو کې دوام درلود. د ۱۹۵۱ز کال  په عمومي ټاکنو کې د هغه ګوند د محافظه کارانو له خوا په لږ تو پیر ماتې وخوړه. نوموړی د کارګر ګوند د مشر په توګه دندې ته دوام ورکړ، خو د ۱۹۵۵ ز کال په ټاکنو کې له بایللو وروسته تقاعد شو او د اعیانو مجلس ته ولاړ. هغه په ۱۹۶۷ز کال کې مړ شو. په عامه بڼه، هغه معتدل او ساده ښکارېده، خو د پردې تر شا د هغه ژوره پوهه، خاموش چلند، رښتینې لیدنه او عمل قاطع ثابت شوي ‌دي. اتلي چې ډېری وختونه د بریتانیې د لویو لومړیو وزیرانو نه ګڼل کېږي، د پوهانو تر منځ یې شهرت وده کړې ده او د عصري هوسا دولت د جوړولو او په سړه جګړه کې د جوزف سټالین په وړاندې د ائتلاف په را منځ ته کولو کې د هغه ښکېلتیا ستایل کېږي. هغه د بریتانیې په تاریخ کې د کارګر ګوند تر ټولو اوږد مهاله مشر پاتې شوی.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې

سمول

د اټلي د ۱۸۸۳ ز کال د جنورۍ په ۳ مه نېټه په پوټني، سوري کې (چې اوس د لندن برخه ده) د یوې لوړې متوسطې طبقې په کورنۍ کې زېږېدلی، چې د اتو ماشومانو له ډلې نه اووم دی. پلار یې هنري اتلي (۱۸۴۱ – ۱۹۰۸ز) یو وکیل و او مور یې ایلن بریوری واټسن (۱۸۴۷ – ۱۹۲۰) د توماس سیمونس واټسن، د لندن د هنر اتحادیې د منشي لور وه. د نوموړي مور او پلار "د انګلیسي کلیسا ژمن پیروان" وو چې هر سهار یې دعاګانې او روحاني سرودونه ویل.  [۳][۴]

اتلي په دوه پوړیزه کلا (ویلا) کې لوی شوی، چې یو لوی باغ او د ټینس ډګر یې او دری کارګران او یو باغبان یې درلود. د هغه پلار چې یو سیاسي لیبرال و، د کورنۍ ګټې یې د ژرندې او د بېر له تولید نه په میراث کې ترلاسه کړې وې او د ډروسس په حقوقي شرکت کې یو لوړ پوړی شریک و، د انګلستان او ویلز د قانون د ټولنې د رئیس په توګه یې د یوې مودې لپاره خدمت وکړ. نوموړي په ۱۸۹۸ ز کال کې د ایسېکس په تروپ لي سوکېن سیمه کې کې د ۲۰۰ جریبه (۸۱ هکتاره) ملکیت وپېرله. اتلي په نهه کلنۍ کې د هارتفورډشیر په نارتاو سیمه کې د هلکانو د چمتووالي ښوونځي ته واستول شو. هغه له خپلو وروڼو وروسته په ۱۸۹۶ ز کال کې د هیليبري کالج ته ولاړ، چې په هغه ځای کې نوموړی یو متوسط ​​زده کوونکي و. هغه د خپل کورني ښوونکي فریډریک ویب هیډلي د ډاروین پلوه نظریاتو تراغېز لاندې راغلی و او په ۱۸۹۹ ز کال کې یې د ښوونځي په مجله کې د لندن په اعتصاب کوونکو ټکسي چلوونکو باندې نیوکه خپره کړه او وړاندوېنه یې وکړه چې دوی به ډېر ژر "د خپلو کرایو لپاره سواګري وکړي".[۴]

اتلی په ۱۹۰۱ ز کال کې، د اکسفورډ پوهنتون کالج ته ولاړ او معاصر تاریخ یې  ولوست. هغه او د هغه ورور ټام ته "د پلار له خوا سخاوتمندانه خرڅ ورکړل کېده او د پوهنتون د ژوند بڼه یې خپله کړه - یعني استدلال، لوستل او ټولنیزې اړیکې ساتل". هغه وروسته د یوه ښوونکي له خوا د "هوښیار، هڅاند، د باور وړ سړی په توګه توصیف شو چې بې جوړه چلند لري ... خو د عالي او سالم قضاوت پر بنسټ". په پوهنتون کې نوموړي له سیاست او اقتصاد سره لږه لېوالتیا درلوده، وروسته یې خپل لیدلوری د هغه وخت په پرتله د "غوره پخواني امپریالیستي محافظه کاره" په توګه وړاندې کړ. هغه په ۱۹۰۴ ز کال کې لېسانس د دویمې درجې په ویاړ سره لاس ته راوړ.  [۴]

