کلید راډیو

کلید راډیو پښتو (کلي راډیو) کليدګروپ (TKG) د “افغانستان لپاره بشري او پراختيايي خدمتونه (DHSA)" موسسې د رسنيو عمومي برخه ده، چې له ٢٠٠٢ زېږديز کال نه تر اوسه په مستقلانه ډول په ټول هېواد کې دبيان ازادۍ د پياوړتيا، دديموکراسۍ او مدني ټولنو د پياوړتيا لپاره فعاليت کوي. کليد راډيو له کابل پرته په مزارشريف، کندهار، ننګرهار، هرات، غزني او خوست کې هم خپرونې لري . کليد ګروپ ددې ترڅنګ د کليد او مرسل په نامه دوه چاپي اونيزې هم لري، چې په ٢٠٠٢ کې پيل شوې، کليد هره اونۍ په ٢٥٠٠٠ تيراژ چاپېږي او مرسل بيا د ښځو او کورنيو مسايلو لپاره ځانګړې شوي او په ٢٤ ولايتونو کې وېشل کېږي. دا ګروپ ددې ترڅنګ په کابل کې د راک راډيو په درلودو سره په ټول افغانستان کې د ٢٨ راډيوګانو څخه يوه تشکيل شوې شبکه هم لري.