اتلي بیا په اېنر ټمپل (د وکیلانو ټولنه) کې د مدافع وکیل په توګه وروزل شو او د ۱۹۰۶ ز کال په مارچ کې د مدافع وکیلانو ډلې ته وبلل شو. هغه د خپل پلار په حقوقي شرکت، ډروسز او اتلي کې د یو څه وخت لپاره کار وکړ، خو له کار نه یې خوند وانخیست او د حقوقي مسلک په برخه کې د بریالیتوب لپاره کومه ځانګړې هیله نه درلوده. هغه د فلیټ کلپ لپاره چې د لیګ غړی نه و، فوټبال هم لوبولی دی.[۵]

د اتلي پلار په ۱۹۰۸ ز کال کې له نړۍ نه سترګې پټې کړې او د ۷۵۳۹۴ پونډ په ارزښت (په ۲۰۲۰ ز کال کې له ۸۰۵۷۸۸۰ سره برابر) یې د میراث وصیت پرېښود. کينډۍ:Inflation-fn[۶] 

لومړۍ تجربه

سمول

نوموړي په ۱۹۰۶ ز کال کې په هیلیبري هاوز کې، چې د لندن په ختیځ سټیپني کې د کارکوونکو هلکانو لپاره یو خیریه بنست و او د هغه د پخواني ښوونځي له خوا پرمخ وړل کېده، د رضاکار په توګه دنده پیل کړه او د ۱۹۰۷ ز کال نه تر ۱۹۰۹ز کال پورې یې د بنسټ د مدیر په توګه دنده ترسره کړه. تر هغه وخته پورې، د نوموړي سیاسي لیدلوری ډېر محافظه کار و، خو وروسته د هغه ټکان له امله چې نوموړي د بې وزلۍ او محرومیت له امله د کوڅو د ماشومانو سره د کار په اوږدو کې ولید، دې پایلې ته ورسېد چې شخصي خیرات هېڅکله بیوزلي نشي را کمولای. یوازې د دولت له خوا مستقیم ګام او د عاید بیا وېش ژور اغېز درلودلای شي. دې کار یو داسې بهیر رامنځ ته کړ چې نوموړي سوسیالیزم واوښت. په ۱۹۰۸ ز کال کې هغه د خپلواک کارګر ګوند سره یوځای شو او په سیمه ییز سیاست کې فعال شو. نوموړی په ۱۹۰۹ ز کال کې، د سټیپني بورو د شورا لپاره د ګوند د نوماند په توګه په خپلو لومړیو ټاکنو کې له ناکامۍ سره مخامخ شو. [۷]

نوموړي په ۱۹۰۹ ز کال کې د ټوینبي هال سره د منشي په توګه له دندې نه مخکې، د بیټریس ویب لپاره د سکرتر په توګه د لنډ وخت لپاره دنده ترسره کړه .هغه د لږه کیو بېوزله وګړو د راپور د مشهورولو لپاره د ویب پاڼې د کمپاین لپاره کار کاوه، ځکه چې هغه د فابیان په سوسیالیستي کړیو کې خورا کارنده کس و، چې په دې ځای کې هغه له ډېرو سیاسي ټولنو - لیبرال، محافظه کار او سوسیالیست - نه لیدنه وکړه، ترڅو نظریات تشرېح او مشهور کړي او د کمپاین لپاره غوره استادان وګوماري. هغه په ۱۹۱۱ ز کال کې د انګلستان د حکومت له خوا د "رسمي تشرېح کوونکي" په توګه وګومارل شو – ترڅو د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړي او د خزانې د وزیر ډیوېډ لویډ جورج د ملي بیمې قانون خلکو ته تشرېح کړي. د دې کال په دوبي کې هغه په بایسکل سره ایسېکس او سومرسیټ ته سفر وکړ، ترڅو په عامه غونډو کې نوموړی قانون تشرېح کړي. نوموړي یو کال وروسته د لندن د اقتصاد په پوهنځۍ کې استاد شو، چې ټولنیز علوم او عامه اداره یې تدریس کوله. [۸]

سرچینې

سمول
  1. Lives of WWI ID: https://livesofthefirstworldwar.org/lifestory/100224
  2. Bullock, Ernest Bevin: Foreign Secretary (1983) ch 8
  3. Davies, Edward J. "The Ancestry of Clement Attlee", Genealogists' Magazine, 31(2013–15): 380–87.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ "Clement Attlee". Spartacus Education.
  5. Beckett 1998، م. 17.
  6. "Attlee Henry of 10 Billiter-square London and Westcott Portinscull-road Putney Surrey died 19 November 1908" in Probate Index for 1908 at probatesearch.service.gov.uk, accessed 7 August 2016
  7. Beckett 1998، مم. 18–35.
  8. Beckett 1998، مم. 34–43.